پکتیکا والي محمدالیاس وحدت دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ ددې ولایت د غونډو په تالار کې د یوې پراخې ولسي غونډې پرمهال وکړې.

په یاده غونډه کې د پکتیکا والي ترڅنګ، ددې ولایت امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، د دوهمې پلي لوا قوماندان، د بهرنیو ځواکونو استازي، سلګونه قومي مخورو، دیني علماوو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، حکومت په ټوله کې هڅه کوي چې د ولسونو د هوساینې په موخه بېلابېل ګټور پروګرامونه جوړ او پلي کړي.

ښاغلي وحدت دغه راز د سولې روانو هڅه ته په اشارې سره وویل چې یادې هڅې حکومت له یوه قوي دریځه پیل کړې او هیله من دی چې د افغانانو دغه ستره هیله به ډېر ژر پوره شي.

نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا امنیتي او پرمختیایي وضعیت تر بل هر وخت بهتر شوی او په وینا یې د لا ښه والي لپاره یې ګټور پروګرامونه په پلان کې دي.

په همدې حال کې ددې ولایت اوسېدونکي د نویو پروژو پیل او د امنیتي وضعیت بهبود ته خوښ دي او زیاتوي چې دې چارې ددوی هم مستقم اغېز کړی.

دوی زیاتوي چې په خپلو سیمو کې به د هر ډول ګټورو پروژو له پلي کېدو ملاتړ کوي او ددې ترڅنګ به د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې خپل ځوانان شامل کړي.

د یادونې ده، په یاده غونډه کې د پکتیکا امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او د ملي اردو د دویمې پلي لوا قوماندان هم په خپل وار سره ګډونوالو ته خبرې وکړې او خلکو ته یې د امنیتي حالت د لا بهبود لپاره به شپه ورځ هلې ځلې کوي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *