تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو یوه افغان – جرمن ښځه، چې ۲ کاله پخوا په کابل کې یرغمل شوې وه، وژغورله.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا ښځه د یوه سړي له لوري، چې نجیب نومېږي او هغه یې په جرمني کې لیدلې وه، تښتول شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت د برمته شوې ښځې د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې دا ښځه دوه کاله پخوا په پلازمېنه کابل کې تښتول شوې وه او په دې موده کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ساتل کېده.
د کورنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، پولیسو دا ښځه د کابل ولایت په بګرامي ولسوالي کې د عملیاتو په ترڅ کې وژغورله.
هغې پولیسو ته ویلي چې د برمته توب په موده کې د برمته ګر نجیب له لوري وهل شوې او ربړول شوې ده.
له نجیب څخه تحقیقات روان دي.