ښاغلی محمد نعمان دوست

برنډه کې پلاستیکي سترنجۍ هواره وه. میرمنې پر فلزي زانګو ډډه وهلې وه؛پښې یې غځولې وې او سترګې یې په لاس، د مخامخ لمر له شغلو پناه کړې وې. کله به یې زانګو ته ټال ورکړ،  د زانګو سر ته ځوړند غټ سور ګل به داسې روان ښکاره شو؛لکه کوم میین چې یې ویاله کې خپلې معشوقې ته لیږي. کله به یې په نکریزو پښو ته وکتلې؛ خو په لیدلو به یې نارامه شوه؛ داسې نارامه چې که وس یې درلودای نو بیرته یې توږلې.

انګړ کې چرګې پسې واړه بچي روان وو او د هیلیو بچیو په کوچنۍ ویاله کې له لامبو خوند اخیسته. میرمنې به ډک موټی غنم ور وشیندل او بیا به چرګه له خپلو بچیو سره پرې راټوله شوه.  

د انګړ د ور زنځیر وشړنګیده. پښې یې را ټولې کړې. تور ټکری یې ژر په سر سم کړ او بیا روانه شوه. ور پرانیستل شو. یوې میرمنې اسماني چادري پورته کړه. لمر د ماشومې سترګې وبریښولې، خلاصې یې کړې. کوربنه لکه د ماشومې له سترګو چې ویریدلې وې، لکه هغه چې دوه تازه سکروټې وي. لکه اوس چې ترې لمبې پورته کیږي او آن د دې زړه سیزي. دواړه لاسونه یې پر سینه کیښودل او لړزې پسې واخیسته.میلمنه هم حیرانه وه. په خپل راتګ پښیمانه شوه. غوښتل یې ډاډ ورکړي؛ خو هغه همداسې شاته روانه وه  او ونې ته تکیه ودریده؛ لړزې پسې اخیستې وه.

شیبه وروسته یې  کلیمه په بند بند غږ داسې وویله لکه تازه چې ترې پیریان الوتي وي. ټکری یې جوړ کړ او دواړه په برنډه کې پر غوړیدلې سترنجې کیناستې.

میرمنې کله ماشومې ته ته کتلې او کله تشې زانګو ته. شیبه په شیبه یې خوله وچیده. ژور ژور نفسونه یې اخیستل.

میلمنې خوله پرانیسته: د خدای رضا وه. که زه خبره وای چې…

کوربنې ترې د خبرو تار ونیوه: نه، ته ګرمه نه یې. زما قسمت به همداسې سپیره و. په هغه شپه مې ډیر منع کړ خو… سلګیو ونیوله. میلمه ماشومې ته یې وکتل، خپلې زانګو ته یې وکتل. لکه همدې ماشومې چې دا زانګو ډکیدو ته نه وي پرې ایښي. تکه سره شوه، لکه پر ماشومې چې برید کوي. ځان یې کابو کړ؛ خو  لکه زانګو همداسې ځای پر ځای زنګیدله.

شیبه وروسته یې سترګې پټې کړې او له ځان سره لګیا شوه:

په هغه شپه مې ورته ډير وویل چې و سړیه مه ځه. نیمه شپه ده. حالات خراب دي. موټر سره به پر ماین والوځې. څوک به دې مړ کړي؛ وګوره، زما خپله حالت ښه نه دی. اول ځل مې دی، ډاریږم. هسې نه…. . و دې خوړل، ښه شوې؟ همداسې وشول کنه!

غلې شوه، ژوره ساه یې واخیسته او بیا یې د خبرې تار ونیوه:

تا خو سر تاو کړ؛ تا څه ولیدل چې پر ما څه تیر شول،  د شفاخانې د تګ مې څوک نه و، ستا نښه رانه ضایع شوه اوس… بیا یې چیغې کړې.

یوه شیبه دواړو جوړه وژړلې؛ میلمنې ته د خبرو موقع په لاس ورغله:

های خورې!

خدای دې ستا خاوند جنتي کړي، ډیر ښه یې را سره وکړل. دردونه مې شدید و. ما ویل خدای خبر که تر شفاخانې و رسیږم. زه په خپل درد وم. لاره کې تیاره مړي را ووتل، داسې ناتاره ډزې یې وکړې لکه موږ چې سر کاپر یوو. یقین به دې ونشي؛ زما چادري هم سورۍ شوه، خو هسې او دانه به مې پاتې وه.

یوه مرمۍ ستا پر خاوند ولګیده، لاسونه یې سست شول؛ موټر له ونې سره وجنګیده. یو قوي ټکان یې وخوړ،  و دریده. موټر له وینو ډنډ شو. دا سپیره لور مې همدلته پیدا شوه، په موږ ټولو مرګ تیر شو؛ خو ستا د خاوند اجل و. هغه غوښتل ما له مرګه بچ کړي؛ خو خپله یې سر وخوړ.

لږ غلې شوه او بیا یې په سلګیو کې وویل:  هغه دې خدای وبخښي، لاره کې یې زما خواښې ته ویل: ترورې، که زانګو نلرئ، زموږ له کوره به مو وړې وه. نوې مې اخیستې …

همدې سره دواړو چیغې کړې، کوربنې خالي زانګو ته داسې ټالۍ ورکړه چې په بل مخ چپه شوه.

محمد نعمان دوست، د لیندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۷، جلال اباد

One thought on “خالي زانګو (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *