د استاد مصطفی صفا دي قلم ګړندی او پر ګوتو برکت وي چي نړيوال ادبيات کتاب ئې په خوږه، روانه او اسانـه ژبه ليکلی، ګودر خپرندويه ټولنه دي هم ودانه وي چي دا کتاب ئې پـه ښکلي صحافت چاپ کړی او زموږ تر لاسونو ئې راورسـوه.
د ولټر پـه اړه مي پـکي ولوستل: فرانسوا ماري ولټر د فرانسې نوميالی، متفکر، شاعر، طنزليکونکی او فيلسوف و چي څېړونکو د خندان فيلسوف په نوم هم ياد کړی دی. مشهور امريکايي مورخ«ويل ډورانټ» د ولټر په هکله ليکلي:« که ايټاليا د رنسانس دوره لري او المان د سمون عصر، همداسي فرانسه هم دا وخت تر دوی وروسته نه ده ځکـه دوی ولټر لري.»
د ولټر له کورنۍ سره په ګاونډ کي يوه مشهوره ښځه د «دولانکو» په نامه اوسېدله؛ هغې چي کله ولټر په کوچنيوالي وليد نو وئې ويل:«دا هلک نابغه دی» په دې توګه ئې وصيت وکړ چي زما له مرګ نه وروسته به دوه زره فرانکه زما له شتو څخه دغه هلک ته د دې لپاره ورکوئ چي ځانته کتابونه ورباندي واخلي. ولټر خپل لومړني معلومات له همدغو کتابونو، ښوونځي او له يوه کشيش څخه تر لاسه کړل. په دې ترتيب د نورو مطالعاتو او د خپل پلار له پرلپسې ټينګار له امله د يوه اورژبي، ټوکمار او هوښيار ځوان په بڼه راښکاره شو تر دې چي قلم ته ئې لاس کړ او وئې ويل: «تر څو چي د ادب قلم زما په لاس کي وي د بادشاهۍ د تاج پروا هم نه لرم.»
ولټر په خپل ژوند کي ۹۹ کتابونه وليکل… د خپل سرشوخه ژوند تر څنګ يو زيات کاره انسان و او په دې اړه به ئې ويل:«کار نه کول، له ژوند نه کولو سره برابر دي.» همدا سبب و چي د ۸۴کلونو په عمر مړ شو نو څېړونکو به ويل چي ولټر په خپلو کارونو دومره بوخت و چي د مړيني لپاره ئې وخت نه درلود.
د ولټر د جنازې په مراسمو کي «يو لک» تنو ګډون درلود او «شپېتو لکو» نورو کسانو ئې له کوڅو، واټونو او بامونو څخه ننداره کوله او پاريس ته ئې د جسد د وړلو پر مهال تابوت ليکلي وو:(دغه سړي د بشر ذهن ته ټکان ورکړ او زموږ لپاره ئې ازادي جوړه کړه.) د ده د قبر په تيږه يوازي دا درې کلمې ليکل شوي دي: (دلـتـه ولټـر ويـده دی)