تاند- د افغانستان دفاع وزارت نن/ سې شنبه/ وویل، د پکتیا، پکتیګا. خوست او لوګر ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې عمومي قوماندان ووژل شو.

د دفاع وزارت ویندوی غفور احمد جاوید په کابل کې رسنیو ته وویل، بلال ځدراڼ د طالبانو د جنوب ختیځې سیمې د سرې قطعې قوماندان د دوشنبې په شپه ووژل شو.

د دفاع وزارت د ویاند په وینا په څه باندې ۳ اوونیو کې د طالبانو ۱۵ مهم غړي وژل شوي دي.

په وروستیو ورځو کې په هلمند کې د طالبانو مهم قوماندان او د دې ډلې د هلمند والي ملا عبدالمنان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د منان وژل کېدا طالبانو ومنله خو دا ډله د خپلو نورو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه څه نه وايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *