یو څۀ وخت مخکې یوې اتیسټې د ملګرتیا بلنه راولېږلې وه او د منلو غوښتنه یې هم کړې وه. ما یې بلنه ومنله او یو څۀ وخت پس یې یو پوسټ راپس راټګ کړ ، چې ویلی وو چې تا یو خواته د شهید سرتیري انځور پۀ خپل (کؤر فوټو) لګؤلی او بل اړخ ته د اسلام ، چې د وحشت او بربریت دین دی ، دفاع کوې دا څنګه چل دی؟

طالب هم غندې او بلې خواته بیا کلک ولاړ یې د اسلام دښمنان هم غندې. دا خو ته پخپله طالب یې؟

خیر ما ورته وویل پۀ دې به بحث وکړو ، چې ایا دا ته چې څۀ وایې سم دي او کنه غیرې منطقي او تېروتنه کوې.

یو څو وخت پس مې پۀ میسنجر د بحث ورته وویل ، نوموړې وویل چې زۀ د مذهب پر سر بحث ته تیاره نۀ یم او نۀ ماته دومره ارزښت لري چې خپل او ستا قیمتي وخت پرې ضایع کړم او د پوسټ کولو یې بښنه هم وغوښته.

ما ورته وویل:

چې مذهب به پرېږدو کله کله به درنه د اتییزم پۀ اړه پوښتنې کوم. زۀ غواړم پلټنه وکړم.

هو یې وکړل وی سمه ده.

بل ورځ مې مسج ورته وکړ ، چې زمونږ مسلمانان داسې اندي ، چې کافر او داسې نورې ډلې اطمینان او سکون نۀ لري؟

ایا دا خبر واقعي ده او کنه د مذهبي تعصب پر بنسټ ولاړه ده؟

ځواب یې راکړ ، چې نۀ دا خبر سمه نۀ ده. مونږ انسانان یو او د نورو انسانانو پشان کله خفه او کله خوشالیږو او دا لۀ باور او مذهب سره هیڅ تړاو نۀ لري.

ما ویل سمه ده غواړم یؤه بله اړینه پوښتنه درنه وکړم ، چې زما لپاره حیرانونکې ده او هاغه دا چې کوم دلایل او یا بل څۀ تاسو ۱۰۰% باوري کوي ، چې دلته یو مالک او خالق نشته او کائنات پۀ خپل سر چلیږي؟ زۀ د یو مسلمان پۀ حیث لسګونه دلایل لرم ، چې ۱۰۰% مې باوري کوي ، چې دلته یو خالق شته دی.

ایا تاسو هم داسې باوري دلایل لري کنه؟

لنډ یې راته کړل چې زۀ خالق نۀ وینم نو ځکه یې نۀ منم. د پېغمبرانو دا سلسلې او کتابونه هم خلکو خپله جوړ کړي !!

ما ورته کړل ، چې ستاسو د اتیسټانو دا شعار هر ځل وینم ، چې وایي زۀ نۀ غواړم باور ولرم ؛ بلکې غواړم پوه شم. خو که زۀ دا ثابته کړم چې اتیسټان هم باور لري ، نو ځواب به مو څۀ وي ؟

راته کړل یې وی سمه ده زۀ غواړم چې تاسو ماته خالق ثابت کړئ، چې دا قران یې لیکلی!

ما ورته بېرته ځواب ورکړ ، چې لومړی به دا وعده وکړو چې ضد به نۀ کوو او نۀ به د پټو سترګو مقلدین کېږو. سوال او ځواب به مو منطقي ، ساینسي او عقلاني وي. پۀ چټیاتو به ځان سره نۀ غلطوو.

مال لومړی زۀ تا پوښتم ، چې د رب تعالی د نشتون لپاره کوم منطقي ، عقلي او ساینسي دلایل لرې. کوم دلیل چې تاسو مخکې وویل:

(چې زۀ خالق نۀ وینم نو نشته او باور پرې نکوم) غیرې منطقي او عقلاني دی او هم ساینسي بنسټ نۀ لري. کنه راځۀ چې درته روښانه یې کړم.

لومړی دا چې هر وخت نۀ لیدل د یو څۀ د نشتون پۀ مانا نۀ دي. غل چې غلا وکړي او دوه کسه د شاهدي د ارونو مطابق شهادت ورکړي او پۀ مخالفت کې لس میلیونه کسان دعوا وکړي ، چې مونږ خو غل نۀ دی لیدلی، پۀ محاکمه کې د دې دوه کسانو شاهدي قبلیږي، ولې د دې لس میلیونو کسانو شاهدي نۀ قبلیږي ، ځکه دلته که لس میلیونه دعوا کوي ، چې مونږ نۀ دی لیدلی دا نۀ لیدل د غلا پۀ نشتون دلیل نشي کیدای او نۀ اړتیا شته چې غل دې ټول خلک وویني. دوهم ایا تاسو خپل لسم نیکه لیدلی؟

بلکل نۀ! نو دا ایا نۀ لیدل د دې دلیل کیدای شي، چې ستا لسم نیکه شتون نۀ درلود.

دا وو ستا د ځواب غیرې منطقي اړخ  چې هر وخت د شي نۀ لیدل پۀ دې نشي دلیل کیدای چې اړوند شی نشته. مونږ کله کله یو شی نشو لیدلی ولې له نورو نښو نښانو کولای شو چې د یو بل شي د لیدلو باور ولرو. لکه تاسو د خپل پلار او نیکه پۀ لیدلو داسې باور کولای شئ، چې زما لسم یا شلم نیکه هم شتون درلود، چې دا باور کول بیخي منطقي دي. همداسې مونږ الله تعالی نشو لیدلی ، ولې د انسان ، کائناتو او د منظم سیسټم لۀ مخې دا باور لرلی شو ، چې یو خالق شته چې دا هر څۀ یې پیدا کړي او کنټرول یې هم لۀ هماغه سره ده. چې دا باور هم بیخي منطقي دی.

اوس راځم ستا د ځواب غیر عقلاني اړخ ته !

تاسو د ځواب نه دا استنباط کېږي ، چې زۀ باید خالق ووینم ، نو هغې نه پس به دا ومنم چې دلته یو خالق شته. بې لۀ لیدلو یې نۀ منم.

زۀ وایم دا به څومره عقلاني وي ، چې ته د دومره سترو کائناتو خالق ووینې؟

کله چې مونږ د کائناتو د دومره ستر وسیع او پراخه نظام نۀ پرده پورته کوو ، انسان بیخي هک پک کیږي او که د خالق پۀ اړه یې سوچ کوو نو بیخي به زمونږ لۀ عقل او فکر لرې خبر وي. ځکه څوک چې دومره ستا کائنات پنځولی شي ، د هغې ستروالی به څومره وي؟ عقل خو وایي چې هغه به ډېر زیات ستر وي او بیا د داسې ستر ذات مشاهده او پۀ لیباټرۍ کې ټیسټ کؤل به بیخي غیرې عقلاني وي. هو که د هندوانو د بت خبر شي ، کولای شئ دا اوس یې خپله مشاهده او ټیسټ کړئ ، ولې هغه ذات چې مونږ یې د کائناتو پنځونکی بولو ، د مشاهدې او ټیسټ وړ ندی او که مشاهده او ټیسټ شو هغه به پۀ ذمه وارۍ سره د دومره سترو کائناتو پنځونکی نۀ وي.( لکه د هنداونو بت). بله دا خبره اړینه ده ، چې د رب تعالی د وجود کیفیت نامالوم دی. مونږ ته پته نشته ، چې هغه مادي ، معنوي او که کوم بل ډؤل شتون لري ، چې زما د اند لۀ نظره که انسان څومره هم ژور فکر وکړي ، د رب تعالی د شتون کیفیت د هغه د ذهن او وس کار ندی. نو پداسې وضعیت کې چې د رب تعالی د شتون کیفیت نده مالوم ، د هغه د لیدلو خبر کول بیخي لیونتوب او لۀ عقل لرې خبر ده.

دا و ستا د خبرې غیرې عقلاني اړخ!

اوس راځم ستا ځواب د ساینس پۀ رڼا کې ارزوو. نن سبا ساینس دوه میتود د مطالعې لري. لومړی تجربه او دوهم مشاهده. یانې ساینس د یو شي اثبات یا رد پۀ تجربه یا مشاهدې سره کوي. که ساینس ووایي چې دا شی نشته باید پۀ تجربه یا مشاهده یې ثابت کړي ، چې دا شی نشته او که همداسې د شتون خبر وکړي ، باید پۀ تجربه او مشاهده یې ثابت کړي. نو زۀ اوس تا پوښتم چې ته کله وایې ، خدای نشته نو دا د نشتون دعوا پۀ تجربه ولاړه ده او که پۀ مشاهدې؟

زۀ خو وایم نۀ پۀ تجربه ولاړه ده او نۀ پۀ مشاهده ، بلکې د خیټې خبر یې بلی شو. که غواړې ستا خبر ساینسي بڼه اختیار کړي ، نو د اړوندې دعوې لپاره تاسو باید ټول کائناتو ټکی پۀ ټکي مشاهده کړئ. هغه کائنات چې لا هم د پراختیا پۀ حال کې دي او پۀ اټکلي ډؤل د ۲۶۰ میلیارده نوري کالو پراختیا لري او ساینسپوهان ایلکه د ۵۰ بیلیونه او یا لۀ دې لږ زیاته نوري کاله فاصله پۀ ټلسکوپ کتلی شي، د پاتې برخې هیڅ پته نشته. اوس ځینې داسې نظریات راښکاریږي چې

د څو کائناتو(Multi-Universe) د شتون دعوا کوي. پۀ دې صورت کې ته باید د خپلې دعوې د ساینسي کولو لپاره د دې کائناتو د مشاهدې څخه پس هغه نور هم مشاهده کړې او بیا ووایې، چې د ساینسي میتود لۀ مخې خدای نسته، چې دا کار د انسان عمر او نورو شونتیاو لۀ مخې بیخي ناممکن دی.

نو اوس زۀ تاته وایم ، چې لۀ دې دلیل تېره شه او یو سم منطقي او ساینسي دلیل راوړه ، چې بحث پر وکړو او دا دلیل خو تا وکتلو چې هیڅ منطقي، عقلي او ساینسي بڼه نۀ لري، چې سره لۀ دې یې صرف بې عقلان او لیوني منلای شي.

نور بیا…….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *