حامد سالارزی
حامد سالارزی
په جګړه ییز انقلاب کې رالوی شوي نسل د روان وضعیت د بهبود او ښه والي لپاره اراده وکړه، د تغیر ګامونه یې پورته کړل، د سر خطره یې ومنله، نر و ښځې د رایو مرکزونو ته ولاړې او خپلو ټاکلو نوماندانو ته یې رایه ورکړه. د رایې تر همدې صندوقه ډېر لا ونه رسېدل، د دښمن لخوا ووژل شول، ګوتې یې پرې شوې او په رنګارنګو تهمتونو ورټل شول. بالاخره له هر اړخه خلکو ته  دا ننګوونکې پروسه پای ته ورسېده او ولس د هر راز خطراتو په قبلولو نړۍ ته وښوده، چې پر ډیموکراسۍ باورمند دي او له لارې یې په هېواد کې د مثبت تغیر غوښتنې ته مایله. خو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون د ټاکنو په برخه کې د خلکو ډېموکراتیک تمثیل بابېزه وګاڼه او تېره ورځ یې د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې او په خپل دې عمل سره یې خلک هک- پک کړل. که څه هم دا کمیسون د خپل کاري طرزالعمل له مخې دنده لري، چې ټاکنیزو شکایتونو ته رسیده ګي او وروسته یې په اړه د څېړنو او بررسیو له مخې پرېکړه وکړي؛ خو بیا هم دې کمیسون د یو بې ساري اقدام له لارې په تېرو ټاکنو کې د پلازمېنې کابل ټولې رایې لغوه کړې، چې ورسره یې د خلکو او اړونده بنسټونو سخت غبرګونونه هم راوپارول.
د افغانستان په څېر هېواد، چې کلونه یې د جګړو په اور کې تېر کړي، د ګاونډیانو او نړیوالو د شخصي ګټو ډګر ګرځېدلی او له پرمختګه ډېر وروسته پاتې دی، په ټاکنیزه پروسه کې یې د فساد او درغلۍ هېڅ شک نشته، ځکه جګړې دلته ګڼې بدمرغۍ زېږولي، خلک یې د ژوند له واقعي مفهومه لرې ساتلي او همدې روان وضعیت فقر، غربت، بېسوادي، ناقانوني او وروسته پاتې والی رامنځ ته کړی، د نورو په لمسون او ملاتړ یې جنګي او زورواکې ډلې او ټپلې پیدا کړي او همدا ډلې د حکومت له کمزورۍ او د قانون د نه تطبیق څخه په ګټنې خپلو ناقانونیو ته دوام ورکوي. خو په نسبي ډول د نړیوالو په مرسته او کومک، تر هغه ځایه چې یې حکومتي بنسټونه تر یوه حده تقویه کړي، باید چې په اوسط ډول یې بدلون هم محسوس شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون دنده دا وه، چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړې وای، درغلګر یې معلوم کړي وای او بې له کوم زور او فشار څخه یې د کابل ولایت د ټاکنو د پایلو اعلان کړی وای.
په داسې یو وضعیت کې، چې حکومت له ګڼو داخلي او بهرنیو ستونزو او ننګونو سره مخ دی او په هېواد کې جګړه ایز حالت حاکم دی، د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون دا پرېکړه چې په یاد ولایت کې دې له سره ټاکنې ترسره شي، یوه غیرې معقوله او نامناسبه پرېکړه ده. د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون له دې پرېکړې سره خپل شتون تر سوال لاندې راوست او خلک یې هم اندېښمن کړل، چې د کوم دلیل له مخې یې د نږدې یو میلیون خلکو رایې هېڅ وګڼلې او د بطلان کرښه یې پرې راښکله!؟
په تېرو ټاکنو کې خلکو په پراخ ډول ګډون وکړ، هرراز ننګونې یې ومنلې، د رایو مرکزونو ته ورغلل او د سر په بیه یې خپلې رایې وکارولې، هم مهاله په همدې ورځ د دښمن په بریدونو کې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان شول؛ خو بیا هم دا پروسه په بریالیتوب ترسره شوه او خلکو خپلې رایې بې له کوم ډار او وېرې وکارولې.
بیاځلې ټاکنې نه یواځې دا، چې له یوې خوا د خلکو سپيڅلو ارادو، قربانیو او سرښندنو ته سپکاوی دی، له بلې خوا په روان وضعیت کې حکومت ته یو بل لوی سرخوږی دی، ځکه حکومت او نړیوالو عملآ یوه بله ډېره مهمه پروسه، چې له طالبانو سره د سولې خبرې دي، په مخه کړې او په دې برخه کې په کار ده، چې یوه ښه نتیجه لاس ته راشي. که چېرې حکومت خپلې داخلي ستونزې تر یوه بریده هوارې نه کړي او پام دغې مهمې پروسې ته وانړوي؛ نو ستونزمنه ده، چې دا پروسه دې هم بریالۍ او نتیجه بخشه وي. که بیا ټاکنې کېږي، ددې تضمین نشته، چې هېڅ امنیتي پېښه دې نه رامنځ ته کیږي او زمونږ بې ګناه وګړي دې نه شهیدان کیږي، دا څوک نشي ویلی، چې بیا دې درغلۍ نه کېږي او دا هم له امکانه لرې نه ده، چې بیا دې د دښمن لخوا خونړي بریدونه نه کیږي. له دې سره په خوا کې بیاځلي ټاکنې پراخه بودیجه غواړي، مصارف پرې راځي او ښه خواري؛ نو ښه به دا وي، چې د همدې ټاکنو پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې او له مخې یې پرېکړه وشي. په دې سره به هم د یو محتاج هېواد، چې د نورو په پیسو تر یوه حده خپلې چارې مخته وړي، د مصارفو مخه نیول شوي وي، هم به هېواد تر ډېره له داخلي بې ثباتیو په امن کې پاتې وي او مهمه دا چې، د دښمن بیاځلي شوم پلانونه شنډ او د بې ګنا وګړو د وینو تویدو مخه به نیول شوي وي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون کړې پرېکړه هم د نه منلو وړ ګڼلې او دا یې د خلکو رایو ته سپکاوی یاد کړی. په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي هم دا پرېکړه نامناسبه بللې او په دې برخه کې یې د تجدید نظر غوښتنه کړې. ددې په خوا کې د ټاکنو اړونده بنسټونو، د نظر خاوندانو او عامو خلکو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسون د کړې پرېکړې پر وړاندې خپل سخت غبرګونونه ښودلي او بیاځلي ټاکنې يې یو ستونزمن کار او د خلکو له ژوند سره لوبې بللي.
پر ټاکنیزو پروسو د خلکو د باور ساتلو لپاره یواځینۍ لار همداده، چې د ټاکنو اړونده ادارې دې له مسئولیته فرار نه کوي او په درست شکل دې کارول شوې رایې وڅېړي، ستونزه دې معلومه او له ولس سره شریکه کړي، پرته له دې به هغه باور، چې په دې برخه کې خلکو ترلاسه کړی، له لاسه ورکړي او په نورو راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو ونډه کمرنګه او په نشت حساب وي، چې دا چاره به حکومت لاپسې له ګڼو نورو ستونزو سره مخ کړي او حکومتوالي به یې نه جبرانېدونکی ټکان وویني.
One thought on “رابېداره شوی ولسي شعور؛ خو د ټاکنیز کمیسون ملنډې”
  1. که زموږ د پاره په کار کی ښه نیت یعنی د خدای رضا او د خلکو خدمت او دملی ګټو ساتنه وی نو هیڅکله هم داسی څه نه رامینځته کیږی چی ښی پایلی ونلری ، خو که هر شی ته د جاهلی تعصباتو له ککړو عینکو وکتل شی همیشه به پایلی د ملی ګټو خلاف او مظلوم ملت ته بله څپیړه او درد و غم وی
    تنظیمی،قومی،ژبنی او نور جاهلی تعصبات هغه عوامل دی چی تیرو څلورو لسیزو کی زموږ د ملت وینه زبیښلی، زموږ بریاوی تباه کړی او دښمن ته د پرمختګ زمینی برابری کړی او زموږ ملی حاکمیت یی تضعیف کړی
    نو نباید نور نا اهل تجربه شی ، یواځی دینی معیارونه دی چی انسان ته ،اعتبار ورکوی خو که د جاهلی تعصباتو په معیارونو د ملت کارونه او خدمات وویشل شی نه تنها کار پاتی کیږی بلکی د امتیازاتو او صلاحیت نه په استفادی، دی ملت ته نوری چاړی تیریږی
    نو درونی استحکام او مرصوص صف د حکامو یواځینی د بری لار ده چی هم قوت لری او هم د ننه او باندی اثر،
    نور ملحوظات قابل توجه ندی او نباید نور تجربه شی ، زیاته تجربه یی رقص مرده ته ورته تجربه ده ، دا ملت هم حق لری چی انسان غوندی ژوند وکړی او باعزته ژوند ولری او دا په نامه سیاسیون او اصل کی د مؤمن قهرمان ملت دښمنان او د جهاد غلو ته د ملت واکی سپارل، تعاون له شر،تجاوز او ګناه سره دی
    الله عزیز ذو انتقام ذات دی ذلیل او تباه کړی هغه چی موږ یی تباه کړی یو ، الله دی هغه د خپل رحمت نه محروم کړی چی موږ له ښه ژوند محروموی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *