تاند- د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د مرستیالې په توګه د ۲۶ کلنې حسنا جلیل ټاکل کېدو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه پارولي دي.
اغلې جلیل تر دې مخکې د کانونو او پیترولیم وزارت د پالیسۍ ريیسه وه.
یو شمېر افغانانو ویلي، سره له دې چې په حکومت کې د ځوانانو او ښځو د ونډې د زیاتېدو ملاتړ کوي، په یوه امنیتي اورګان کې د هغې د ټاکل کېدو مخالف دي.
د دوی په نظر اغلې جلیل نه په امنیتي مسایلو کې تخصص لري او نه د ناامنو سیمو له وضعیت سره اشنا ده او دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د نیمايي جګړې او امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري.
خو یو شمېر نورو بیا ویلي چې حسنا جلیل ځوانه او باانرژي ده او کولی شي چې د خپلې نوې دندې له عهدې ووځي.
حسنا جلیل د افغانستان له امریکايي پوهنتون څخه فارغه شوې ده.
حسنا جلیل یوه اوونۍ وروسته له دې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینه وټاکل شوه چې مسعود احمد عزیزي له دې دندې استعفا ورکړه.
آغلې حسنا جلیل به یوه ځوانه او با انرژي ښځه وي ، خو د کار لپاره تخصص ، تجربه او اهلیت هم لازم دی.
په لوېدیزو هېوادونو کې د تخصص ، دیپلوم او وړتیا ترڅنګ د کاري تجربې پوښتنه هم کیږي. د کورنیو چارو وزارت یو نظامي ، تخصصي ارګان دی . د افغانستان په شرایطو کې هغه کسان چې جنګي او نظامي تجربه ولري ، له خپل هېواد او خلکو سره مینه ولري او ملي مسایلو ، قوانینو ته تعهد او نظام ته وفاداره وي ، پداسې حساسو ارګانونو او بستونو کې باید مقرر شي.
د مرادعلي مراد تعهد خو مو ولید چې دخپلې دندې پرځای د مظاهره چیانو او معترضینو په صف کې ولاړ وو.
امنیتی ارګانونو، ستره محکمه، لویه څارنوالی او داسې نورو تخصصې اداراتو کې باید د اړوندې ادارې یا ارګان متعهد، ریښتنۍ، وطن پاله، مخلص او پوه اشخاص وګمارل شی. په دې ورستیو کې په دفاع وزارت او یا کورنیو چارو وزارت یا ملی امنیت په ریاست کې دداسې اشخاصو ګمارل چې په دې اداراتو کې کارې تجربه نه لري د هغه سرتیرو او منصوبینو سره ستره جفا ده چې یو عمر یې په اړونده ارګانونو کې قرباني ورکړی ده. ځوانانو ته باید په اجرائیوي پوستونو کې پاملرنه وشي نه تصمیم نیونې په پوستونو کې. ځوانان خو لاپریږده هغه اشخاص چې مجرب دي خو په تخصصي ارګانونو کې تجربه نه لري هغوی هم باید په پورته یادو شوو ارګانونو کې مقرر نه شي. برعکس د بې تجربې اشخاصو تقرر په پورته اداراتو کې د هغه شخصیتونو سره چې کلونه کلونه یې په مختلفو شرایطو او ځایونو کې د وطن لپاره قرباني ورکړي او په پوره ایماندارۍ یې خپله دنده پر مخ بیولی ده، د هغوی سره ستره جفا او د هغوی شخصیت وژنې په معنی یی بولم. حسنا جلیل په شان کم عمره، هغه چې په عسکري تعلیماتنامه باندې خبره نده، نظامي رعب او شخصیت نه لري د نوموړې تقرر د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینی په صفت د متعهدو، زړورو سرتېرو او منصوبینو د شخصیت وژنې څځه غیر بل هیڅ معنی نه لري.
همدارنګه په لویه څارنوالی کې د خصوصی پوهنتونونو څخه راغلو یا دفاع وزارت او ستره محکمه کې د ملی وحدت حکومت ټولې مقررۍ د هیواد او هیوادوالو په ضرر بولم. ډیر افسوس کوم د هیواد او هیوادوالو په حال….