عمر دراز مروت

زه په ترخه خبره مرم، عمر دراز مروته      زما د قتل ډېر سوچونه دي ياران نه کوي

عمر دراز مروتــه، عمر دي”دراز” نه و، د چا په “ترخه خبره” مړ شوې؟ فيسبوک مي خـلاص کړ، پر دې دردوونکې جمله مي سترګي ولـګـېدې:

“زموږ خوږ، عزتمن ملګري نامتو شاعر عمر دراز مروت هم د دې فاني دنيا نه سترګي پټي کړې”

زړه مي نه منلـه چي هـغـه شـاعـر دي مړ شي چي زهرو نـه واژه، زارۍ ئې وژني او پـه ترخـه خبره مـري. وروسـتـه چي ډيـرو مـلګـرو دا غمګيـن او دروونکی خبر خپـور کړ، ومـي ومنلـه چي مرګ عمردراز مروت شـاعـر هـم نـه پـرېنښود. د مـرګ خـبر ئې ودردولم او د ځوانۍ او ژونـد تصويرونـه مي ئې بيـا ـ بيـا وکتـل او دې بــيتـونو مي پـه ذهن کي انـګازې وکـړې.

داسي مي ياد وې چي بېخي مي له زړګي نه وتې    داسي مي هېر شوې لکـه خدای چي پيدا کړی نـه يې

 زه به په غم باندي ننينـه کړم خپل زړګی تر عمره     خو کـه تم کيږي ستـا د عمر پسرلی تـر عمـره

زمـا د سترګو تر نظر بلا پی مخي تـېر شـول       خو د يوه سړي ښايست مي زړه کي ځای کړی دی

 زه پـه قاتـل او مقتـول دواړو ژاړم      قـاتل مي ځـان دی او قتـلېږمـه زه

عمردرازمروت يو خودداره پښتـون، ميـن او لېونی شاعر و. همدا خود داري، مينه او لېـونتوب ئې پـه شاعرۍ کي ثـابـت کړي دي.

د خود دارۍ هغه پـړاو تـه راغـلم     په زهرو نـه مرم، خو زارۍ مي وژنـي

هغه چي ويـل ئې بغير له يار عمر دراز مروتـه يـوه نـه مني     دا مي په څه بـلا اختـه کړ خپل زړګی تر عمره

نن ئې هغه مين، لېونی او له ده نه ياغي زړګی ودرېد، د يار خبره ئې هم نـه منله.

هغه شور چـوپ شو او هغه فريـاد هم غلی شـو چي ويـل ئې

دا سـتا سره دا ستـا ټولو يـادو کړې کډي بـار     هند کي تـا نـه پس افغـانـان نـه پاتي کـېدل

 هغه د ميني شور او پښتون اواز خاموش شو چي لـه پښتونخوا نـه پـه راتاو شويو لمبو کي سوځـېده او ويلي ئې وو:

دغه ده تاو ئې نن تر ګردي پښتونخوا راتـاو شـو     زه لا ماشوم وم چي لـيدې به مي لـه غرو نـه لمبې

هغه چي ويـل ئې

زه بـه د زړه په بې صبرۍ د صبر تيږه کښېږدم      له ما بغيره به ئې شل نه کړي لالی تر عمره

 نن ئې هغه بې صبره زړه د تـل لپاره صبر شو

هغه چي ويل ئې رقيب که هر څه دی بيا هم عمر دراز مروتـه    د يار د سترګو انتـخاب ئې ښه پر ځای کړی دی

هــغه عمر دراز مروت له دې فاني نړۍ نه سترګي پټي کړې، د پښتو ادب له کوره يـوه هستـي د تـل لپــاره ولاړه او د پـښتـو شـعر لـه اسمانــه هغه لمر چي تندر نيولی و(نـاروغ و، رنـځورو) پـرېـووت.

خو کـاش د دې هستۍ مو پـه ژونــد قـدر او خدمت کړی وای، د نـاروغۍ منګـولو تــه نـه وای رسېـدلای. عمر دراز مـروتـه تـه کـه ولاړې، «د حالاتو پـه تورتم کي» رانـه ورک شوې، د پښتو شـعـر ګـلسـتـان ستا له نغمو محروم شو خو شکـر هنر دي پـاتـه دی، شاعري دي ژونـدۍ ده او يـاد دي تـلپاتي. اروا دي ښاده، پر ګور دي نور او جنت دي ځاى شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *