د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی فیصل

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره هماغسي چې د امریکا  ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی، د امریکا غوښتنې ته تسلیم نه شي.

د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس دا جمله د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی له عکس سره خپره کړې خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد نن په ارګ کې له ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته مسکو ته روان شو.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د سیمې یو شمېر هیوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

پرون عمران خان له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روانه اوونۍ د افغانستان او پاکستان په شمول د سیمې ۸ هیوادونو ته سفر پیل کړ.

خلیلزاد د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان د سولې او د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان پر رول خبرې وکړې.

خلیلزاد په داسې وخت پاکستان ته ورسېد چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ عمران خان ته یو لیک واستاوه او له هغه یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي عمران خان د سیمه ییزې سولې لپاره هلوځلو ته خپله ژمنه څرګنده کړه، ده د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له پاکستان څخه د همکارۍ د غوښتنې په اړه د ولسمشر ټرمپ د لیک هرکلی هم وکړ.

خبري اژانسونو ویلي چې عمران خان کومه داسې ژمنه ونه کړه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي.

One thought on “پاکستان وايي، د افغانستان په اړه به د امریکا غوښتنو ته غاړه کښېنږدي”
  1. دا هسې یوه لوبه او ډرامه ده، اوس ثابتیږي چې طالب هسې یو نوم دی اوټول جنګ پاکستان کوي. نو که امریکا او ناټو په رښتیا جنګ ختمول غواړي او کومه ډرامه نه کوي نو ددې په ځای چې په افغانستان کې اډې او مرکزونه جوړوي باید په پاکستان کې جنګ وکړي. اسامه هلته و ملاعمر هلته،منصور اوحقاني هلته. نو پدې اساس د نړیوالو په پاکستان حمله نه کول ډير سوالونه پيدا کوي اوددوی په افغانستان کېد جنګ دوام،لوبه او ډرامه ثابتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *