تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د فوري خبرو لپاره نن کابل ته ورسېد.

کیري په داسي حال کې افغانستان ته سفر کړی چې امریکا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره د امنیتي موافقې د نهايي کولو لپاره د اکتوبر میاشت وروستی ضرب الاجل ټاکلی دی.

د امنیتي موافقې پر سر د افغانستان او امریکا خبرې پر یو لړ مسایلو، چې د افغانستان حکومت یې د خپل هیواد د ملي حاکمیت ته ضروري بولي، د نه موافقې له کبله له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه د روان اکتوبر تر پایه د دې موافقې د نهايي کېدو غوښتونکی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې دوی موافقې ته خوشبینه دي خو د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې له موجود خنډه داسي ښکاري چې ممکن دواړه هیوادونه د میاشتې تر پایه موافقه لاسلیک نه کړای شي.

د افغانستان حکومت وايي چې امریکا باید له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په کلیو کې عملیات ودروي او پر افغانستان د بهرني یرغل په وړاندې د افغانستان دفاع وکړي.

که موافقه لاسلیک نه شي نو له ۲۰۱۴ وروسته به هیڅ امریکايي پوځي په افغانستان کې پاتې نه شي.

له جان کیري سره د افغانستان په سفر کې ملګرو امریکايي مقاماتو په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، امریکا باور لري چې د اکتوبر په یودېرشمه موافقه ممکنه ده او که دا کار ونه شي نو جدي ستونزې به پېښې شي.

دوی وايي چې که د میاشتې تر پایه پوري موافقه نهايي نه شي له افغانستانه به د ځواکونو د وتلو په راتلونکي مرحله کې لا زیاتې ستونزې جوړې شي.

که امریکا موافقه ونه کړي ښايي د ناټو بل هیڅ غړی په افغانستان کې پوځیان پرېنږدي.

جرمني مخکې لا ویلي چې د اته سوه سرتېرو د پرېښودولو په اړه به خپله ژمنه عملي نه کړي.

حاضردمه په افغانستان کې د ناټو ۸۷ زره پوځیان دېره دي چې ۵۲ زره یې امریکایان دي.

امریکا غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *