تاند- که څه هم دوبی لا لېرې دی او د داسې وسایلو په اړه ږغېدل چې له دوبي سره اړه، لري، ښايي ډېرو ته په زړه پورې نه وي خو تازه د ګرمۍ په مقابل کې یوه داسې ماده جوړه شوې چې د کړکۍ په شیشې پورې نښلول کېږي او د تودوښې مخه نیسي.
د ایم آی ټي شرکت څېړونکي وايي چې دوی په حقیقت کې یو فلم جوړ کړی چې پر شیشه نښلي او د ګرمۍ مخه نیسي.
د دوی په وینا که دا روڼ او نری فلم پر شیشه ونښلول شي نو د لمر د وړانګو د ۷۰ سلنې تودوښې مخه نیسي او له دې سره په یو وخت هر څومره چې تودوښه زیاتېږي په اتومات ډول یې رنګ تورېږي چې د تودوښې لا زیاته مخه ونیسي.
د دې فلم جوړوونکي ادعا کوي چې که د کور د ټولو کړکیو شیشې په دې فلم وپوښل شي، د ودانۍ مصرف، چې په سړولو یې کوو، به خورا لږ شي.
د دې فلم جوړوونکي همداراز وايي، که هوا د سانتي ګراد ۳۲ درجو ته ورسېږي یا تر دې لوړه شي، د تودوښې په وړاندې د فلم مقاومت زیاتېږي خو که هوا تر ۳۲ درجو ټیټه وي، فلم تقریباً د شیشې په شان روڼ ښکاري او تودوښې نه منعکس کوي یا یې مخه نه نیسي.
دا فلم په ځانګړي ډول هغو ودانیو ته ډېر ښه دی چې شاوخوا یې شیشه يي وي.
څېړونکي وايي چې دا فلم به د موټرو لپاره هم چمتو کړي.
څېړونکي وايي چې په دې فلم د دوی تجربو وښودله چې په سلو کې ۷۰ د تودوښې مخه نیسي.