تاند- سامسونګ خپل قاتېدونکی موبایل، چې څه باندې ۷ اینچه شیشه یا سکرین لري، نندارې ته وړاندې کړ.

دا ملفون یا موبایل د سامسونګ تر نورو موبایلونو په سلو کې ۴۵ نازک دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، سامسونګ ویلي چې خپل دا قاتېدونکی موبایل به، چې ۷ اعشاریه ۳ اینچه دی، په راتلونکو میاشتو کې بازار ته راوباسي.

د سامسونګ دا موبایل (Infinity Flex Display) سکرین یا شیشه لري چې موبایل پرې پرانیستل کېږي او پر ټبلېټ بدلېږي.

د دې موبایل اندروید سافټوېر د دې لپاره اپ ګرېډ شوی چې له قاتېدو سره یې مرسته وکړي.

د دې کمپنۍ په وینا دا موبایل یې د دې لپاره نازک جوړ کړی چې شیشه یې قات شي او په زرګونو ځله په قات را قاتېدو تاوان ونه ویني.

په دې موبایل کې په یو وخت له ۳ اپلیکېشنونو څخه کار اخیستل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *