ولسمشر کرزي یو ځل بیا په خپل هغه دريځ ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ خلاف جګړه په افغانستان کې ناحقه ده او باید دا جګړه د هغوی اصلي مرکزونو ته ولېږدول شي.
ولسمشر کرزي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، په امنیتي برخه کې د ناټو کړنې د افغانانو د کړاو سبب شوې دي، ډېری وګړي د جګړې قرباني شوي او هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
هغه ویلي چې ناټو په غلط ډول د دې پرځای چې پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو له منځه وړلو لپاره د جګړې پام ورټول کړي، د افغانستان په کلیو کې یې د جګړې تمرکز ډېر کړی و.
نوموړي ویلي، چې تر هرڅه ډېر یې لومړیتوب د امنیت او سولې راتلل دي، ان تر دې چې له طالبانو سره د واک شریکولو ته هم چمتو دی.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر کرزی د وسله والو طالبانو او القاعدې پر اصلي پټنځایونو د جګړې د تمرکز خبره کوي. بلکې ولسمشر کرزي په وار وار ویلي، چې جګړه دې له پولې پورې خوا هغو سیمو ته یوړل شي، چېرته چې طالبان خوندي پټنځایونه، د روزنې مرکزونه او د تجهیز ځایونه لري.
په تېرو څو کلونو کې د ولسمشر کرزي دې خبرو ته نړۍ وال اېتلاف او په ځانګړي ډول امریکا پاملرنه ونه کړه.
هغه مهال چې امریکا د پاکستان په یوه خوندي پوځي سیمه کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه، ولسمشر کرزي په خپل غبرګون کې بیا دا خبره تازه کړه او ویې ویل، اوس روښانه شوه چې د القاعدې او وسله والو اصلي مرکزونه چېرې دي، چېرته یې مشران اوسي او له کومه ځایه نړۍ ګواښي.
دا د نړۍ والو ځواکونو لپاره ښه موقع وه چې د القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف یې په پاکستان کې عملیات پيل کړي وای او جګړه یې د افغانستان له کلیو او بانډو هلته وړې وای.
د ولسمشر کرزي دا منطق پر ځای دی او تر هغې چې ستونزه په نطفه کې ختمه شي په افغانستان کې هېڅکله نشي ختمېدلای.
پاکستان سره له دې چې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د امریکا ملاتړی ګڼل کېږي؛ خو په حقیقت کې يې د امریکا ملا ماته کړې او په شا یې په خنجر وهلې ده. پاکستان په تېرو دولسو کلونو کې له طالبانو او حقاني شبکې خپل ملاتړ جاري ساتلی تر دې حده چې امریکايي چارواکي هم پرې ښه خبر دي.
په وار وار ډېرو امریکايي چارواکیو ویلي، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي. حتی د امریکا پخواني لوی درستیز مایک مولن حقاني شبکه د پاکستان عملیاتي شاخه ګڼلې وه. خو له دې ټولو حقایقو سره سره، له دولسو کلونو را وروسته لا هم دا پوښتنه پيدا کېږي، چې ولې جګړه په افغانستان کې روانه ده؟ هغه ځپونکې او وژونکې جګړه چې تر اوسه په کې زرګونه بې ګناه افغانان وژ ل شوي دي. د همدې وژنو او ځورونو له امله د افغان دولت او امریکا تر منځ اړیکې زیانمنې شوې. ولسمشر کرزی په حقه و چې ووايي، ملکي افغانان باید ونه وژل شي. د دې وژنو د تکرار له امله حتی ولسمشر دې توند غبرګون ته هم اړ شو که نړۍ وال خپل سري عملیات ونه دروي دوی به یرغلګر اعلان کړي. دا د مجبوریت د انتها ښکارندوی وه.
امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې او دغه تېروتنې د دې لامل شوې، چې مخالفتونه یې ډېر شي او پاکستان په ځانګړي ډول د دې هېواد پوځ او استخباراتو له دې تېروتنو ښه ګټه پورته کړه.
همدغه تېروتنې د دې لامل شوې چې په افغانانو کې د امریکا ضد روحیه پیاوړې شي او له همدې ځایه ده چې ولسمشر وايي، په امنیتي برخه کې د ناټو هڅې د خلکو د ځورونې لامل شوي دي.
ولسمشر کرزی به تر پایه په دې دریځ ولاړ وي. دغه راز به له امریکا نه راتلونکی ولسمشر هم دغه غوښتنه کوي، چې ولې جګړه د پاکستان پرځای چې د وسله والو مرکزونه په کې دي د افغانستان په کلیو او بانډو کې روانه ده؟ په دې اړه شکونه او ابهامات هغه وخت لا پسې ډېرېږي، چې امریکايي چارواکي هم په دې پوهېږي چې پاکستان له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، په پاکستان کې یې خوندي مرکزونه شته؛ خو بیا یې هم پر وړاندې غبرګون نه ښيي او په افغانستان کې ړندې جګړې ته دوام ورکوي.تر اوسه امریکا په دې اړه یو روښانه او منطقي دلیل هم نه دی وړاندې کړی او په ګونګه ژبه جګړې ته دوام ورکوي. چې تر شا یې ډېرې پوښتنې ناځوابه پرېښې دي.
ولسمشر کرزی پوهېږي که په پاکستان کې د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو اصلي مرکزونه د نړي والو ځواکون تر برید لاندې ونیول شي او په افغانستان کې جګړه بنده شي او پاکستان تر سختو فشارونو لاندې ونیول شي، نو ورسره په افغانستان کې امن او سوله راتلی شي. طالبان به سولې ته غاړه کېږدي او افغان امنیتي ځواکونه به په بشپړ دول د خپلې خاورې د ساتنې جوګه شي. له همدې امله یې د ستراتېژيک تړون د لاسلیک لپاره یو شرط په افغانستان کې د سولې راوستل ايښی دی. دا یوه منطقي غوښتنه ده.
په تېرو دولسو کلونو کې امریکا د افغانستان په خاوره کې د جګړې له لارې بریا خپله نه کړه او بلاخره یې خبرو ته غاړه کېښوده. کوم چارواکي چې د بریا خبره کوي په حقیقت کې په دې ډاډه دي چې بریا یې نه ده خپله کړې.
اوس هم که امریکا او نړۍ وال اېتلاف په افغانستان کې د جګړې پر ستراتېژۍ له سره غور ونه کړي او جګړه په وسله والو پسې د هغوی کورونو او اصلي مرکزونو ته یونسي، نو په افغانستان کې به دولس کاله جګړه نوره هم سوله رانه ولي او نه به طالبان مات شي. امریکا باید دغه ابهامات ختم کړي، سره له دې چې پوهېږي د وسله والو اصلي روزنځایونه په پاکستان کې دي؛ خو دوی ورسره مبارزه په افغانستان کې کوي. د دې مبارزې زیان له ګټې ډېر دی او هېڅکله به نړۍ وال هغه هدف ته ونه رسوي، چې په افغانستان کې د سولې راوستل، د نړۍ په ځانګړي ډول د لوېدیځ په امن کول او د القاعدې له منځه وړل دي. ځکه دا مبارزه واقعي او په حقیقت بناء مبارزې ته اړتیا لري، چې هغه په پاکستان کې د وسله والو خلاف جګړه او په دې برخه کې رښتینې مرستې ته د پاکستان د اړ کېدو لپاره پرې د سیاسي او اقتصادي فشارونو راوړل دي.
ګرداب ورځپاڼه
.ډیره مننه خوځون صیب رښتنینی لیکنه موکړیده
زه دښاغلی کرزی دخبرو سره سل په سلو کی موافق یم، ای دنیاوالو که دتروریزم اصلی ځاله، اډه، سټه ریښه اوزیلۍ له مینځه لاړی نشی، په یاد ولری هرچیرته چه لاړ شي سبا به بیرته راګرځی اودغه ځاله به ورانوی، نوښه به داوی چه اوس ښه وخت دی اوددغه ځالی غم وخوری که نه بیا به وروسته ارمان کوی.
دښاغلی کرزی خبری ته پوره غوږ کیږدی، که دغه ځاله ورکه شوه هم به مونږارام شو اوهم به تاسو ارام شۍ.