امان الله احساس

کابل ښار تر شپږ  میلیونه د ډیرو وګړو په لرلو سره د نړۍ یو له ګڼمیشته ښارونو څخه دی، دلته په هر کیلو متر کې تر ٧٩٠٧ ډیر کسان ژوند کوي، کابل د نفوسو دچټکې پراختیا یا ډیروالې له اړخه په نړیواله کچه پنځم ښاردي.په یوه سیمه کې د وګړو ډیروالی په زیرمو او چاپیریال باندې مستقیمه ناوړه اغیزه شیندي. په کابل ښار کې د اوبو د کچې ټیټیدو، د هوا ککړتیا او خاورې توږیدنې  یو ستر لامل هم د وګړو کثرت دی چې په دې ښار کې راغوڼد شوي دي.

کابل ښار نیږدېد دری میلیونه وګړو د اوسیدلو وړتیا لري، خو اوس مهال نیږدی اوه میلیونه کسان پکې خواره دي چې دې چاري ددې ښار په هوا، اوبو او خاورې باندې خورا ناوړه اغیزې کړې، هوا یې د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده، د ځمکنیو او روانو اوبو کچه پکې ورځ تر بلې په کمیدو دي او چاپیریالي ستونزي یې له شمیره وتلي دي.

انسانان زیرمې د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره کاروی، کله چې زیرمو ته اړتیا ډیریږي مصرف یې لوړیږي او ورباندې فشار زیاتیږي، د زیرمو لوړ مصرف سربیره پر دې چې یادې زیرمې زیانمنوي د ډیرې ککړتیا سبب هم کیږي. په اوس وخت کې  د نړۍ ټول هیوادونو له دری ډوله ککړتیا څخه ډير زیانمن دي او په وړاندې یې مبارزه کوي.

د هوا ککړتیا یې لومړنی هغه دی چې په اوس وخت کې کابو د نړۍ د اتیا سلنه وکړیو ژوند ګواښي، ګڼ شمیر خلک یې په ډول ډول ناروغیو اخته کړي دي. د اوبو او خاورې ککړتیا دوه ډوله نورې ککړتیاوې دي چې کابو د نړۍ ټول ملتونه یې له ورته ګواښونو سره لاس او ګریوان کړي دي، د چاپیریال د ککړتیا لاملونه له یو ځای تر بله فرق کوي خو اغیزې په ټولو باندې یو شان دي ددې تر څنګ ککړتیاوې پولې نه پیژنې کوم ډول ککړتیا چې د نړۍ په یو کونج کې رامینځ ته کیږي د نړۍ بل کونج ته یې حتمآ اغیزي رسیږي هغه که په مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه بڼه وي.

له کلونو وړاندې تر اوسه د هوا په سړیدو سره په کابل ښار کې خلک دهوا له شدیدې ککړتیا څخه شکایت کوي او له بده مرغه کال تر بله دا ستونزې پراخیږي، کمیږي نه.

په نوره نړې کې ډیری ککړتیاوې د صنعتي کړنو په پایله کې را مینځ ته کیږي خو په کابل کې د هوا ککړتیا صنعتي ندي دلته د فوسیلي موادو د سوځونې او مصرف تر څنګ د غیرې معیاري ماشینونو او وسایلو کارونه ددې ګواښ تر ټول ستر عوامل دي، د فوسیلي توکېو مصرف د نړۍ په ټولو هیوادونو کې معمول دی، په تخمیني ډول په نړۍ کې شاوخوا ۸.۲ میلیونه وګړې فسویلی مواد یواځې د سوخت له پاره کاروی په پرمختللیو هیوادونو کې هم یادې توکې مصرفیږي، ولې هلته یې ناوړه اغیزې دومره ګواښونکې ندي، دلیل یې د مصرف ډول او د توکو کیفیت دی.

د فوسیلي او عضوی موادو کارونه د بیلابیلو ناروغیو ترڅنګ د ډول ډول سرطانونو سبب هم کیږي، د نړیوالو څيړنو پر بنسټ د هوا ککړتیا د له وخته مخکې مړینې پنځم ستر عامل ګڼله کیږي.

د افغانستان روغیتا وزارت دشمیرو له مخې هره ورځ سلګونه هغه ماشومان یواځې اندراګاندي روغتون ته د درملنې له پاره مراجعه کوي کوم چې د ککړې هوا د تنفس له امله په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي، دستونې، پزې او سږیو ناروغۍ هغه څه دي چې یاد ماشومان ورباندې اخته کیږي.

دا یواځې ماشومان ندي چې د ککړې هوا دتنفس له امله په یادو ناورغیو اخته کیږي بلکې په کابل ښار کې میشت هر وګړی د یادو ناروغیو له لورې له ورته ګواښ سره مخ دی.
دا چې ماشومانو او بوډاګانو د معافیت سیستم له ناروغیو سره د مقابلې په وړاندې ضعیف دي ځکه خو دا دوه ډلې په لوړه شمیره د هوا د ککړتیا له امله ډیر زیانمن دي.

د چاپیریال ساتنې ملې ادارې د چارواکو په وینا اوس مهال په کابل ښار کې دهوا د ککړتیا کچه تر ۶۰۰ مایکرو ګرامه په هر متر مکعب کې لوړه ده هغه هم په هغه صورت کې که چې یواځې په هوا کې ګډې ذرې وشمیرو، باید وویل شي چې دا کچه ثابته نده او نه هم د کوم نړیوال ستندرد په بنسټ ترلاسه شوې دي.

که غواړې په کابل ښار کې د هوا ککړتیا درته مالومه شي نو سهار وختې یوې هسکې غونډي یا غره ته وخیزي او د ښار تشیالی وګوري او یا هم د شپې په لومړۍ نیمه کې په موټر باندې مزل وکړي هغه وخت به په دې اقرار وکړي چې دا ښار نه یواځې د انسانانو بلکې د ژویو او الوتونکو د اوسیدلو له پاره هم مناسب ندي.

د هوا ککړتیا معمولا په یخني کې ډیریږي ځکه خو د څلرویشتو ساعتونو په لړ کې سهار وختې او ماښام ناوخته د هوا ککړتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسیږي، په دې دو وختونو کې له یوې خوا هوا سړیږي چې د هوا ککړونکو توکو ته د را یوځای کیدلو زمینه برابروي له بلې خوا خلک د خپلو کورونو دګرمولو په موخه په  لوړه او غیرې معیاري توګه د ډبرو سکاره، لرګي، پلاستیکونه، تیکې او ګڼې نورې کیمیاوي او عضوي توکې سوځوي چې هر یو یې د ژوندیو موجوداتو روغیتا او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

که دا چاره په همدې توګه دوام ومومي لرې نده چې د چین په څير یو ستر انساني ناورین د ککړې هوا له امله په کابل کې رامینځ ته شي، د ماښام له لورې د ککړتیا ډیروالي او د هوا یخیدل ددې سبب کیدلای شي چې د کابل په تشیالې (فضا) کې یوه داسې لایه رامینځ ته کړي کوم چې په اتموسفیر کې شتون نلري او د اتموسفیر دوران له مینځه وړي کولای شي د سلګونه خلکو د مرګ سبب شي کټ مټ لکه په چین کې چې کلونه وړاندې ورته پیښه رامینځ ته شوه.

د هوا  له ککړتیا څخه مخنیوی د یوې ټولنې د هر وګړې دنده دی چې باید ترسره یې کړي. ددې دندې ادا کول په نورو احسان نه بلکې خپل ژوند او روغتیا ته پاملرنه دي، د هوا او چاپیریال پاکونه د یو کس دنده نده او نه هم په یوه کس باندې داچاره شونې دي بلکې هر یو د خپل چاپيریال په وړاندې مسولیت لري.

له ککړې هوا څخه ځان ساتنه له ناروغیو څخه د ځان ساتنې په مانا دي، که غواړې روغه سټه او خوشحاله ژوند ولرې  له ککړې هوا څخه ځان خوندي وساتي او  د هوا په پاکونه کې خپل مسولیت ترسره کړي، له کوره بهر د هوا له ککړتیا څخه د ځان ساتنې په پارله ماکس څخه ګټه واخلي، پاکې اوبه مه ککړوي او له پاکو اوبو څخه استفاده وکړي، په پرانیستي چاپیریال کې له ګرځیدلو څخه ډډه وکړي. دا ټولې  هغه چارې دې چې کولای شيموږ له دې وژونکېو ګواښونو څخه تر یوې کچې پورې خوندي وساتي.

ددې ترڅنګ خوړو او پوښاکو ته پاملرنه بله هغه چاره ده چې کولای شي د ککړې هوا د ناوړو اغیزو په وړاندې مو په ساتنه کې مرسته وکړي.

میوې په ځانګړې توګه دمڼې ډیر خوراک چې په سږیو باندې د ککړې هوا اغیزې راکموي هم یوه  معقوله چاره ده، د روغتیا پالانو په اند مڼه په خپل ځانګړې خاصیب سره ددې وړتیا لري چې سږي د ککړې هوا له ناوړو اغیزو څخه خوندي وساتي.

پاک چاپیریال د روغتیا لومړنۍ اړتیا ده.
د یوه شین، پاک او اباد افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *