څو ورځې کیږي حالت مې خراب دی، د زړه په هوا مې ورېځ خپره ده، په کور کې له وړې خبرې څخه نا راحته کیږم، په دفتر کې هم له هیچا سره په سم مخ نه یم مخامخ شوی، په عادي خبره لکه اور چې واخلم، یو نږدې ملګري مې هم راته وویل: حالت دي بدل شوی دی.

خو زه نه پوهیږم ولي خپګان را باندي لمن غوړولې، او ولي مې په وجود کې خوښۍ او خوشحالي ځای نلري، ښه پوهیږم دا حالت ښه نه دی څو ځلې مې ځان ملامت کړی هم دی، خو دې حالت ته تغیر نه شم ورکولی، نا ببره مې په ذهن کې را تېره شوه ایا د خوښۍ دارو به پیدا نشې؟

ډاکتر ته ورغلم، د خوښۍ دارو مې ترې وغوښتل، ډاکټر د طبي قوانینو سره سم زما له پوښتنې وروسته له ما څخه زیاتې پوښتنې وکړې ډاکټر وویل:

دا ډېره عجیبه پوښتنه ده زموږ په هیواد کې اوس زیات خلک له دې سوال سره مخامخ دي، زیات خلک اوس له ما څخه د خوشحالي درمل غواړي او زه ورته لازمه سلا او مشوره ورکوم. څه وکړم خوښ ووسم؟ د خوښۍ فارموله را ته وښیه؟ د خوښۍ دارو شته او کنه؟ دا هغه سوالونه چې ټول انسانان ورسره مخ دي او ټول يې باید ځواب تر لاسه کړې. ډاکټر راته وویل:

ستا علاج کولی شم، په څوکې کې ورته را نیغ شوم، د تندي ګونځي مې سره وغوړېدې او ورته غوږ شوم.

ډاکټر: موږ داسې دارو نه لرو چې تا خوښ کړي ، خو داسې دارو لرو چې له تا څخه افسردګي او سرګرداني لري کړي ، ذهني بوج به دي کم کړي او توهم او هزیان به دي درمان شي، خوښۍ بله موضوع ده هغه له ژوند سره تړاو لري، که د نه موجودو څیزونو پر ځای په شته شیانو تمرکز وکړې نو خوښ به ووسې. که د نه حاصلېدونکي موقف په ځاي پر خپل موقف تمرکز وکړې خوښې په دې زیاته شې او حپګان به دي کم شي.

ډېر وخت چې ناروغ ډاکټر ته ورځي نو دې ته ورته ډېر کلمات وايي که دا ځل جوړ شم او له دې ناروغۍ نه مې الله بچ کړې په نړۍ کې به چورت ونه وهم او خوښ به ګرځم ، خو څه وخت وروسته خپله روغتیا هیره وي او خوښۍ ترې کډه کوي.

ایا نه شو کولی خپل روغ صحت ته تر ډېر خوښ ووسو.

ایا نه شو کولي خپلې شته داراي او دینا ته خوښ ووسو او د الله(ج) شکر وباسو.

د ډاکټر خبري را باندې ښې ولګېدې ځان مې ارام احساس کړ، پوهېدم چې له ذهنه مې بې ځایه چورتونه کډه کوي او د روغتیا په لوري ګامونه اخلم ، د ډاکټر خبرو ته نور هم غوږ شوم هغه پسې زیاته کړه: د خپګان او خوښۍ ستر عامل دا دی چې نړۍ ته په سم نظر وګورو موږ اوس هم د ماشومانو په ډول هر شی چې غواړو ارزو مو دا وي چې بل يې باید راته برابر کړي، دا چې ښوونځي ته باید ولاړ شو غوصه کیږو، دا چې باید کار وکړو په تکلیف کیږو، دا چې باید د ملګرو په منځ کې ووسو ځان ترې باسو، دا چې پور ادا کړو ځای بدلوو ….. او بیا بهانې جوړوو چې زه بد نصیبه یم.

د خوشبختۍ احساس د رواني روغتیا له مهمو اصولو څخه دی. زه فکر کوم موږ اوس هم لا عادتآ ماشومان یو، کله چې شیر خواره ماشوم څه وغواړي فوراً يې مور ورته تیار وي او که ځنډ پکې راشي نو ژړاوې پیلوي، موږ هم همداسي یو په کور کې مو ارزو دا وي چې زه ورځم ټول کارونه باید را ته شوې وي او که نه وي شوي د قهر په بدرګه رانه هر څه ویل کیږي، کله چې موږ لویږو نو زموږ د مور او پلار دندې ښوونکي، مدیر، رئیس، ښاروال، وزیر او آن د دولت رئیس ته انتقالیږي، موږ ځان داسي احساسوو چې باید زموږ ټول کارونه نور وکړي، او زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي چې دا د خپګان ابزار او وسایل دي او که موږ خپله دنده واخلو ځان مسئول وګڼو نو موږ به خوښ واوسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *