زه ډېره خوشاله يمه چې نن مي د جنوبي آسيا هیوادونو د الهام ورکونکو ځوانانو مډال تر لاسه کړ او د نړۍ په دیرش غوره ځوانانو په لیست کي زما نوم هم وو. دا مډال د سارک هیوادونو تر څنګ د ګڼ شمیر نورو هیوادونو هغو ځوانانو ته ورکول کېږي چي د پام وړ برياوي ولري او خپل هيواد ته يې په بېلابېلو برخو کي خدمتونه کړي وي.

د دې سيالۍ لپاره غوښتنلیک په انلاین بڼه کېدی، ما هم د ځوانانو نړیوالي ټولني ويب سایټ ته خپل معلومات (زده کړي، د ژوند د ستونزو سره مبارزه، کورنۍ مسولیت، ادبي او فرهنګي فعالیتونه، مسولیتونه، لاسته راوړني،) ورواستول، خو زړه ته مي نه لودېده چي زه دي په دې سيالۍ کي بريالۍ سمه او دا مډال دي وګټلای سمه، خو له نېکه مرغه چي دوې میاشتي وروسته مي ایمیل تر لاسه کړ او راته ليکلي يې وه چي تاسي خپل کور، ټولني او افغان ملت ته د ښه خدمتګاري نجلۍ په توګه غوره سوي یاست. زما په ادبي، ژورناليستيک او مدني فعالیتونو کي تر ټولو مهم کار دا بلل سوی و چي څلور کاله مي په داوطلبانه ډول له يوې محلي راډيو سره کار کړی و. د دې پروګرام موثريت او اهميت دا و چي د دې پروګرام له لاري مو ښځو ته عامه پوهاوی ورکړی و. ددې سره سره د فیفا ادارې سره په داوطلبانه ډول د کندهار ولایتي مسولي په توګه کار کوم.

کله چي خبره سوم چي مډال مي ګټلی دی، نو ډېره حيرانه سوم، د حيرانۍ علت مي دا و چي زموږ په ټولنه کي د ښځو لپاره په راډيو کي کار کول عیب ګڼل کېږي او آن دا چي ډېری نجوني خپل اصلي نومونه هم نه سي يادولای، خو دا اداره بيا زما دا کار ستايي او ما ته یې مډال راکړی. نوري نجوني خو څه کوې زه به د ځان خبره وکړم. زما کورنۍ تر اخیره پوري زما د دي کار خلاف وه او په راډيو کي زما کار ته يې په ښه سترګه نه کتله، خو بیا هم ما د دې ټولو مخالفتونو سره سره خپل کار ته دوام ورکړ او دا کار مي د خپلي ټولني، په تېره بيا ښځو لپاره ستر خدمت باله.

 ما څلور کاله په هلمند ولایت کي د (موسکا) راډیو سره په ژوندۍ بڼه د (ژوند او مېرمن) په نوم خپرونه چلوله او په دې خپرونه کي مو د ښځو پر زده کړه، پوهي، حقوقي، فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو باندي بحث کاوه. ښځو  به د ټیلیفون له لاري خپلي ستونزي راسره شریکولې او د خپروني مېلمنې به د حل لپاره هغوی ته لازمي مشورې ورکولې.

زه باور لرمه چي تر ما ډېري تکړه او بااستعداده خويندي په را‌ډيوګانو کي کار کوي، هم يې ډېر زيار ګالي او هم يې د کار کيفیت ښه دی، خو دا زما نېکمرغي ده چي دا مډال ما ته راکول سو. د يادوني وړ ده چي دا سيالي تیر کال د هندوستان په بمبېشور ښار کي تر سره سوې وه او سږ کال د سري لنکا په مرکز (کولمبو) ښار کي تر سره سول چي شا او خوا د (۲۰)   هیوادونو استازو پدې پروګرام کي ګډون درلود. پدې پروګرام کښي د افغانستان په استازیتوب ښاغلي محمد اشرف حېدري هم ګډون وکړ چي په سري لنکا کي څو اوونۍ مخکي د افغانستان سفیر ټاکل سوی دی، که څه هم ښاغلی د پروګرام په اړه خبر نه وو خو زموږ په بلنه یې خپل ټوله کارونه پریښود او د افغانستان په استازیتوب یې پروګرام کي ګډون وکړ. ښاغلی حېدري د خپل استعداد پر اساس په پروګرام کي د داور په صفت هم وټاکل سو. ددې تر څنګ د افغانستان په نمایندګی ښاغلي سید رحیم موسوي او ښاغلي الیاس اسرار هم ګډون درلود او ښاغلی موسوي د وینا کوونکو څخه یو تن هم وو چي په ډیره ښه توګه یې خپله وینا وړاندي کړه.

 پدې سیالۍ کښي د ښځو په نمایندګي ما د ښه خدمتګاري انجلۍ او په نارینوو کښي ښاغلي پامیر حساس خپل ملت ته د ښه خدمتګار ځوان جایزه تر لاسه کړ.

زه ددې جایزې مبارکي هغه ټولو انجونو او ښځو ته وایمه چي د ګڼ شمیر کلتوري محدودیتونو سربیره ټولني ته خدمت ترسره کیی او د کلک هوډ سره مخ پر وړاندي رواني دي. افغان مېرمني هم د نړې د نورو ښځو په شان د ژوند په هره برخه او میدان کي کار کولای سي خو بس خبره ټوله د فرصت او زمینه سازي ده که چیري افغان مېرمنی هم د نورو هیوادونو په شان په ټولنیزو موضوعاتو کي فرصتونه ولري او زمینه سازي ورته وسي نو هغه ورځ به لیري نه یی چي د نړۍ د نورو هیوادونو د کامیابو ښځو په قطار کي به د افغانستان ښځو نوم هم لکه لمر وځلیږي.

د یادوني وړ ده چي زه د افغانستان په استازیتوب د جنوبي آسيا د ښځو د کمېسیون د یوې غړي په صفت هم وټاکل سوم.

د نړۍ له سیالۍ وروسته پاته افغانستان هر ځوان او ځوانه دي لکه لمر وځلیږي، هغه که زه یم او یا نور افغان ځوانان.

نسیمه باري

هلمند، لښکرګاه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *