د افغانستان د علومو اکادمي او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى د نابغه خوشحال د نړيوال علمي څېړنيز سيمينار افتتاحيه غونډه سبا د دوشنبې په ورځ  چې ۱۳۹۷ لمریز کال د  ليندۍ (قوس) د میاشتې له  ۲۶ مې  ، چې د ٢٠١۸ م کال  د دسمبر  له (۱۷) مې نېټې سره برابره ده د ماسپښين  په ۱  بجه  د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د چينايي ديپارټمنټ د كانفرانسونو په تالار كې جوړوي.

په دې نړيواله غونډه کې د پښتونخوا د لسګونو ليكوالو او څېړونكو  تر څنگ د افغانستان   او سيمې  ليكوال ، پوهان ،  څېړونكي  او نامتو شخصيتونه گډون كوي ،  له تاسو  څخه په خورا  درنښت هيله کوو،چې په ياد علمي څېړنيز سيمينارکې له موږ سره د خبري پوښښ  په موخه  ګډون وکړئ  ، له مرستې او همکارۍ مو له وړاندې مننه كوو.

درنښت

څېړنوال دكتور عبدالظاهر شكيب

د علومو اكاډمي د رياست سرپرست  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *