تاند- وروسته له دې چې د افغانستان حکومت وویل چې په خپله خاوره کې یې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې او د سروې پړاوونه بشپړولو ته نژدې کړي، ترکمنستان له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې پر دې پروژې کار پیل کړي.
ترکمنستان وايی، هیله لري چې د راتلونکي میلادي کال په مارچ کې به په پاکستان کې د ټاپي نللیکې چارې برانیستل شي.
پاکستان نن /یکشنبه/ وویل چې د ټاپي پروژې اجرايي رييس محمدمراد امانوف د جمعې په ورځ د پاکستان د پیترولیم او طبیعي سرچینو له فدرالي وزیر غلام سرورخان سره ولیدل.
دواړو خواوو د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې او سروې د بشپړېدو په درشل کې دي.
دا وزارت ادعا کوي چې د ټاپي پروژې کار په افغانستان کې له ټاکلي مهالوېش سره سم پرمخ تللی او په خپل وخت به بشپړ شي.