انسان په فطري ډول غواړي د نورو د احترام وړ شي او نور ورته احترام او درناوی وکړي. خو هر څوک دې مقام ته نشې رسېدلی، هغوی چې په ټولنه کې محبوب او مطرح دي، د دې حالت رمزونه يې زده کړي او عملې کړي دي. په ټولنه کې جذابیت او محبوبیت اکتسابي دي او په لاندې ډول يې تر لاسه کولی شو:
۱ ـ ظاهري ښایست او نظم
پاک ووسئ پاکې تاسې په غیر اختیاري ډول جذاب کوي، ځیني کسان په اشتباه سره ځان عجیب او غریب جوړ وي تر څو جذاب شي خو مهمه خبره داده چې ساده، منظم او پاک واوسئ. پاکوالی مو خبرو ته وزن ورکوي، او په ټولنه کې مو مطرح کوي، پاک کس ته څوک د چل او دوکې زړه نه ښه کوي.
۲ ـ خاموش واوسئ
ډېر کسان فکر کوي چې د ځان مطرح کولو یوه لاره زیاتې خبرې کول او په هر شي کې دخالت دي.سکوت او خاموشي یو ډېر لوی او قوي ذهني او روحي تاثیر دی.
۳ ـ نرمې خبرې وکړئ
کله چې نرمې خبرې کوئ په اساني سره د نورو د جذب سبب کیږئ، غالمغالي کسان څوک نه خوښوي.
۴ ـ ځان ته درناوی ولرئ
څومره چې ځان ته درناوی ولرئ هغومره به ټولنه کې مطرح یاست، خپلې خبرې، انتخاب او موخې ته درناوی ولرئ تر څو نور هم ورته درناوی ولري.
۵ ـ زیاته شوخي مه کوئ
زیاته شوخي مو ذهني انرژي او جذابیت کموي ځکه زیاته شوخي د وګړو ترمنځ پولې نړوي او بې باکي منځ ته راوړي خو په نرم تبسم کې، درندوالی، جذابیت او متانت پروت وي.
۶ ـ قاطع واوسئ
هغه کسان چې قاطعیت لري او په ژوند کې يې ځان ته معلوم هدف انتخاب کړی وي په ټولنه کې جذاب وي، متردد، ژر بدلېدونکی او بې تصمیمه کسان په ټولنه کې هیڅ جذابیت او محبوبیت نلري.
تاسي هم کولی شي یو مطرح، جذاب او محبوب کس شئ همدا اوس لاس په کار شئ او انتظار پای ته ورسوئ.