اوس چې د نړۍ د ستر ښکرور ښکېلاکګر امریکا په افغانستان او سیمه کې د خپل سیاسي نقشې دبدلون وخت رارسېدلی نو په همدې موخه غواړي د خپل سترنج دانو کې هم تغیر راولي.
دوې ځینې وخت بیخې د خپلې لوبې لوبغاړي بدلوي او ځینې وخت یوازې په لوبغاړو بل تمثیل کوي صرف رول یې بدلوي او په ډرامه کې یې په نوي شکل خلکو ته وړاندې کوي.
امریکا چې د خپلو موخو ته د رسېدو له پاره د چا څخه کار اخلي ځینې وخت هغه خلک یا ډله په دې پوهېږي او ځينې وخت په دې هم نه پوهېږي چې د چا له خوا او یا ولې لوبول کېږي.
طالب هم هغه څوک دی چې امریکا په سیمه کې خپلو موخو ته درسېدو له پاره ډېر ولوبوه. دا چې د طالب په دې خبره څومره سر خلاصېږي داهم ګرانه خبره ښکاري ځکه د طالب د سیاسي پوهې ژورتیا، دید او شعور کچه تر دې بریده نه رسېږي.
لږ ترلږه د ټيټې او منځنې کچې طالب خو په دې نه پوهېږي او مشران یې ځینې یې د جاه و جلال مینان دي، ځینې کېداې شي ډېر ساده ګان او په دې رښتیا هم پوه نه شي او ځینې چې پوه وه او غږ یې پورته کړی پاکستان وژلي اویا یې زنداني کړي.
امریکا چې پاکستان یې تاریخي وفادار غلام دی همېشه د خپلو پروژو د پلي کولو له پاره په دې سیمه کې استخداموي او بیا پاکستان یې د عملي کولو له پاره ځان ته کوچني نوکران او غلامان نیسي.
خو پاکستان داسې عادي او ناپوهه غلام نه دې چې هر څه د بادار په خوښه اوګټه وکړي بلکه لومړې په خپله ګټه فکر کوي بیا د بادار او که په دې کې ترې بادار ناراضه یا په قهر شي نو بیا د بادار د پخلاینې او حتی د تېروېستنې په هنر ډېر ښه پوهېږي.
د طالب ډلې موجودیت څخه نه یواځې امریکا بلکه پاکستان حکومت هم ډېرې ګټې پورته کړې.
منم چې طالب هم ځېنې لنډمهاله لاسته راوړنې لرلې لکه امنیت ځکه طالب هغه وخت منځ ته راغی چې جهادي مشران او ډلې په بې ساري شر اوفساد بوخت و او ملت ترې په سخت عذاب او ظلم اخته وه. نو ځکه ملت په پيل کې تر ډېره حده طالب ته ښه راغلاست وویل.
خو لکه څنګه چې د طالب په سیاسي شعور او دحکومت په چارو د نه پوهېدو وغیره مې پورته ولیکل نو له دې کبله طالب افغانستان ته تاریخي ضربه ورکړه.
افغانستان ته یې په تعلیمي او علمي ډګر کې دومره زیان ورساوه که چېرې واکمني یې لږ نور دوام کړی وای نو باور وکړئ چې په ښځینه و کې به څوک لوستي پاتې نه وه او په نارینو کې به هم مسلکي ځوانان او کدرونه د نیست برابر وه.
له دې سره سره یې د افغانستان اقتصاد ته هم بې کچه زیان واړوه، د افغانستان تاریخي اثار او ابدات یې له منځه وړل پيل کړل، ډېری یې د پاکستان ، سیمې او د نړۍ موزیمونو پورې ورسېدل، په نړۍ او سیمه کې یې د افغانستان ارزښت او مقام نور هم راوغورځاوه، د اسلام مبارک دین یې هم په ځینو زشت اوناښایسته کارونو نورې نړۍ ته په خاصه توګه غېر مسلمو ته د مینې، محبت،تمدن او د اعتدال دین په ځاې د ویرې اوتند لارې دین معرفي کړ.
امریکا هم د طالب په واکمنې کې تر افغانستان او سیمې د پاکستان له لارې او تر ډیره حده د پاکستان د حکومت په مرسته او هم په افغانستان کې د ځینو کورني جنګسالرانو په مرسته راورسېده.
د طالب حکومت اونظام یې لکه دغڼې ځاله په یو پوکي دړې وړې کړ او طالب هم بې له کوم قوي مقاومته دتېښتې لاره خپله کړه او ډېر ژر یې ځان د پاکستان حکومت او په خاصه توګه د آي ایس آي غېږې ته وغورځاوه.
امریکا نه یواځې چې د طالب کمزوره اوبې ځواکه حکومت په لیدو افغانستان اوسیمي ته راتګ اسان وګڼل بلکه پوهېده چې وفادار غلام پاکستان یې په طالب پوره واک او اختیار لري اود طالب نړیوال سیاست او ډپلوماسي ورته هم د نیست برابر ښکاره شوه.
نو امریکا ډېره ډاډه را دننه شوه.
خپلې موخې چې امریکا لرلې په سیمه کې یې ورته پلي کول پېل کړل. د سیمې هیوادونو سره یې خپل رقابتونه تازه کړل.
خپل هر ډول فوځي ازماېښتونه یې تر سره کړل.
د افغانستان په مظلوم او مسلمان ملت باندې یې هر ډول کیمیاوي او ذروي وسلې، بمونه، ټانکونه، الوتکې او نورفوځي امکانات و ازمایل او د جګړې میدان یې تر نن ورځې د افغان په خاوره او مظلومه وینه تود وساته.
دا تېر اتلس کاله جګړه کې په سلګونو زرو بې ګناه هېوادوال شهیدان شول، په لکونو مېندې بورې، مېرمنې کونډې او په میلونو کوچنیان یتیمان شول.
خو دا یواځې د امریکا له خوا نه بلکه طالب هم د آي ایس آي په پلان پوره د دې افغان ملت په قتل عام او خونرېزې کې د امریکا او نورو بهرنیانو سره شریک دی.
تاریخ نه پټيږي اونه د الله ج عدالت څخه څوک خلاصېدې شي.
الله ج ته خپل بنده دومره ګران دی که چېرې دیوه په وژنه کې د دنړې ټول انسانان شریک شي نو الله ج به دا ټول انسانان د هغه یو بنده د قتل په جرم جهنم ته واچوي.
نو طالبه! له امریکې څه ګیله هغه خو هسې هم د وخت فرعون دی خو ته به الله ج ته د دومره مسلمانانو په شهادت رسولو ځواب څنګه وایې؟
تا خو د آي ایس آي د کرایه شوو ملایانو په جالي فتواؤ د افغان ملت قتل عام وکړ!
تا خو هغه چا سره د جهاد په ځاې چې امریکا ته یې لاره ورکړه، فوځي اډې یې ورته ستا د نابودې له پاره ورکړې، ستا طالب مشران او استازي یې د بادار د خوښولو له پاره د پېسو په بدل کې لوڅ لپړ بې حرمته کړل او امریکا ته یې لاس تړلي ورکړل( او نور تفصیل یې د ملا صیب عبدالسلام ضعیف کتاب کې لوستې شې) په خپل هېواد کې اوس هم د فحاشې او بې دینې ښکاره اډې لري، د شرابو فابریکې لري، دا ټول تا هېر کړل او په خپل مظلوم مسلمان افغان ملت باندې را وګرځېدې؟
تا ته دا ځوریدلی د ټينګ ایمان افغان چې مونځ اودس کوي،روژه نیسي، زکات ورکوي واجب القتل ښکاري؟
دا په کوم قراني او محمدي ص دلیل په بنیاد؟؟
راځئ !کېنو سره، د نړې علماؤ او روحانینو او اسلامي روڼ اندو په مخ کې چې تاسو څنګه او په کوم دلیل د مسلمانانو دا قتل عام رواه ګڼﺉ؟
تاسو څه فکر کوﺉ چې د قیامت په ورځ چې دا غږ پورته شي چې وامتزالیوم ایهالمجرمون تاسو به نجات مومۍ؟
او فکر کوې دا دین او اسلام یواځې ستاسو شخصی ملکیت دی اوتاسې یې رښتینې وارثین یاست او چا مو چې مخالفت وکړ د کفر ټاپه پرې ولګوې او له تېغه یې تېر کړې؟
دا ستاسو بنده ګان دي که د الله ج؟
بس نه دې؟
اوس هم د جنګ په دوام او افغان وژنه تاکید کوی؟
دا امریکا چې ستا د واکمنۍ په دور کې راغله پړه یې په افغان ملت اچوﺉ؟
فکر کوې افغان ملت خپلواکي چې ستا له لاسه وتلې وه نه خوښوي او د پردیو موجودیت کې خوښ دي؟
ته ځان خپلواک ګڼې؟
ته د آي ایس آي له خوښې او اجازې پرته پاکستان کې ژوند کولاې شې؟
ته د آي ایس آي د جوړ شوي پلان پرته فعالیت کوې شې؟
تا نه امریکا ښه خبره ده چې ستا مشران چېرته اوسیږي او ستا ځالې چېرته دي او بیا هم افغانستان کې کلي او کورونه بمباري کوي،دا ولې؟نو ته څه فکر کوې چې ملت په دې نه پوهېږي چې ته اوس هم د امریکا د غلام په واک او اختیار کې یې؟
ته اوس هم نه پوهېږې چې ستا په جنګ کې لوبولو کې هم امریکا او غلام پاکستان خپلې ګټې لټولې او اوس چې پلان یې بدل شوی خبرو ته یې کېنولې!
اوس به امریکا او پاکستان داسې سوله کله راولي چې د دوې ګټې په کې نه وي.
او ته داسې دبدبه کبر او غرور کې یې ګویا یو خپلواکه ځواک یې او هم دې د ملت په وینو لاسونه سره نه دي.
ته اوس د آي ایس آي په اشاره همدا چغې وهې چې خپل افغان ورور سره نه کېنم!
زه امریکا سره سوله کوم!
دا دې ډېرعجیبه منطق نه دې چې وژنې افغانان اوسوله یواځې امریکا سره کوې؟
تا سره کومه احصایه شته چې یواځې په دې روان کال کې تا څومره افغانان شهیدان کړي او څومره امریکایان دې وژلي؟
او که فکر کوې چې څنګه امریکا په اسانې ستا واکمني ړنګه کړه اوس به دې بېرته په اسانې په تخت کېنوي او د یو سپينې کودتاه له لارې به تاته حکومت در وسپاري او بیا ستا او د بادار پاکستان مزې به د وي او پاکستان به یو ځل بیا افغانستان څخه خپله پنځمه صوبه جوړه کړي؟
هغه وختونه لاړل اوس افغان ملت ویښ شوې او الحمدلله د ځوانانو ډېره برخه د علم، هنر او د هر ډول مسلک په وسله سمبال دي او اوس د آي ایس آي هغه ارمان د خاورو سره خاورې وګڼه.
طالبه!
دا هېواد د امریکا ملکیت نه دی چې هر چا ته یې خوښه وه ویې سپاري نو ته د هوا له اسه کوز شه هوش کې راشه نور مه ځان ذلیله کوه او مه افغان ملت.
نور امریکا ته د تمېدو پلمې مه ورکوه، د آي ایس آي له غېږه را پورته شه له منګلو یې ځان خلاص کړه، او د افغان مظلوم او مسلمان ملت وژنه نوره ودروه ، د سولې غوښتنې ته یې لبیک و وایه!
وما علینا الا البلاغ
د یو خپلواک، پياوړي او ارام افغانستان په هیله!
۱۹/۱۲/۲۰۱۸
د مورشیدې خو دې شه
اساتذه! داراته وایه چې په څووم صنف ک زده کړې کو؟ې
خپه دې کړم خو په ورته وخت کې دې ډېر زیات وخندولم
پرته له شکه چې امریکا بې کچې سوداګري په خپلو ازمویل شوو وسلو وکړه همداسې یې روسان او چینایان له دې برجه وڅارل. د دوي لاسونه یوې خوا اروا او اسیا کې د دوي شتون د ټالیب له برکته ورغوڅ کړل. د دوي پټو جالونو کې ایران هم ښه چونجی ده چې د ټالب پرزولو پر وخت یې سویس کې د خلیلزاد سره پټې ناستې لرلې همداسې یې مشرف هم تر څه وخته پورې کنج ته کړی وو
خو د دې ټالیب په منطق دې زیات وخندولم چې وژني افغان او سوله له سرو بیزوګانو سره کوي ما فکر نه کاوه چې مونږ کې دومره بې منطقه له فکره خلاص جنګیالي هم شته خو ستا دا جمله ډېر ژوره مانا او تفسیر لري