ARTICLESS

د حقوقوپه اړه له نورو خبرو وړاندې دا پوښتنه پيدا کېږي چې حقوق څه مانا؟ بله داچې انسان دا وړتيا لري چې د يوچا يا د يو شي لپاره د حقوقو پوره ټاکنه وکړي؟ او دريمه دا چې له انسان سره دا توان شته چې د يو چا يا د يو شي حقوق په بشپړه توګه پوره کړي؟ نا! هېڅکله يې نه شي پوره کولی! او نه د څه شي حقوق ټاکلی شي!

د يو شي حق هله ټاکل کېدی شي چې قيمت يې مالوم شي! نو ايا موږ د څه شي قيمت مالومولی شو؟ مثلاً: د خاورې قيمت؟ د اوبو؟ د مالګې؟ د هوا؟ د اور؟ د تېږې؟ دلرګي؟ دڅاروي؟ او د انسان قيمت؟ …. موږ هېڅکله هم د شيانو بيه نه شو مالومولی.

د يو شي قيمت هله مالومېدلی شي چې ورباندې شوی مصرف يې مالوم شي. نو موږ ته څه پته ده چې په خاوره، په اوبو، په مالګه، په هوا، په اور، په تېږه، په لرګي، په څاروي او په انسان الله تعالی څومره مصرف کړی؟ او د دغو شيانو په جوړښت کې لګول شوي توکي الله تعالی په څه ډول پيدا کړي او څومره ارزښت لري؟

نو اوس به مو حقوق پېژندلي وي! او په دې به پوی وئ چې حقوق څه ته وايي!

په کومه ټولنه کې چې د انساني حقوقو خلاف د کايناتو د پلار (د ــــ انسان) قيمت يو څو لکه افغانۍ وي نو هلته به انسان ته د انسان حقوق د انسان د شتو په اندازه ورکول کېږي او د شتو په اندازه به يې درناوی هم کېږي.

انسان د انسان او د کوم بل شي لپاره حق نه شي ټاکلی. ځکه چې قيمت يې نه شي مالومولی. که موږ د انساني هڅو هغوپايلو ته وګورو چې د شيانو او د انسانانو د حق ټاکنې په برخه کې يې کړې حتمي به پکې اساسي نيمګړتياوې او توپيرونه ووينو. مثلا:ً په ځينو هېوادونو کې انسان ته قانون دا حق ورکوي چې نر له نر او ښځه له ښځې سره واده وکړي. خو که په ډېرو نورو هېوادونو کې څوک د دې کار په کولو ګير شي سختې قانوني او کلتوري سزاوې به وويني. يو بل مثال: په ځينو ټولنو کې ښځه ګوښې او بې [حجابه] له کوره د وتو حق نه لري خو په ځينو نورو ټولنو کې چې ښځه آزاده ګرځي هلته د لوپټې د جارولو حق نه لري.

په همدې ډول د انسان لخوا د شيانو او انسانانو لپاره هر ډول ټاکل شوي حقوق نيمګړي او بې ترتيبه دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا کار به څوک ترسره کوي؟ او د دې نا شوني کار اهل څوک دی؟ او دا حق د چا دی چې دا کار وکړي؟ ځواب دا دی چې دا حق يواځې د حق تعالی دی چې د شيانو او انسانانو حقوق وټاکي! يواځې حق تعالی کولی شي چې د شيانو او انسانو قيمت مالوم کړي! ځکه چې هغه ته د شيانو او انسانانو په پيدايښت باندې شوی لګښت مالوم دی!

خو ايا تاسې پوهېږئ؟ چې حق تعالی د هرشي ازرښت بيان کړی! د هرشي قيمت يې مالوم کړی! او د هر شي حق يې ټاکلی!

هو موږ په دې پوهېږو! خو د منلو او عملي کولو هڅه يې نه کوو! او په دې ډول د حق تعالی د حقوقو تر څنګ د انسانانو او شيانو حقوق هم نه پر ځای کېږي! نه پر ځاي کېږي! او نه پرځای کېږي!

 

حمل/۱۳۹۲

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *