سناتورلطف الله بابا

زوکړه:

الحاج سناتور لطف الله بابا د ۱۳۵۰ هجري لمریز کال د غويي (ثور) میاشتې په دویمه نېټه د ختیځ ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په کانکرک کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

زده کړې:

لطف الله بابا خپلې لومړنۍ زده کړې د کلي په جومات کې له دیني عالمانو پیل کړې او ورپسې په ۱۳۵۷ کال د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په احداد لومړني ښوونځي (چې اوس د شهید وفي الله منځنی ښوونځی دی) کې شامل شو. دغه ښوونځی په ۱۳۶۰ کال د هېواد د دښمانو په خپلمنځي جګړو کې وسوځېد او د لطف الله بابا په ګډون سلګونه زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې شول، خو لطف الله بابا د خپلو زده کړو مزل په قوي هوډ بیا پیل کړ او په ۱۳۶۱ کال د جلال اباد ښار په عبدالوکیل منځني ښوونځي کې شامل او همدلته يې منځنۍ زده کړې پای ته ورسولې. تر دې وروسته د ننګرهار د کارګرۍ او امادګۍ په مسلکي لېسه کې شامل او خپلې ثانوي زده کړې يې په همدې ځای کې پای ته ورسولې. تر دې وروسته بابا د نیمه لوړو او لوړو زده کړو تکل وکړ او په ۱۳۸۵ کال د روداتو ولسوالۍ په حمایوي دارلامعلمین کې شامل او په ۱۳۸۷ کال د دې دارلامعلمین د اجتماعیاتو له څانګې فارغ شو.

تر نیمه لوړو زده کړو وروسته چې ښاغلی بابا عملاً د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې د ملي شورا په شپاړسمه تقنیني دوره کې د ننګرهار د خلکو استازی و، ددغه استازیتوب سره هممهاله يې په کابل کې په ۱۳۹۰ کال د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې پیل کړې او په  ۱۳۹۴ کال د دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي يې د فراغت سند ترلاسه کړ.

ښاغلي سناتور بابا د لېسانس تر زده کړو وروسته په همدغه کال (۱۳۹۴) په دعوت پوهنتون کې په نړیوالو اړیکو کې ماستري پیل کړه چې په ۱۳۹۶ کال يې د ماسترۍ دوره هم په بریالیتوب پای ته ورسوله.

کورنۍ او د ژوند حالات:

الحاج سناتور لطف الله بابا د مرحوم کفیل محمد صدیق زوی او د محمد کریم لمسی دی. ښاغلي بابا واده کړی او د واده ثمره يې څلور زامن او شپږ لورګانې دي چې اولادونه يې څه له لوړو زده کړو فارغ شوي او یو شمېر نور يې په لوړو او نیمه لوړو زده کړو بوخت دي. د ښاغلي بابا کورنۍ په ۱۳۶۷ کال په هېواد کې د جګړو او جنګونو له کبله پاکستان ته ګډوال او بېرته په ۱۳۷۲ کال هېواد ته راستانه شول.

لطف الله بابا، ورونه يې او د کورنۍ نور غړي يې تر ډېره د سودګرۍ او تجارت په چارو بوخت دي او  له ډېر پخوا راهیسې د هېواد په بېلابېلو په ځانګړې توګه په ختیځو ولایتونو کې د نفتو او ګازو د پېر او پلور تجارت کوي.

ټولنیز او سیاسي فعالیتونه:

الف: ټولنیز فعالیتونه:

 سناتور لطف الله بابا د سوداګرۍ ترڅنګ په جلال اباد ښار کې د نفتي موادو د ټولنې په نوم د سوداګرو یوه ټولنه جوړه کړه چې د دې ټولنې له ادرسه يې ټولنیز فعالیتونه کول او دغه ټولنه يې په ۱۳۷۶ کال په عداليي وزارت کې هم ثبت کړه چې اوسمهال هم دغه ټولنه فعاله ده.  په ۱۳۸۳ کال په ننګرهار کې د (ISMET) په نوم یوې انجو دا ډول مدني ټولنې راجستر او  د دوی ملاتړ کاوه، چې په دې انجو کې تر ثبت وروسته لطف الله بابا د نفتو د تجارانو او د پمپونو د  مالکانو لخوا  د رایو په اکثریت د دې ټولنې رئیس وټاکل شو.

ب: سیاسي فعالیتونه:

لطف الله بابا د کډوالۍ پر وخت په لومړي ځل د دعوت اسلامي له ګوند سره سیاسي اړیکې ټینګې کړې او رسماً يې په ۱۳۶۷ کال  د دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ. دعوت اسلامي ګوند ښاغلی بابا په ننګرهار کې د ګوند د ولایتي چارو د تنظیم امر وټاکه چې تر نن پورې نوموړی د دعوت ګوند ولایتي امر دی او په دغه ولایت کې د ګوندې سیاسي او ټولنیزې چارې سمبالوي.

د ګوند د سیاسي چارو د ترسراوي ترڅنګ، ښاغلی بابا په ۱۳۸۸  کال د ننګرهار د ولسونو په غوښتنه د ولایتي شورا ټاکنو ته راوړاندې شو او رسماً يې ځان کاندید کړ، چې له ولسونو سره د ناستو او پرلپسې راشه درشه او ټاکنیزو منډو ترړو وروسته نوموړی د ننګرهار ولایتي شورا ته بریال اعلان شو. تر دې بریا وروسته د قانون له مخې هر ولایت په سنا یا مشرانو  جرګه کې یو استازی لري او دا استازي د ولایتي شورا د غړیو په اکثریت رايو سنا مجلس ته لار پیدا کوي. لطف الله بابا هوډ وکړ چې په سنا کې د خلکو استازیتوب وکړي او د دې هوډ د ترسره کولو لپاره يې په ولایتي شورا کې د کمپاین هڅې پیل کړې چې له ښه مرغه د ولایتي شورا د غړیو په اکثریت رایو د  افغانستان  مشرانو جرګې ته د انتخابي سناتور په توګه راولیږل شو. یوه خبره دلته د ویلو ده چې ښاغلی سناتور بابا دوه ځلې په انتخابي شکل لومړی په ۱۳۸۸ او بیاځلي په ۱۳۹۳کال په سنا کې د ننګرهار د خلکو منتخب استازی دی/و.

رسمي دندې:

لطف الله بابا په مشرانو جرګه کې د سناتورۍ په لومړۍ څلور کلنه دوره کې د دې جرګې د بېلابېلو  کمېسیونونو رئیس او غړی پاتې شوی دی چې په دې لړ کې د شکایتونو اورېدو کمېسیون، د قومونو او قبایلو چارو کمېسیون او د دیني او فرهنګي چارو کمېسیون د رئیس په توګه يې رسمي دندې ترسره کړي دي.

ښاغلی بابا د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د ولسونو په غوښتنه بیاځلې ځان نوماند کړ او یو ځل بیا يې د ننګرهار ولایتي شورا ته لار پیدا کړه او د ولایتي شورا د ۱۹ غړیو له ډلې يې په اکثریت رایو سره یو ځل بیا په سنا مجلس کې د ننګرهار د خلکو د منتخب استازي په توګه سنا مجلس ته راولیږل شو.  ښاغلی الحاج سناتور لطف الله بابا د همدې دورې له پیله تر اوسه (۱۳۹۷/لیندۍ) د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د رئيس په توګه دنده ترسره کوي او د قانون له مخې د ورکړل شوي صلاحیت پر اساس په اړوندو چارو کې دغه کمېسیون ته جګپوړي چارواکي استجوابوي او د ستونزو د حل لارښوونې، نظریات او وړاندیزونه له هغوی سره شریکوي او د هغوی د کارونو راپورونه ترې اوري.

رسمي سفرونه:

سناتور لطف الله بابا د سناتورۍ په دواړو دورو کې د افغانستان د مشرانو جرګې په استازیتوب د نړۍ بېلابېلو هېوادنو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، هندوستان، ترکیه، سریلانکا، کمبودیا، المان، چین، روسیه، سویس، فرانسه او سعودي عربستان ته رسمي سفرونه کړي دي. ښاغلي په دغه هېوادنو کې د افغانستان ښه استازیتوب کړی دی او  د افغانستان د امنیت، اقتصاد او  فرهنګي برخو کې يې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو پام افغانستان ته را اړولی او د افغان ملت غږ يې له دوی سره شریک کړی دی.

یادونه: د وخت په تېرېدو به په دې ژوندلیک/بیوګرافي کې تغییرات راځي.

ترتیبب: خالد تکل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *