تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ابوظبي په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې له شپږ میاشتې اوربند سره موافقه وکړي.
د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا د شپږ میاشتني اوربند ترڅنګ له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ملي یووالي په یوه نوي حکومت کې ګډون وکړي چې په راتلونکې کې به جوړ شي او د افغانستان نوی سیاسي نظام به جوړ کړي.
د (دي نیوز) د طالب سرچینو پر اساس ویلي چې طالبانو د دې په مقابل کې له امریکا وغوښتل چې ټول بندیان خوشي کړي، د طالبانو د تحریک پر مشرانو بندیزونه لېرې کړي او د خپلو پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.
طالبانو په عین حال کې ویلي چې شپږ میاشتنی اوربند اسانه نه دی چې رعایت یې کړای شي.
ځینو نورو پاکستاني رسنیو بیا د طالبانو په قول ویلي چې دا ډله یو میاشتني اوربند ته تیاره ده خو شپږ میاشتنی اوربند نه شي منلی.
دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د ابوظبي په پرونۍ غونډه کې طالبانو وویل چې په هغه صورت کې شپږ میاشتنی اوربند اعلانولی شي چې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات تصمین وکړي چې د موقت حکومت مشر به د طالبانو په خوښه ټاکل کېږي.
امریکا، طالبانو او نورو خواوو تراوسه پورې په خپل منځ کې د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون الجزیرې ته وویل چې د ابوظبي د خبرو هدف دا دی چې طالبان بین الافغاني خبرو ته تشویق شي.