تاند- عمر داوودزی، چې ګومان کېده ځان به د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړي، د ولسمشر سلاکار وټاکل شو.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، چې نن /یکشنبه/ ماښام خپره شوه، ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې ښاغلی داوودزی د پخلاینې په چارو کې ځانګړی سلاکار ګومارلی دی.
د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي چې ښاغلی داوودزی د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳ بند د ۶۴ مادې پر اساس د پخلاینې پر پروسې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره ټاکل شوی دی.
د ولسمشر په فرمان کې دغه راز ویل شوي چې ښاغلی داوودزی به د هیواد د ملي امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې هم ګډون کوي.
د ارګ تر خبرپاڼې مخکې نن سهار پژواک خبري اژانس د ځینو سرچینو په قول ویلي و چې عمر داوودزی به ښايي د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس وټاکل شي.
په همدې حال کې ویل شوي چې ښاغلی داوودزی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له کاندیداتورۍ تېر شوی دی.