نورمحمد سعید

 د ډیلي ‘حضرت نظام الدین’ ریل سټېشن پر چوترې د هرکلي لپاره زرګونه خلک راته ولاړ وو. منځ ته یې چې ورسېدم، له خوښۍ یې نارې کړې. د حیرانۍ دا وه چې یوه هم نه راکتل.

زړه کې راتېر شول د ناوخته کېدو بښنه به ترې وغواړم، د زاړه ډیلي له ګڼې ګوڼې به شکایت ورته وکړم، د حکومت له بې غورۍ به سر ورته وټکوم، خو عین دغه وخت یو ریل ګاډی اسټېشن ته ننوت او ناڅاپه خلکو ‘یو فور- شاه رخ’ ناره کړه او ریل ګاډي ته یې ورمنډه کړه.

معلومه شوه چې د همدې ګاډي په یو فور شمېره واګون کې ممثل شاه رخ خان ناست دی او خلک یې یو نظر لیدو ته راغلي.

د شاه رخ لپاره له رخې ډک زړه سره د ټکټ په تلاش ووتم. د کړکۍ مخې ته ولاړ کتار ته مې چې کتل نور مې وار خطا کېده. له دوه – دریو کسانو مې په دې هیله پوښتنه هم وکړه چې ګوندې کومه اسانه لار راوښيي، خو هماغه یوې کړکۍ ته یې ګوته نیوله.

بالاخره یوه سړي برعکس له ما وپوښتل:

–  کشمیری یې؟

چې عرض مې وکړ، له کابله راغلی پردېس مساپر یم، د دویم پوړ زینو ته یې ګوته ونیوه:

–  بهرنیانو ته هلته ټکټ ورکوي!

هلته یو څه اسانی و. څو سیلانیانو پښې غځولې وې او پنډکي یې یوه بل لور ته پراته و او د ټکټ ورکولو سسټم یې هم منظم و.

یوه خېټور بابو د لاس په اشارې ځان ته وبللم او په ډیلي واله انګریزۍ یې راته وویل، چېرې له خیره؟

د دوی په اصطلاح په ګلابي اردو مې عرض وکړ، د مخدوم محی الدین وطن ته روان یم چې ‘تور’ دکن باله شي. ښه ښېبه یې په ځېر راته کتل:

–  پاسپورټ!

ور مې کړ. هره پاڼه یې دوه – درې ځله واړوله. وروسته یې کمپيوټر کې کړچ، کړوچ وکړل او سر یې وګراوه:

–  یره د مکدوم پته خو نه لګي، خو که دکن نه دې مطلب دکشن، یانې اندهرا پر دېش، یانې تلنګانه، یانې سکندراباد سټېشن وي، چې ټکټ درته چمتو کړم؟

سړی دلچسپ و. په خبرو اترو کې یې د اردو، هندي او ریخته بحث راباندې ټکي په ټکي تکرار کړ.

دا یې هم را زده کړل چې پخوانیو هند په دوو برخو وېشلی و، لر او بر یانې اُتر او دکشن چې دغه دکن ښايي د دکشن اوښتې بڼه وي.

په خپل وار مې ورزیاته کړه چې زموږ په ټپو کې هم دکن ډېر یاد شوی، خو عجبه ده چې تور دکن یې ولې باله:

د تور دکن مساپر راغلل

د هدیرې لالې نژدې دی نه راځینه

تر دې هم عجبه دا چې دکن یې یاد کړی، ولې یې اُتر نه دی یاد کړی؟ او که عاشقانو ته یوازې د دکن لاره معلومه وه، چې بې وفا معشوقو یې ورته ویل:

ورځه ورځه تر دکن تېر شي

زه چې پر مخ زلفې لرم بل به یار کړمه

زموږ ګټور علمي او ادبي بحث روان و چې د بابو په کمپیوټر کې چونګا شوه. سړی یو دم په څوکۍ کې سم شو.

په خواشینۍ یې مانیټر ته او بیا ماته وکتل. ما ورته کړه، خیر دی! زموږ برق هم دغسې شی دی، بېرته به راشي. سړي لکه زما خبر نه وي اورېدلې:

–  زموږ شفټ بشپړ شو، سسټم پخپله کمپیوټرونه بندوي، اوس به دې ټکټ څنګه شي؟

پر ځان یې ډېر لعنت، ملامت ووایه چې بې ځایه خبرو کې یې د ټکټ چمتو کولو وخت ضایع کړ، خو کار تر کار تېر و.

البته ټینګه وعده یې وکړه چې ګهیځ به له هر څه مخکې زما ټکټ تیاروي.

دې ته یې ښايي پام نه و چې زه له هوټله رخصت شوی یم، شپه به چېرې تېروم او لګښت به یې څنګه کېږي؟ خو څه ښه وايي چې، پردی غم نیم اختر!

ګهیځ رښتیا وختي ورغلم، خو هلته عجب غوچ ما غوچ و.

د بابوګانو سالون له افریقايي، اروپايي او اسیايي سیلانیانو تر غاړې ډک و او د بېګاني بابو هېڅ پته نه لګېده.

ګول – شول په دروازه کې ولاړ وم، چې یو لنډی بریتور مې څنګ ته ودرېد. په ټیټ غږ یې وویل:

–  ټکټ غواړې؟ دوه سوه روپۍ به دې لګي، سیټ او برت دې په ضمانت کره!

نوم یې کومار رایاد کړ. بې غږه غوږه مې روپۍ ورکړې او سړی د سترګو په رپ کې د انسانانو په سمندر کې ډوب شو.

وروسته اندېشنه راپیدا شوه. د کابل حاجي رایاد شو. هغه هم د ترافیکو ریاست انګړ کې کټ مټ څنګ ته راسره ودرېد او نیم پرې شوی لاس یې رامخې ته کړ. په خواره خوله یې راته وویل:

–  تر څو به د یوې او بلې شعبې مخې ته کتارونو کې ولاړ یې، یو څه مزدوري راکړه، زه به درته کار خلاص کړم، ته به خپل کار پسې ځې او زما پکو سړي به د بچو نفقه وشي!

پخه نښه یې دا راکړه، چې بل وخت دي هم کوم کار و، په ټول ریاست کې د حاجي په نامه مشهور یم.

د اسنادو لګښت او دوه زره افغانۍ ‘مزدوري’ مې ورکړه او پیتاوي ته یې منتظر ودرېدم.

حاجي به اوس هم راځي. یو نیم کال پسې ګرځېدم، په دوه برابره لګښت مې اسناد له سره نوي کړل او چې له چا به مې د حاجي پوښتنه وکړه، یو نیم به ایله موسکی شو او ځینو خدا ترسو به له ما پوښتل، چې هر دویم سړی حاجي دی، کوم حاجي غواړې؟

په همدې وسوسو کې وم چې په خولو کې لت پت کومار مې مخې ته راشین شو.

ټکټ یې راته ونیو، واګون او سیټ نمبر یې راوښوول، موسکی شو او د عسکرو غوندې یې لاس له تندي سره ونیو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *