تاند- د افغانستان د ولسمشر ویندوی وايي، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به له افغانستان سره د امریکا د امنیتي موافقې پر سر له ولسمشر کرزي سره د درېم ځل لپاره خبرې وکړي ځکه چې ځیني کارونه لا پاتې دي چې باید بشپړ شي.

ایمل فیضي وویل، ځیني لانجمنې مسلې لا حل شوي نه دي او باید د نن ورځې تر پایه پوري نهايي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن سهار د افغانستان د سفر په دوهمه ورځ له ولسمشر سره دوهم پړاو خبرې وکړې. ده پرون هم له حامد کرزي سره اوږدې خبرې کړې وې.

1د امریکايي رسنیو د راپور له مخې امریکا غوښتنه کړې چې امنیتي موافقه دې د روان اکتوبر تر پایه پوري لاسلیک شي څو د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځیان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر پایه پوري له افغانستانه د خپلو ۸۷ زرو پوځیانو د ایستلو مهالوېش جوړ کړی شي. خو ولسمشر کرزی د افغانستان د ملي حاکمیت په اړه تضمین غواړي.

یوه امریکايي چارواکي د کرزي او کیري د جمعې د ورځې له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل:«د دواړو خواوو د خبرو لهجه رغنده وه. مناسبه ده چې وویل شي، د اکثرو مهمو موضوعاتو پر سر موجود اختلافات کم شوي دي.»

د کرزي ویندوی ایمل فیضي هم وویل، په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ویل شوي چې کیري پرون له کرزي سره په داسي حال کې چې په کابل کې د امریکا سفیر هم حاضر و، درې ساعته خبرې وکړې. وروسته کرزي او کیري دوه په دوه خبرې وکړې.

د دواړو خواوو نننیو خبرو دومره دوام وکړ چې خبري غونډه څو ځلي وځنډېده. د دې خبر د خپرېدو تر شېبې لا ځنډېدلې ده. خبریالان له نن سهاره په ارګ کې د ښاغلی کرزي اوړ کیري ګډې خبري غونډه ته انتظار باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *