تاند- په وروستیو کې په امریکا کې د مصنوعي ذهانت لوډسپېکرونو زیات مینه وال موندلي او دا ډول لوډسپیکرونه په ځانګړي ډول په امریکا کې په چټکه عام کېږي.

د اډوبي کمپنۍ له څېړنو سره سم، د روان میلادي کال تر پایه پورې به، چې څه څو ورځې یې پاتې دي، د امریکا نیمايي کورنۍ د مصنوعي ذهانت لوډسپېکرونه په خپلو کورونو کې ولري.

د مصنوعي ذهانت لوډسپېکرونه داسې جوړ شوي چې خبرې به ورته کوئ او هر څه چې ورته وایاست د هغو مطابق به خبرونه، موسیقي، د هوا حال درته وايي او یا به د انترنیت له لارې پرې سودا اخلئ.

دا لوډسپېکرونه ورځ په ورځ عام کېږي او د اډوبي انالیټیکس څېړونکې موسسې څېړنې وايي چې د ۲۰۱۸ تر پای ته رسېدو وړاندې یا په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا نیمايي کورنۍ لږترلږه یو دا ډول ځیرک سپېکر په خپل کور کې ولري.

حاضردمه په سلو کې ۳۲ امریکايي کورنۍ په خپلو کورونو کې ځیرک یا د مصنوعي ذهانت لوډسپېکرونه لري چې دا د تېر کال د دسمبر په پرتله په سلو کې ۴ زیاتوالی ښيي.

همداراز د هغو پلورنځیو شمېر خورا ډېر شوی چې دا محصول یا سپېکر پلوري.

اډوبي کمپنۍ وايي چې له ځیرک سپېکرونو څخه کار اخیستل هر کال د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۷۶ زیاتېږي او د دغو سپېکرونو خاوندان د ورځې لږترلږه یو ځل ورڅخه کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *