تاند- په داسې حال کې چې د کونړ د شلتن ولسوالۍ د سونو د کلي اوسېدونکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو د تېرې جمعې د شپې په عملیاتو کې ملکیان وژل شوي، د کونړ والي وايي چې د القاعده شبکې د ۴ غړیو په ګډون ۴۳ وسله وال سختدریځي وژل شوي دي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د شنبې په ورځ وویل چې په دې عملیاتو څو ماشومان او ښځې هم وژل شوي او د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولی دی.

me>

ښاغلی میرزکوال زیاتوي، د ملي امنیت د ځواکونو په دې شپنیو عملیاتو کې د القاعده شبکې ابوحمزه، عمرالبدر، یاسین او عاصم او د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان معاویه او ۳۸ نور طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

د کونړ والي همداراز وايي چې د عملیاتو په مهال وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره مقاومت هم کړی خو امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د کونړ د والي په وینا امنیتي ځواکونو ته یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.

خو رویټرز خبري اژانس د کونړ د ولایتي شورا د یوه غړي په قول وايي چې په دې برید کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی عبداللطیف فضلي وايي چې د جمعې د شپې په هوايي برید کې ۸ ښځې او ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندویه د ملکیانو د وژل کېدا ادعا ردوي خو وايي چې د څو تنو ملکیانو ټپي کېدا تاییدولی شي.

دیبرا ریچاردسن وویل«طالبان له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ځان ساتلو لپاره له ملکیانو څخه د هغوی په کورونو کې د ډال په توګه کار اخلي.»

دې همداراز وویل چې د امریکا هوايي ځواک د طالبانو د قوماندانانو د حذفولو لپاره د افغان ملي امنیتي ځواکونو د نوې ستراتیژۍ ملاتړ کوي.

په وروستیو دوو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول کومانډو په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو خلاف د شپې له لوري بریدونه زیات کړي او ویل کېږي چې په سلګونو طالبان یې وژلي دي.

دغو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو مهم قوماندان ملاعبدالمنان په همدې ډول عملیاتو کې وواژه.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *