تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /سې شنبه/ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره به هر هغه څه وکړي چې په وس یې پوره وي.
عمران خان په ابوظبي کې له طالبانو سره د امریکا، متحده عربي امارات او سعودي عربستان له غونډې وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل«پاکستان په ابوظبي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو له کېدو سره مرسته وکړه، اجازه راکړئ چې دعا وکړو دا (خبرې) د سولې سبب شي او د افغانانو د نژدې درې لسیزو کړاونه پای ته ورسوي. پاکستان به د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره له خپل ټول توانه کار واخلي.»
د اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼه وايي، په ابوظبي کې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته طالبانو وویل چې دوی له امریکايي پوځیانو سره د هغوی د ځواکونو د وتلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
ورځپاڼه زیاتوي، د ابوظبي له درې ورځینیو خبرو، چې د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په هڅه پیل شوې، داسې ښکاري چې د اسلام اباد په دریځ کې ډېر لوی بدلون راغلی دی. دا هیواد د طالبانو په ملاتړ او هغو ته په پناه ورکولو تورن دی.
دي نشنل وايي چې د خبرو په بهیر کې خنډ دا دی چې طالبان د ابوظبي د غونډو په څنګ کې د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کوي.