تاند- د افغانستان حکومت بالاخره نن /سې شنبه/ د سولې د بهیر لپاره د مشورتي بورډ غړي اعلان کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د سولې او د سولې د خبرواترو لپاره د حکومت جګپوړی مشورتي بورډ له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف له سیاسي، جهادي، ټولنیزو شخصیتونو او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د سلامشورو له لارې د تلپاتې سولې او ملي تفاهم د رامنځته کېدو په خاطر جوړ شوی دی.

د ولسمشر د فرمان پر اساس، بورډ، دا مسوولسیتونه لري؛

د حکومت مشرتابه ته د سولې په برخه کې رغنده مشورې ورکوي.

د سولې د پروسې د کاري کمېټو وړاندیزونه څېړي.

د اړتیا په صورت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي ټیم ته اجنډا او د خبرواترو اغېزمن چوکاټ وړاندې کوي.

د سولې د خبرو د تحقق څارنه کوي.

د ملي امنیت د شورا په خبرپاڼه کې د بورډ د غړیو یادونه شوې او ویل شوي چې د دې بورډ په غونډو کې د ملي یووالي د حکومت ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، اجراییه رييس او مرستیالان یې، د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسان، د سترې محکمې رييس، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشر د دفتر رييس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رييس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس، د افغانستان د علماوو شورا رييس او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس ګډون کوي.

دغه راز له حکومته دباندې دا کسان په بورډ کې شامل دي:

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، سید منصور نادري، شیخ اصف محسني، عطا محمد نور، عبدالهادي ارعندیوال، حاجي دین محمد، صدیقه بلخي، امنه افضلي، محمد اسماعیل خان او امرالله صالح.

د پارلماني چارو د دولت وزیر به د غونډو د تنظیم او د سولې د عالي مشورتي بورډ له غړیو سره د همږغۍ دنده په غاړه لري.

بورډ به هره میاشت او یا هم د اړتیا په صورت کې په فوق العاده ډول غونډې جوړوي.

3 thoughts on “د افغانستان حکومت د سولې عالي مشورتي بورډ اعلان کړ”
  1. الله تعالی دې زمونږ په ګران هیواد ورحمیږي او تلپاتې سوله دې راولي.
    اوس به راشو د سولې شورا د بورډغړو ته، ما پکې داسې کس ونه لیده چې په خپله خاوره دې مین وي او یا دې خپلې ګټې د هیواد لپاره قربان کړي. زمونږ د هیواد د اوسني سیاست او دولت جوړښت او موخه راته د نانځکو د واده او لوبو په څیر بریښي. تاسو او خدای چې دا کوم خلک پدې بورډ کې دي دوی سوله غواړي؟ ددوی ګټې او شتون په جنګ او ګډوډۍ کې نه دي؟ دوی د مختلفو هیوادو څخه د هغوی د موخو لپاره ګټه نه ترلاسه کوي؟ او نور ډير څه. يو مثال یې اجرایه ریس دی، د نړۍ مشران دده لباس او مصرفونو باندې رشخند وهي، وایي په هیواد کې خلک ډوډۍ نلري، کار نلري، سوله نشته مګر دا جناب د خیرات او د غریبو د حق په پيسو ځان ته لباس، ساعتونه او بوټان اخلي.

  2. THIS GOVERNMENT PLAY WITH BLOOD OF AFGHANS.
    THIS BOARD IS NOT REPRESENTATIVE.
    DID YOU SEE ANY ONE RELATIVE DIED IN WAR WITH TALIBS..
    PEACE WANTED BY POOR VILLIGERS,TRIBS LEADERS,

    ABDUL SALAM ZAEEF/DOCTOR FAROOQ AZAAM.,
    THIS IS THE MEAN YOU DO NOT LEAVE THE CHAIRE,

    SORRY FOR WHO LOSE LIFE FOR ASHRAF GHINI.

    THANK YOU

  3. Sorry to be negative, but all of them are those criminals who fucked up our country. Famous Afghan saying translates to“ nothing will come out from this dream, but a broken penis”. I am absolutely sure they will not achieve anything.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *