زمری پاڅون
د افغانستان حکومت یوه ډله اعلان کړه چې یاد کسان به د حکومت مشرتابه ته د سولې په برخه کې رغنده مشورې ورکوي، د سولې د خبرو د تحقق څارنه به کوي او د افغانستان لخوا د مرکچي ټیم لپاره به اجنډا او د خبرو چوکاټ برابروي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د حکومت جګپوړی مشورتي بورډ له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف له سیاسي، جهادي، ټولنیزو شخصیتونو او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د سلامشورو له لارې د تلپاتې سولې او ملي تفاهم د رامنځته کېدو په خاطر جوړ شوی دی خو دغه ادعا ناسمه ځکه ګڼل کیږي چې په دغه پروسه او یاد بورډ کې ولس هیر شوی او څو ګوته په شمیر کسان د سیاسي جوړ جاړي او د راتلونکو ټاکنیزو معاملو پر بنسټ ننویستل شوي دي.
عام افغانان چې د سولې په نشت او د ناامنۍ په زیاتوالي کې تر ټولو ډیر اغیزمن کیږي او قرباني ورکوي په دې نظر دي چې، سوله د بهرنیو او د هغوی په کور دننه لاسپوڅو په لاس هیڅکله هم نه راځي او تر هغې به دغه پروسه ناکامه وي چې، د ولس واقعي استازي پکې ګډون ونه کړي.
په دغه بورډ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، سید منصور نادري، شیخ اصف محسني، عطا محمد نور، عبدالهادي ارعندیوال، حاجي دین محمد، صدیقه بلخي، امنه افضلي، محمد اسماعیل خان او امرالله صالح شامل دي. دلته پوښتنه دا ده چې، پورته کسان او ترڅنګ کې نورې دولتي څیرې د ولس استازولي کولی شي کنه؟ په دغو کسانو او چارواکو کې ښايي ځينې څیرې ملي او ټول شموله وي، خو تر ډیره په کې هغه کسان ځای پر ځای شوي چې تل یې شعاري او سمتي سیاست کړی پکار ده چې، حکومت د پورته کسانو ترڅنګ ديني عالمانو، د لوی کندهار مشرانو او متنفذو څیرو ته هم ځای ورکړي ترڅو دغه څیرې له وسله والو سره د سولې ښه بستر رامنځ ته کړي او هم به ولسي غږ په کې تمثیل شي.
د سولې د پروسې لپاره د پخواني سفیر او ځوان سیاستوال شیدا ابدالي طرحه ولسي رنګ لري، نوموړی د سولې خبرو کې د عامو خلکو ګډون شرط ګڼي، هغه وايي، د سولې په خبرو کې دې زیانمنو کورنیو او ولسي وګړو ته لومړتوب ورکړل شي، ښه به دا وی چې د ولسمشرۍ له دغه ډول احتمالي کاندیدانو طرحه او مشوره وغوښتل شي، ترڅو دا پروسه ملي او د ټولو افغانانو پروسه شي.
ښاغلي ابدالي تل هڅه کړې چې سوله له سیاست او پروژو څخه را وباسي او یوه ملي پروسه یې کړي ترڅو د هر افغان درد په کې دوا شي او د جګړې د ښکیلو غاړو منځګړتوب یو قرباني قشر یعنی عام خلک وکړي نه د جګړې طرف یا د جګړې دوامدارونکې څیرې چې په جګړه کې خپل خیر ګڼي.
عام ولسي وګړي د سولې ژر تر ژره ترسره کیدو غوښتونکي دي او د ولسمشر د جینوا کنفرانس له خبرو سره په کلکه مخالفت کوي، چې ګنې د سولې پروسه او ترسراوي لپاره پنځو نورو کلونو ته اړتیا ده. عام وګړي ټینګار کوي چې ولسمشر اشرف غني دې نور د راتلونکو کلونو لپاره پر ولس ځان نه تحمیلوي، د سولې د حل لپاره دې بهرنۍ او کورنۍ جګړه ایزې څیرې له صحنې ویستل شي او واک دې عامو ولسي وګړو ته ورکړل شي، ترڅو وسله وال طالبان د سولې خبرو ته لیوالتیا وښيي او په واقعي توګه سوله تامین شي.