درېیمه برخه
لیکنه: سیداصغر هاشمي
د موضوع په غوره کولو کې د پخوانیو علمي کارونو اګاهي او همدارنګه په ځانګړې موضوع د تیرو کارونو ارزیابي او ګټې اخېستنې اثارو ته په انتقادي نظر کتل نوي کار ته لارښوونه کوي او لاندې ګټې لري:
ـ د تیرو لیکنو ارزونه.
ـ د لیکل شویو اثارو په مېتودونو او ډولونو پوهیدل.
ـ د پخوانیو لیکنو محدودیتونو او ستونزو پېژندل.
ـ د معلوماتو راټولولو تګلاره.
ـ ایا موضوع د څېړنې وړ ده او کنه؟
ـ ایا زه په ټاکلې موضوع څېړنه کولای شم او کنه؟
په همدې خبرو پوهیدل څېړنیز کار ته رهنمايي کوي او څېړونکي ته د څېړنې لارې چارې ښيي.
د تیزس لپاره مطالعه
د ټول څېړنیزو علمي کارونو لپاره مطالعه مهمه اړتیا ده، څېړنه بې مطالعې ستونزمنه وي، نو له همدې امله د موضوع لپاره مطالعه مهمه ده او ..
ـ د موضوع ټاکلو مخکې مطالعه.
ـ د موضوع ټاکلو وروسته مطالعه.
ـ د موضوع اړوند مطالعه.
ـ د نورو علومو مطالعه.
د څېړنې لپاره مهمه ده.
د تیزس کمیت مهم دی، که کیفیت؟
د تيزس لپاره له کمیته کیفیت مهم دی، نو له همدې امله که یو تیزس سل مخه وي، خو نوې خبرې او د کار فرضیه پکې اثبات ته رسېدلې وي، د هغې تیزسه غوره ده، چې درې سوه مخه خو شاربل شوې او کلیشه یي ویناوې په پټو سترګو منل شوې وي.په ټولو څېړنیزو لیکنو کې موضوع او مانا مهمه ده او په تیزس کې هم نوې او د کار علمي خبرې ضرورې دي.
د تیزس لپاره د نوې موضوع غوراوی
په تیزس لیکنه کې يو اساسي کار د څېړونکي لپاره د يوې ښې موضوع پيدا کول دي. ډېر څېړونکي دا ستونزه او شکایت لري، چې د څېړنې لپاره ورته ښه موضوع نه پیدا کېږي، د داسې څرګندولو لویه ستونزه دا ده، چې د هغوی مطالعه ډېره سطحي وي، د داسې موضوعګانو اصلي لامل دا دی، چې ژورو موضوعګانو ته پاملرنه نه شي کولای. پر کومو موضوعګانو چې کار شوی وي، د بیا نوي کار توانایي ورسره نه وي او د نوې موضوع پیدا کول ورته لا ستونزمن وي، ځکه نو له نورو مشوره اخلي چې پر کومه موضوع کار پیل کړي.(د څېړنې بنسټونه، ۹۲)
په تیزس لیکنه کې د موضوع غوره کول د کار په تکمیل کې مهم اصل دی او هغه څېړونکي کامیاب وي، چې موضوع یې په خپله خوښه غوره کړې وي.
د موضوع د انتخاب لپاره(د څېړنې لارښود) اثر کې غلام عباس داسې وايي: (که چېرې څېړونکی د موضوع په غوره کولو کې د خپل دوست او یا رهنما سره مشوره وکړي، نو حتمي خبره ده، چې مشوره ورکوونکی به د خپلې علمي سویي اړوند او یا د خپل علمي ذوق مطابق موضوع انتخابوي، نو ځکه به د څېړونکي لپاره زیاتې ستونزې پیدا کېږي.) لیکوال زیاتوي: د څېړنې لپاره د مناسبې موضوع پیدا کول اسانه کار نه دی، که چېرې څېړونکی د خپلې خوښې، د خپل علمي صلاحت برابر، د خپل ذکاوت سره سمه او داسې موضوع پيدا کړي، چې مینه ورسره ولري، نو په حقیقت کې مهم او نیم کار یې پای ته ورسېد. (د څېړنې لارښود، ۲۰۴)
د څېړونکي لپاره د موضوع په غوراوي کې د کار کولو(څېړنې) علمي او فکري قوت او صلاحيت مهم دى. علم درياب دى او يو انسان د نړۍ په ټولو پوهنو نه شي پوهېداى، د يوې ځانګړې څانګې په اړه هم يو څېړونکی نه شي کولى، چې په ټولو خواوو يې پوه شي. موضوع بايد نه ډېره محدوده او کوچنۍ وي او نه ډېره لويه وي، د هر څېړنیز ډول په نظر کې نيولو سره بايد موضوع غوره شي.په مقاله کې بايد يوه محدوده موضوع د څېړنې لپاره غوره شي، خو د کتاب موضوع بايد د مقالې په پرتله پراخه وي. د علمي مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تيزس (پوهنلیک) او داسې نورو څېړنیزو جوړښتونو د موضوع د غوراوي توپير په محدودیت کې دی، یعنې د دې اکاډمیکو کالبونو کیفیت باید څېړنیز وي، خو په کمیت کې یې توپير حتمي دی.
(د مقالې لیکلو بنسټونه، ۱۹)
کله کله د څېړونکي له خوا داسې موضوع غوره شي، چې د زماني کمښت او د علمي صلاحيت نه درلودلو له کبله د څېړنې حق ښه نه شي ادا کولی او په پايله کې د(څېړنې) ښکلې او ډېره غوره بڼه نه رامنځته کېږي. څېړونکى بايد خپل استعداد، ذکاوت، د موضوع سره مينه، ځانګړي علمي صلاحيت، د موضوع لنډوالى او اوږدوالى، د منابعو درلودل او داسې نورې خبرې په نظر کې ونيسـي او په څېړنې دې کار پيل کړي. څېړونکى بايد د موضوع سره مينه ولري او په خپله يې پيدا او غوره کړي، هېڅکله دې د نورو په خوښه موضوع ته د کارکولو لپاره زړه نه ښه کوي، خو د موضوع د غوراوي نه وروسته کولى شي، چې د ځينو علمي مشـرانو، استادانو سره خپله موضوع شريکه کړي. مشوره بايدله داسې پوهانو سره وکړي، چې د ځانګړې انتخاب شوې موضوع په برخه کې وکولى شي، ځوان څېړونکي ته ښې مشورې ورکړي، چې د څېړنې په ارزښت، د هغه د نوښت او ښايست، د څېړنې د چمتو کېدو ممکنه وخت او همدا راز د ماخذونو د تر لاسه کولو د امکان وخت او ښودنې په اړه ښه معلومات ولري. سر محقق محمد فاضل وايي: ژباړه: (په حقیقت کې څېړنه سیستماتیکه او اساسي پلټنه ده، چې د څېړونکي په ذهن کې خطور کوي او په دوو برخو ویشل کېږي:
ـ هغه څېړنې چې نوې خبرې او نوې فرضیې اثبات ته رسوي او له ابتکار او نوښته ډکې وي او څېړونکی د نویو موضوعګانو د ثابتولو لپاره په هڅو کې وي، چې دغه موضوعګانې د ډېرو خلکو لپاره نوې او پټې وي.
ـ هغه څېړنې چې نورو لیکوالو پرې کار کړی وي، خو د ده کار د ځینو هغو موضوعګانو سپړنه وي، چې د مخکنیو څېړونکیو په علمي کارونو کې پټ پاتې وي. په یوې موضوع څو کسان کار کولای شي، خو د هر یوه د کار ترتیب همدارنګه د کار طرز او ارایه باید توپير ولري.(د ادبي څېړنې اصول او لارې، ۶۰)
هر څېړونکى دې د څېړنیزې موضوع د غوراوي او د کار له پيله مخکې لاندې پوښتنو ته ځواب ووايي:
ـ غوره شوې موضوع په ټاکلي زمان کې پاى ته رسولى شم او کنه؟
ـ د موضوع په لیکلو کې علمي ذکاوت او صلاحيت لرم او کنه؟
ـ غوره شوې موضوع لپاره اول لاس او دویم لاس منابع لرم او کنه او یا پيدا کولای شم او کنه؟
ـ موضوع خو ډېره اوږده او يا ډېره لنډه نه ده؟
ـ د موضوع سره مينه لرم او کنه؟
ـ ایا په غوره شوې موضوع کار کول به د ټولنې خیر ښېګڼې لپاره وي او کنه؟
ـ په غوره شوې موضوع د کار کولو ضرورت شته او کنه؟
ـ زه کولای شم چې موضوع په کامیابۍ پیل او پای ته ورسوم، ایا دومره معلومات ټولولی شم چې د موضوع حق ادا کړم؟
ـ عنوان د اصل موضوع سره اړیکې لري، او عنوان په کار کولو ارزي او کنه؟
ـ په غوره شوې موضوع مواد پیدا کېږي او کنه؟ که پيدا کېږي، نو په اسانۍ لاس ته رازي او که په سختۍ؟
ـ د موادو او منابعو د تر لاسه کولو په جریان کې، را پيښې شوې ستونزې به څنګه لرې کړم؟ هغه مواد که تر لاسه کړم، تر کومه حده به ګټور وي؟
ـ د څېړنیز ډول( مونوګراف، تيزس او ډيزرټیشن) د موضوع په نظر کې نیولو سره د موضوع په غوراوي کې د کمیت او کیفیت له مخې د موضوع حق ادا کولای شم او کنه؟(د څېړنې لارښود، ۲۰۸ـ ۲۱۰)
ـ د څېړنې تر ټولو ښه موضوع هغه ده، چې نوښت ولري.که نوي اسناد د یوې فرضيي یا تیوري له جوړولو سره مرسته وکړي، دغسې څېړنه تاریخي ارزښت پیدا کوي او د لیکوال نوم ژوندی ساتي. (د فلکور پېژندنې لارښود، ۹۶)
ـ موضوع باید ساده، عام فهمه او څرګنده وي، داسې موضوعګانې، چې مبهمې او نامعلومې پایلې ولري باید ډډه ورنه وشي.
ـ داسې موضوع غوره نه شي، چې منابع او مواد پکې کم وي او یا نه وي.
ـ هره څېړنیزه موضوع باید نوې فرضیه او یا نامعلومه قضیه اثبات ته ورسوي، د څېړونکي په خبرو کې نوی والی وي او یا یې نوې فرضیه اثبات ته رسولې وي.
ـ د موضوع سره خاصه مینه، شوق او ذوق په کار دی، همدا سوزنده مینه باعث کېږي، چې خپل کار سم پیل او پای ته ورسوي.
ـ په څېړنه کې د موضوع غوره کول د څېړونکي کار دی، څېړونکی باید د څېړنې د لارو چارو خبر وي، د څېړنې اړوند سم معلومات ولري، چې د څېړنې د خاص ډول او ځانګړي مېتود په رڼا کې خپل کار پای ته ورسوي.
ـ څېړونکی باید د موضوع له غوره کولو مخکې د علمي کار وخت، ځای، د کار وسایل، صحت او داسې نورې خبرې په پام کې ونیسي او کله کله مادي امکانات هم د څېړنې په اړه ضروري وي.
ـ څېړونکی باید داسې موضوع غوره کړي، چې د عامو او خاصو خلکو ورسره مینه او دلچسپي وي، لیکوال لیکنه مخاطب ته کوي، په هره کچه چې مخاطب ډېر وي، په هماغه اندازه کامیاب وي.
ـ داسې موضوع غوره نه شي، چې په هغه کار کول د ویرې سبب وي، لکه په ځینو خلکو څېړنه کول، که ستاینه یې وشي، نو سمه ده او که د غندنې مستحق وي او دا کار کولای ونه شي، نو څېړنه دا نه ایجابوي چې په داسې موضوع دې کار وشي. ځینې داسې موضوعګانې شته، چې د څېړنې په صورت کې ځینې قومي، مذهبي او انساني ستونزې پیدا کوي او د دغو ستونزو د پيدا کېدو لپاره څېړونکی د ویرې احساس کوي او باید داسې موضوع غوره نه شي.
ـ د داسې کس پېژندنه چې ژوندی وي، سم کار نه دی، انسان له پیدایښته تر مرګه دنننی او بهرنی جوړښت یې تغیر او تبدیل کې وي، نو له همدې امله ژوندی انسان په یو حال نه پاتې کېږي، د ده په خوی او عادت کې توپير راځي، نو ځکه په داسې کسانو موضوع اخېستل سم کار نه دی.
ـ د داسې موضوعګانو د غوره کولو ډډه پکار ده، چې د پيسو لپاره لیکل کېږي.
که چېرې له راغليو پوښتنو يوه هم په زړه نه وي، نو په کار ده، چې څېړونکى او ليکوال بله موضوع غوره کړي.(اصول تحقیق، ۱۴۶ـ ۱۴۷)
همدارنګه د موضوع په غوراوي کې لاندې خبرې هم اړینې دي:
ـ د موضوع په اړه څومره او څنګه معلومات لرم؟
ـ کومه موضوع چې انتخابوم، مخکې پرې څومره کار شوی دی؟
ـ ایا پر موضوع نورو څېړونکیو کار کړی او کنه؟ که کار یې کړی وي، نو کومې نتیجې ته رسېدلي دي؟
ـ موضوع دې د کمیت له مخې د څېړنیز کالب په نظر کې نیولو سره غوره شي، د هر علمي ژانر په نظر کې نیولو سره نه ډېره کوچنۍ او تنګه وي او نه ډېره لویه وي، یعنې د موضوع حد او حدود ټاکل مهم کار دی.
ـ هغه موضوع چې مبهمې او څو بعدي وي، نو د داسې موضوع تکملول به اسانه کار نه وي او غوره کول یې سمه نه ده.
ـ د موضوع په غوراوي کې د خپل تخصص اړوند موضوع غوره کول به ښې پایلې ولري.
په عام ډول د څېړنیزې موضوع پيدا کولو او غوره کولو کې ځينې نورې لارښوونې هم شته، خو په خاص ډول د ځينو يادونه مې وکړه. په ټولو علمي کارونو کې د موضوع غوره کول په لومړیتوبونو کې راځي. د ژباړن لپاره د ترجمې په وخت کې د داسې موضوع غوره کول، چې د فرهنګ او ادب د غنامندۍ لامل وګرځي، پيدا کول مهم کار دی. په پنځونو کې هم د موضوع د غوراوي موارد د یادولو وړ دي، خو په څېړنه کې د موضوع د غوره کولو په اړه د څېړونکي هر اړخیز معلومات درلودل اړین دي.
د څېړنيزو او تخلیقاتي موضوعګانو د غوره کولو په وخت کې باید له پوره غور څخه کار واخېستل شي. په څېړنیزو جوړښتونو کې د موضوعګانو تر مینځ باید حد او حدود معلوم وي او د دغو کالبونو تر مینځ یې توپير په کمیت کې دی، خو کیفیت یې ډېر توپير نه لري.د ښې او په خوښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی.