اسلم بلوچ

د انساني حقوقو د پايمالولو په برخه کې پاکستان يوه قصابخانه ده.

دا خبرې د بلوچ لیبریشن ارمي (بي ايل ای) مشر اسلم بلوچ  ټويټر او نورو ټولنيزو رسنيو ته په استولي پیغام کې کړي دي.

د بي ايل ای مشر اسلم بلوچ وويل چې په پاکستان کې د مذهبي حقوقو په پايمالولو کې ځينې لويې ګناوې د قومونو د عزت او حقوقو تر پښو لاندې کول، ناوړه کارول او قتل عام دی. هغوی وويل چې دبلوچو، سنديانو او د پښتنو له قومي حيثيت نه انکار کول، د هغو د قومي وسائلو غلا او قتل عام له جهنم نه بد حالت رامنځته کړی دی.

اسلم بلوچ زياته کړه، چې د انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو په برخه کې پاکستان يوه قصاب خانه ده، له همدې امله د انسانانو د ژغورلو لپاره پر امريکا سربېره بايد نړيوال هم ژر تر ژره اقدامات ترسره کړي.

پاکستان له ښوونځيو او ديني مدرسو څخه زده کونکي اختطاف کوي او ترهګريزو بریدونو ته يې چمتو کوي، په بلوچستان، پېښور، سند او وزيرستان کې چې څومره ماشومان نادرکه شوي، په دې ټولو کې د پاکستان لاس دی. دوی ماشومان په دوو برخو وېشي: هغه ماشومان چې له سیند او بلوچستان نه یې اختطاف کړي دي، هغوی کشمير او هند ته د جګړې او ترهګريزو بريدونو لپاره لېږدوي او هغه چې له وزيرستان او پېښور نه اختطاف شوي دي، افغانستان ته یې لېږدوي.

موږ له نړۍ والې ټولنې نه جدي غوښتنه کوو، چې پاکستان دې يو ترهګر هېواد نړيوالو ته وروپېژني، پنجاب له يوه لوري په ظاهري بڼه له افغانستان سره په سوله کې بوخت دی او له بلې خوا یې په کلیو او ښارونو کې ترهګريز جلب  و جذب ته ښه پراخ کمپاین روان کړی دی، دوی د جهاد او د اسلام په نامه قتل عام کوي، پاکستان يوازې د يوې قصاب خانې په نوم یادولی شو.

د پاکستان پوځیان زموږ ښونځيو او پوهنتونو ته له ټوپک سره ننوځي او محصلين کله په يوه بهانه او کله په بله بهانه نیسي او کله چې د هغه کورنۍ له پوځ نه پوښتنه کوي چې زموږ د بچي ګناه څه وه؟ او چېرته دی؟ دوی يې بې عزته کوي، تر دې چې په بلوچانو کيمياوي وسلې هم ازمويل شوي دي، خو بیا هم نړيوال چوپه خوله ناست دي آيا بلوچان انسانان نه دي؟ ولي حقوق بشر زموږ غږ نه اوري؟ د نړۍ والې ټولنې دنده څه ده؟ يو ځل بيا هم ښکاره وايم چې پاکستان دې له بلوچستان نه لاس واخلي. موږ د مرګ تر اخري سلګۍ پورې جنګيږو . لکه څرنګه چې دپنجاب رياست پوځيانو په بنګال کې خپل پتلونونه پريښي و همدا ډول به یې په بلوچستان کې هم پريږدي.

په پای کې د نړۍ ټولو مسلمانانو وروڼو نه غوښتنه کوم چې له بلوچ مجاهدينو سره مرسته وکړي که مالي مرسته نشئ کولی، دومره خو کولی شي چې زموږ غږ بدرګه کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *