تاند- ساینسپوهان وايي، هغه اسماني جسم چې د مځکې لور ته راروان دی ممکن د ژوند د نښو د موندلو لپاره د نورو مخلوقاتو یوه ستره ستوربېړۍ وي.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، په کلیفورنیا کې د هارورد نجومي فزیک د اسماني اجرامو او شهابونو مرکز څېړونکو د دې اسماني جسم څرک لګولی چې د مځکې په لور په خورا سرعت راروان دی. پر دې جسم، چې شمسي نظام ته راداخل شوی، دوی (Oumuamua) نوم ايښی دی.
د دې جسم په مسیر کې بدلونونو او د هغه سرعت سبب شوی چې ساینسپوهان دې نتیجې ته ورسېږي چې ممکن د نورو مخلوقاتو یوه مصنوعي وسیله وه.