څو کلونه وړاندې مې هلمند راډيو کې د «غوره شاعر» ژوندۍ خپرونه مخته وړله. خپرونه کې مو فقط شاعران را اخيستل. مازديګر مهال و، زړه نا زړه مې د ټليفون د اوکی تڼۍ کښېکاږله، له سلام عليک وروسته يې وويل: «حاجي عبدالهادي عمري يم له لښکرګاه».
ما يې هم په مينه هرکلی وکړ او د شعر اورېدو ته يې غوږ شوم. ښکلی غزل يې راباندې ولوراوه. دا چې ښاغلی عمري د دغه خپرونې غوره او تکړه شاعر وو نو راتلونکي خپرونې لپاره مې بله ورځ د مېلمه کېدو زنګ ور وواهه، زيات خوښ شو او پر ټاکلې ورځ، ټاکلي وخت باندې خپرونې ته راغی.
دا مې لومړی ځل وو چې له ارواښاد عبدالهادي عمري سره ليدنه وشوه. زما د خپرونې يې ډېر توصيف وکړ او له دې وروسته مې د ادبي بحثونو يار شو. مشاعرو کې مو ګډون کاوه. د مشاعرو او ادبي غونډو لپاره به کمېسيونونو کې سره ملګري وو او حتی داسې وخت هم راغی چې د يو ښه ملګري ترڅنګ مې محصل هم شو او دغه لوی عالم ته زه د استاد په صفت ودرېدم.
ارواښاد عبدالهادي عمري يو جالب شخصيت درلود، د علم لويه خزانه وه، ذوق يې ټول خلک منل. له هيچا يې بد نه راتلل او هر چا سره يې د مينې او ترحم داسې تار درلود چې نن ورپسې د ډېرو باڼه لامده شول.
کله چې هنر او ادب له دين سره همغاړي شي نو عامو خلکو ته ادبيات او هنريات جواز پيدا کړي او بيا ورته د ارزښتونو په توګه درناوی کوي. ځوانيمرګ عمري لوی او فارغه ديني عالم وو، داسې عالم چې پر مسايلو پوهېده او ډېری ديني کتابونه يې هم ژباړلي او تاليف کړي دي. د ديني زده کړو ترڅنګ يې لوی هنري قلم هم درلود، غزلې يې له هنريته ډکې دي او پر هر چا خوږې لګي. موږ داسې اديبان د ګوتو په شمېر لرو چې له ديني زده کړو هم په پراخه کچه برخمن وي.
عمري صيب ديني عالم وو، ښه ليکوال وو، مسلکي ژباړن وو، هنري شاعر وو، د ادبي مجلسونو پلوی او بنسټګر وو، د مجلو مؤسس وو، د فرهنګي ټولنو د سر انسان، تکړه استاد، غوره محصل او ښه ملګری وو. او دا ټول خويونه يې عمل کې ثابت کړي هم دي، کتابونه يې ليکلي، ژباړلي. چې بل وخت به پرې ان شاالله خبرې وکړو.
که د ارواښاد عمري شخصيت يوه دايره فرض کړو، نو دايره خپل چاپيريال کې څومره ډېر اړخونه لري، همدغومره اړخونه د نوموړي شخصيت لرل. که څه هم زما نزدې او د مشورې ملګری وو، خو د هغه له مرګ وروسته راته د هغه اړخيز او څو بعدي شخصيت ښه ثابت شو او د پښتون قوم هغه بدبختي هم راته ښه ثابته شوه چې تر مرګ وروسته د خپل عالم په علم، پوهې او کمالونو پسې ارمان کوي او تعريفونه يې کوي.
عبدالهادي عمري د هلمند وو، خو وړتيا يې خوښېده، کار يې خوښ وو او لايق کسان ورباندې ګران وو، که هغه د هرې سيمې او هرې ژبې ويونکی وو، خپله هم لايق انسان وو.
زه د افغانستان د ختيځ ولايت کونړ يم، عمري صيب د سوېلي ولايت هلمند وو، په مادي لحاظ هم زما او د هغه ژوند دومره توپير درلود لکه ځمکه او اسمان. خو ما سره به يې داسې چلند کاوه لکه زه چې يو پاچا يم او دی يو ملنګ وي.
کله چې اراکوزيا پوهنتون کې د ښوونې روزنې پوهنځي رئيس وټاکل شوم، ارواښاد عمري بې حده زيات خوشاله شو، زما په اړه يې فيس بوک کې لاندې جملې وليکلې.
بله ورځ تر دفتره راغی، ښاغلي احمدشاه پاڅون ته يې ټليفون ورکړ او ورته يې وويل، زما او د عادل عکس واخله. ماښام يې ورسره لاندې بيتونه ليکلي وو.
عمري صيب د هېواد په لر او بر کې ملګري درلودل. د هغه پر مرګ ډېرو وژړل. ډېر زړونه پرې ودردېدل. ګڼ ديني، ادبي، فرهنګي او سياسي ملګري يې پرېښودل. له هغه درې مېرمنې او کوچني کوچني اولادونه پاتې شول. هغه د ۱۳۹۷ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په ۲۴مه نېټه ماذيګر مهال د کندهار – هلمند پر لاره ميوند ولسوالۍ کې د موټر د ټکر له امله د حق داعي ته لبيک ووايه او خپل روح يې حق ته وسپاره.
د عمري صيب د بنډارونو ملګري به تر ډېره ساړه وي. تر ډېره به بې سيکه وي، تر کلونو کلونو به بې ذوقه وي او تر لسيزو به بل انسان هغومره مينه پر خلکو ونه ويشي څومره چې عمري وېشلې وه. ارواښاد عمري د علم لويه تنده لرله، د علمي غونډو او کنفرانسونو لېونی وو او داسې يې خوښېدل چې ټول عمر محصل و اوسي او علم حاصل کړي.
هغه دنيا دې يې رنګينه شي.
۱۳۹۷ / ۹ / ۲۵
د شهيد عبدالهادي عمري د شهادت دويمه ورځ