تاند- یوه افغان زده کوونکي د یو سي ایم اې ایس (UCMAS) د نړیوالو ذهني محاسبو د مسابقو په بېسیک یا ابتدايي برخه کې د ۸۰ هیوادونو په منځ کې لومړی مقام وګوټ.

په دې نړیوالو مسابقو کې، چې پرون /یکشنبه/ په مالیزیا کې پیل شوې او نن یې هم دوام وکړ، د (UCMAS) د نړیوالې اکاډیمۍ د څه باندې ۸۰ هیوادونو د زده کوونکو ترڅنګ د افغانستان ۱۴ کسیزې ډلې ګډون کړی دی.

افغان زده کوونکو په ۸ دقیقو کې له ۲۰۰ پوښتنو څخه له ۱۱۰ تر ۱۷۸ پوښتنې حل کړای شوې.

افغان زده کوونکي محمد عرفان فرمان په (basic) برخه کې لومړی مقام وګوټ او د خپل هیواد پرتمین بیرغ یې ورپاوه.

په ۲۰۱۶ م کال د کابل او هرات څو ښوونځیو ته په دې مسابقو کې د ګډون امکان برابر شو او اوس د کابل او هرات په څو محدودو ښوونځیو کې د (UCMAS) زده کړې ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *