تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ په ارګ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره ولیدل.
فضل الرحمن، چې د طالبانو ملاتړی بلل کېږي، د جمعې په ورځ د د خپل ګوند د یوه پلاوي په مشرۍ د ولسمشر حامد کرزي په بلنه کابل ته راورسېد.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم کرزي او فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی په دې هم خبرې وکړې چې دوه هیوادونه په څه ډول د سخت دریځو او ترهګرو له ګواښونو څخه دواړه هیوادونه ژغورلی شي.
دواړو خواوو په سمه کې د ترهګرۍ د خطرونو په وړاندې د دوو هیوادونو د ګډې مبارزې لپاره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
کابل ته د مولانا فضل الرحمن ترسفر مخکې د جمعیت علمای اسلام ګوند سرچینو ویلي و چې نوموړی به له افغان ولسمشر سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.
تېره اوونۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند ویندوی جان اڅکزي وویل چې د ګوند مرکزي کمېټې پرېکړه وکړه چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر لپاره د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي بلنه ومني.
د ښاغلي اڅکزي په وینا له مولانا فضل الرحمن سره په پنخه کسیز پلاوي کې ویاند جان اڅکزی، مولانا ګل نصیب خان، مولانا عبدالواسع او مفتي ابرار ملګري دي.
ښاغلي اڅکزي کابل ته د فضل الرحمن سفر د خلکو ترمنځ د تماسونو پراساس د ښه نیت نښه وبلله. ده همداراز وویل:«څرنګه چې د افغانستان ولسمشر فضل الرحمن ته بلنه ورکړې نو د خبرو اجنډا به هم افغان ولسمشر وټاکي.»
د افغانستان ولسمشر مخکې هم د فضل الرحمن په ګډون د پاکستان بېلابېلو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره د افغانستان د سفر بلنې ورکړي دي.
ښاغلي کرزي په وروستیو ورځو کې د بهرنیو چارووزارت له لارې مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه لېږلې وه.
مولانا فضل الرحمن به د افغانستان د ولسمشر او د سولې د عالي شورا د غړیو په شمول له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره په سیمه کې د سولې او ثبات پر لارو چارو خبرې وکړي.