مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د لېندۍ د میاشتې په څوارلسمه ڼېته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې د رڼا کلنۍ مشاعره جوړه کړه.

په دې غونډه کې د مېرمن بهیرد دارالانشا مشرې اغلې ساهرې شریف په پرانستې وینا کې د مېرمن بهیر په فعالیتونو او د رڼا مشاعرې په ارزښت خبرې وکړې. اغلې شریف وویل، د مېرمن بهیر اساسی موخې د ښځمنو فرهنګی او ټولنیزو فعالیتونو ته وده ورکول دي او به تېرو لسو کلنو کې تر ډېره خپلو موخو ته رسېدلی دی او راتلونکي به هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هر کال د فرهنګیالو د فرهنګي هڅو د درناوی او قدردانۍ په پار د رڼا مشاعره لمانځي. همدارنګه اغلې ساهرې شریف د مېرمن بهیر هغه فعالیتونه هم څرګند کړل چې له هېواده بهر د بهیر په وسیله د ښځینه ادبیاتو په پېژندنه کې یې ونډه درلوده، هغې وویل، په لندن کې د مېرمن بهیر په مرسته د لنډیو یو کتاب له انګلیسي ژباړې سره خپور شوی، چې نړیوالو ته د لنډیو او د پښتو ښځینه ادب په پېژندنه کې ګټور اثر دی. همدارنګه میرمن شریف د میرمن بهیر د پلاوي د هغه سفر په اړه هم معلومات وړاندې کړل چې د فرانسې هیواد ته یې درلود. نوموړې وویل چې په فرانسې کې د میرمن بهیر د غړو له شعرونو څخه په زړه پورې تیاترونه او پروګرامونه جوړ شوي وو چې نړیوالو ته یې د افغاني ادبیاتو په پيژندلو کې ډيره رغنده ونډه لرله او د فرانسې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې دا د تیاتر صحنې نندارې ته وړاندې شوې.
په دې غونډه کې مینې ابراهیم خېل د بهیر د جوړېدو او فعالیتونو په هکله پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې د مېرمن بهیر د تېرو لسو کلونو پرمختګونه او فعالیتونه په کې تصویر شوي وو.

د رڼا مشاعرې د دریو غوره شعرونو لپاره ازاده مشاعره د غونډې دویمه برخه کې د رڼا کلنۍ مشاعرې د دریو غوره شعرونو لپاره ازاده مشاعره وشوه. سږ کال د رڼا مشاعرې خاصه ځانګړنه دا وه چې بهر مېشې شاعرانې هم پکې بې برخې نه وې او په خپلوغږونو کې یې خپل دکلمه شوي ویډویي او غږیز شعرونه رڼا مشاعرې ته رالېږلي وو. ملالۍ بشیر، اسیه محرابي، مصومه غرنۍ، هیله غرڅنۍ، هما ظفر احمدزۍ ، اناهیتا روهي، رحیمه پښتونجار هغه شاعرانې وې چې دکلمه شوي ویډویي او غږیز شعرونه یې په مشاعره کې خپاره شول.

د رڼا مشاعرې درې غوره شعرونه

له ازادې شاعرې وروسته د شعرونو د غوراوي لپاره ټاکل شوي هییت د رڼا مشاعرې درې غوره شعرونه اعلان کړل. سږکال د رڼا مشاعرې لومړۍ درجې شعر جایزه د مریم صافۍ شعر واخیسته، دویمه جایزه د ملالۍ بشیر شعر ته ورکړل شوه چې له پراګ څخه یې په ویډیي بڼه مشاعرې ته رالېږلی و او همدرانګه د درېیمې درجې شعر جایزه په پېښور کې مېشتې شاعرې هما ظفر احمدزۍ شعر وګاټه چې له پېښورڅخه یې په غږیزه بڼه مشاعرې ته رالېږلی و.

د رڼا مشاعرې غوره فرهنګیالۍ

مېرمن بهیر نه یوازي دا چې په کابل کې فعالیت کوي بلکې تر همدغه نوم او چتر لاندې په ځینو ولایتونو کې څانګي لري چې فرهنګپالې ښځمنې خپل فعالیتونه په نظم ډول سرته رسوي. مېرمن بهیر سږ کال وپتېیله چې د غورې فرهنګیالۍ جایزه به په ولایتونو کې د فرهنګي فعالیتونو فرهنګیالۍ ته بېله وي چې سږ کال د رڼا مشاعرې غورې فرهنګیالۍ جایزه په هلمند کې مدني فعالې، ژورنالیستې او شاعرې خاطرې فیضي ته ورکړل شوه.

اغلې خاطره فیضي په سختو شرایطو کې په هملند کې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي چې د دغې مبارزې تر څنګ تکړه شاعره، لیکواله او ژورنالیسته هم ده او د شعر په ژبه خپلې مبارزې ته د شعر د خوږو لفظونو خوږوالی وربښي او د شعر په برخه کې یې درې شعري تولګې خپرې شوي دي.

د رڼا مشاعره، غورې فرهنګیالي ته د جایزې په ورکړې او اغلې خاطرې فیضي په شعراو خبرو راټوله او د غرمنۍ په خوړلو پای ته ورسېده.

په مشاعره کې د مېرمن بهیر د غړو تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي چارواکو، د ادب او هنر مینه والو هم ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *