دا زادې ورځ وه. په ارګ کې لمانځ غونډه نیول شوې وه. ریس جمهور او ریس اجرایه دواړو حضور در لود. د خبرو وخت ډاکټر صیب فاروق اعظم ته ورکړل شو. ښاغلي ډاکټر صیب فاروق اعظم ډېرې خوندورې او مرتبې خبرې وکړې. د هیواد په دې روان ناورین یې له اوله تر اوسه یو ځغلنه نظر او بیا د تیرو نظامونو اشتباهاتو باندې څرګندونې وکړې. شاید ډیرو لوستونکو هغه خبرې اوریدلې وې. ماته پکې یوه خبره ډیره جالبه او بله ډیره زړه دردونکې وه. ډاکټر صیب وویل چې روس کله په هیواد یرغل وکړ زه امریکا ته لاړم هلته له یو سناتور سره مې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې کولې. وایې ما ورته وویل چې مونږ سره مرسته وکړئ تر څو د روس خلاف خپل مزاحمت او جهاد ته ادامه ورکړو. وایي امریکایي سناتور راته وویل چې روس هغه فیل دی چې په کوم ځای پښه کیښوده هغه ځای کې پراته هرڅه ریز مریز کوي. وايي سناتور وویل چې اوس مونږ افغانستان نه پاکستان په کار دی. خو د ډاکټر صیب په وینا همدا افغانان وو چې د امریکا د او د نړیوالو د سیاسي فکر د توقع خلاف کار یې هم وکړ او د هغه فیل پښې یې هم ورماتې کړې چې هر څه به یې ریز مریز کول. بله خبره که ښاغلي ډاکټر صیب ریس جمهور او ریس اجرایه مستقیما مخاطب کړل او هغوئ ته یې وویل چې سږ کال د بامیانو له ولایت څخه لوی تعداد متعلیمنو کانکور ته امتحان ورکړی او د لوی کندهار له دریو ولایتونو څخه د هغوې په نیمایي متعلیمنو هم امتحان نه دی ورکړی. چې دا ظلم تاریخ هیڅکله نه هیروي. او د پښتون سره دا ظلم پوښتنه به کیږي. ریس جمهور که څه هم د هغه خبرې د هصې په شکل کې رد کړې خو خبره دا ده چې غصه ، واک ، زور ، او نوره هر څه حقیقت نه شي باطل کولی. څه چې حقیقت وي هغه حقیقت وي . او حقیقت به وي. ددې مثال داسې دی چې زه اوس د یوه جبر ، د یوه زور او یا د یوه مزاحمت له مخې دا اقرار وکړم چې سروبی پاکستان دی خو حقیقت خو مې نه کړای شو بدل. او ټولې دنیا ته معلومه ده او حقیقت دی چې سروبی پاکستان نه دی. دا پورته خبرې مې ددې لپاره وکړې چې اوس دا یو د یو منل شوي حقیقت په شان څرګنده ده چې د امریکا او ناټو له راتګ سره چې پښتانه څومره تحقیر او بې واکه او وزپل شول بل قوم هرګز نه شو. خو خبره دا ده چې پښتانه چې د لویو حوصلو او سینو انسانان دي او ددې هیواد په درد تل دردمن شوي او دا هیواد یې همیش خپل اصلي ټاټوبۍ ګڼلې تر یې هر جبر او ناانډولې ته خپله سینه لویه ساتلې. خو د ډاکتر فاروق اعظم د خبرې په تایید چې تاریخ بیا دا هر څه به خپله غیږه کې ساتي او ددې شیانو په هکله بیا فیصله کوي. د افغانستان د نورو ولایتونو په شان د سمنګان پښتنو هم ددې دولت خواږه ونه څکل. چا چې د ناټو ټوپک په لاس ورغلی وو.د طالب په نامه پرې مرمۍ سړه کړه. چا دا فکر وکړ چې سمنګان کې د افغانستان د نورو قومونو اکثریت دی او پشتانه پکې لږ دي نو دوی ته یې د اقلیت به سترګه هم ونه کتل. چا یې د لوږې ، تندې ، دربدرې ، مکتب ، جومات ، مدرسې ، او ټولنیز ژوند حقوق ورنه کړل. لنډه دا چې هره نا ځوانه چې د هاغه ځای د چارواکو له خوا وشوه د هغه ځای په پښتنو کې وکړه. تر دې چې دومره محکوم وساتل شول چې د هیواد اکثره لوستي ځوانان لا په دې نه دي خبر چې سمنګان ولایت کې میشت دي او که یا ؟ سره له دې چې حقیقت دا دی چې پښتانه په یو پنځوس زره نفوس سره ژوند کوي. او د محکومیت لپاره یې همدا بس ده چې تر اوسه هیڅ کوم سرلاری، د پارلمان وکیل، سناتور ، او بل استازی نه لري. د ۱۳۹۷ انتخاباتو کې د همدې پښتنو تر منځ ددوی یو ریښتوني خواخوږي الحاج معروف فقیري ددوی د غږ د اوچتولو لپاره ځان ولسي جرګې ته نوماند کړ. د انتخاباتو نه مخکې د هغه ځای پښتنو به له خوشالۍ نه سترګې ډنډ شوې چط ددوې له منځه هم یو چا داسې قدم پورته کړ . او خپل تول امیدونه یې د همده پورې وتړل. ځکه چې دا یو منل شوی حقیقت دی چې د جبر لاندې قوم بیا د جابر لپاره همیش سره په اتفاق وي . او دوې پښتنو هم د جابرینو نه د خپل ځان د ژغورنې په پارپه یوه خوله د حاجي معروف فقیري ملاتړ وکړ. او تقریبا ټولو پښتنو ورته رایه هم ورکړه. خو اوس په ابتدایي نتایجو کې بیا قیصه بل شانته ده. اوس د سمنګانو له ولایت یوازې څلور کسان په اول قطار کې ولسي جرګې ته راوستل کیږي چې څلور واړه د یوه قوم یعنې ازبک دي. زه وایم چې دا چې بیخي متعصب ذهنیت نه بلکې یو بین الانساني فکر هم وي دا سوال ورته ولاړیږي چې دا ولې؟ ښکاره خبره ذهن ته مو همدا راځي چې خیانت شوی ؟ اوس دولت ته ددې هیواد د یوه خواخوږي په توګه زمونږ مشوره داده چې باید د هغو یو پنځوس زره پښتنو په سرلیک لوبه ونه کړي. دهغوئ غږ ټپ نه کړي. د شویو ظلمونو له پاسه دې پرې نور ظلم نه کوي. کنه مشهوره مقوله چې هر شی کمال ته ورسیږي بیا فنا کیږي. اخر به د هغوې حوصله هم کمال ته ورسیږي. چې بیا د دولت لپاره یو لوی سرخوږی هم جوړولی شي. اوس د انتخاباتو د کمیسون رشخند خو همدا بس دی چې په دې انتخاباتو کې یې په ځان وهي کله رایې باطلې اعلانوي کله یې بیرته سمې اعلانوي. تر دې چې داسې څه یې هم وکړل چې خپله ارګ هم په کې چوپه خوله پاتې شي. زه په دولت ، د انتخاباتو په کمیسون د هیواد په خواخوږو او د سمنګان ولایت په پښتنو غږ کوم . چې د سمنګانو ولایت د پښتنو رایې باید د معاملې ښکار نه شي.او دا غږ باید د ارګ په کوټو کې انګازه وکړي او د حاجي معروف فقیري چې هغوئ په ولسي جرګه کې خپل استازې ټاکلې وو غږ کوم چې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او د ارګ او د انتخاباتو د کمیسون په ګدیو ناست خلک دې ددې ولس په مټ وپوښتي چې ولې؟ په دې کار سره به مو دوه کاره کړي وي. یو به مو یو منل حقیقت روښانه کړی وي چې د پښتنو سره په رښتیا ظلم شوی. بل به مو د مظلومو انسانانو د حق غږ پورته کړی وي. دا لیکنه حتمن په خپل وال خپره کړئ او تر هماغو چارواکو یې ورسوئ چې په دې ظلم کې دخيل دي. درنښت