تاند- د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د پاکستان د پوځ له لوري پر ډیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو مخه ونیسي.
د پاکستان پوځ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د ازغن سیم د غځولو کار یې نیمايي ته رسولی او نیم نور به په ۲۰۱۹ م کال کې بشپړ کړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستاني پوځیانو د دې یواړخیز اقدام مخه ونیسي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وویل، د ډیورند پر کرښه د ازغن سیم تېرول منلی نه شي.
«موږ دا نه شو منلی، پخوا یې هم مخالف وو؛ اوس یې هم یوو.»
مسلمیار وویل چې پر دې موضوع به له ولسمشر سره جدي خبرې وکړي.
په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي وویل«له بده مرغه د پاکستان د پوځ له خوا پر ډیوړرند کرښه د ازغن سیم د غځولو کار دوام لري او افغانستان یې د مخنیوي هڅه نه کوي.»
ځینې راپورونه وايي چې د طالبانو په لاس د کندهار د پخواني قوماندان عبدالرازق اڅکزي له ترور کېدو وروسته پاکستان د کندهار په برخه کې پر دیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو کار په چټکۍ پیل کړی دی.
قوماندان رازق تر وژل کېدو څو اوونۍ مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پاکستاني پوځیان د ازغن سیم له غځولو وګرځول او مرګ ژوبلې یې هم وراړولې وې.
له همدې کبله ویل کېږي چې رازق د پاکستان د سترګو لوی ازغی و چې لېرې یې کړ.
مونږ داسې بدې ورځې ته پاتې شوو چې پخپله د پاکستان جاسوس په کابل کې اعلان کوي چې د ډیورنډ په کرښه اغزن سیمه نه مني. دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد کې پخپله د همده له کور نه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه او نور توکي را واېستل شول چې بیا یې له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې رسوا یې نه کړي که نه په مشرانو جرګه کې به ورته ستونزې جوړې کړي، او دا شرم هغه وخت لا نور پسې سر وکړ چې له لوی اختر نه څو ورځې مخکې ورک شو او د لوی اختر په څلورمه که پنځمه د کابل په میدان کې راښکاره شو او پرته له دې چې سر یې کل شوی وي ادعا یې وکړه چې حج ته تللی وو په داسې حال کې چې په حج کې د نارینه لپاره سر کلول لازمي دي او ټول حاجیان له هغې خو کدو سر راستنېږي.
د احمد ورور د خبری په تائید
افغانستان د بشری تاریخ په غېږه کی یوازنی هیواد دی چه هر ډول فکری مکتبونه او ددې مکتبونو ټول ښوونکی او استادان د چپراسیانو په ګډون پکښی د حمامی حالت سره مخامخ شویدی البته د نړیوالو بازیګرانو د کرمبوټ پوډر هم ددې خاوری په اقلیم کی اسیډی حالت غوره کړیدی
خبره می داده چي
مسلمیار ته ګوره، قوارې ته ئې ګوره،تفکر ته ئې ګوره،د پوهی کچی ته ئې ګوره ،لباس ته ئې ګوره او هغه څوکۍ( مقام) ته ګوره چه ده ډډی پر لګولی دی
آشنایه چه بل معکوس بیګ بِن رامنځته شی په ګټه به مو وی البته د ټول بشریت
thanks from muslim yaar sahib and all senators who asking about diurand line.
PASHTOON LEADERS MUST WEAKUP,
IN THIS TIME ALL PASHTOON POLITICAL PARTIES SPEEDUP THEIR FIGHT FOR FREEDOM.
SPECIAL PTM MANZOOR PASHTEEN/PSDP/GAM AND MORE……
THANK YOU