تاند- د ترکیې ټي ار ټي ورلډ وايي، په افغانستان کې له اروپا سره د تجارتي لارو له پرانیستلو رانیولې د انرژۍ تر سترو پروژو پورې، چې کار ورباندې روان دی، ځینې خورا مهم او مثبت کارونه کېږي خو هیڅ یو د خبرونو په سر کې نه راځي.

ټي آر ټي وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لور ته لوی او مهم ګامونه اخیستل کېږي خو د امنیتي ستونزو له کبله پام ځان ته نه اړوي.

د پي آر ټي په باور په ابوظبي کې پیل شوې خبرې سم لور ته روانې ښکاري او داسې برېښي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اصلي خبرو ته لار پرانیستل کېږي او دا هغه څه دي چې تر یو کال پخوا پورې یې تصور نه شو کېدای.

خو د سیاسي روغې جوړې ترڅنګ په افغانستان کې د اوږدمهال ثبات لپاره له نړۍ سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د ټینګښت لپاره لا مهم کارونه روان دي چې یوه بېلګه یې د هغو کانتینرونو کاروان دی چې د لاجورد پر تاریخي لار له ترکمنستان، کسپین، تور سمندرګي، اذربایجان او ګورجستان څخه تېر شول او د ترکیې له لارې اروپا ته رسېږي.

پي آرټي وايي، له درو کلونو پلانونو وروسته له اروپا سره د افغانستان د اتصال خوب په حقیقت بدل شو.

د لاجورد د لارې د احیا هدف دا دی چې اروپا ته او له اروپا څخه افغانستان ته تجارتي مالونه له ۷ تر ۹ ورځو پورې ورسېږي.

پي آر ټي وايي چې دا لاره به په اروپا کې د افغانستان محصولاتو ته بازار پرانیزي او هغه جنس به چې افغانان یې په خورا ارزانه بیه پر خپلو ګاونډیو پلوروي، په لوړه بیه پر اروپایانو وپلوري.

د دې ترڅنګ به افغانستان د برېښنا او ګاز د انرژیو پر مهمې ترانزیتي لارې بدل شي. ټاکل شوې ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ولېږدول شي او د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان برېښنا پاکستان ته انتقال شي چې له دواړو څخه به افغانستان ته په سلګونو ملیون ډالره عاید په برخه شي.

دغه راز ژر به د افغانستان له لارې ایران او ازبکستان د رېلارې په وسیله وصل شي او ازبکستان غواړي چې د نړیوالو مالي موسسو په مرسته منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې په رېلارې له پاکستان سره وصل کړي.

پي آر ټي وايي، دا سترې پروژې دي خو په افغانستان کې د ناامنۍ له کبله د خلکو توجه ځان ته ډېره نه اړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *