ویرجینیا – امریکا

د معمول پشان می نن هم د سهار چای پر وخت  د خبرونو سرټکې ژر ژر لوستل او ډیره تلوسه مې وه چې د سولې د خبرو په اړه که کوم پرمختګ شوی وي خود ګڼو رسنیو د خبرونو غټ ټکې دا و چې (طالبان وایی له افغان حکومت سره نه ګوري ). چورت کې لاړم او په ذهن کې مې بلا خبرې ښکته پورته شوې. ځان سره مې وویل چې ټالیبان به په کومو سترګو له افغان حکومت سره وګوري ، څنګه به  د پنجاب د ملي ګټو لپاره له هغه کس سره چنې ووهی چې سبا ورسره په حکومت کې شریک وی او بیا به د افغان ملي ګټو تمثیل هم کوی ؛ څنګه به افغان پلاوي ته دا قناعت ورکوی چې سوله کوو خو په دې شرط چې د کونړ پر سیند به دوې درې لسیزې نور هم بند نه جوړو ځکه چې پنجاب ډیر ګرم دي ، خیر که په ننګرهار کې برښنا نه وی ، یتیم په ژړا پوخ دی. څنګه   افغان حکومتي چارواکې په دې پوه کړې چې په افغانستان کې د هندیانو په مرسته روغتون ، سړک او ښوونځی نه غواړو ، خیر که پاکستانی وزیر د خپلو امونو د بازار موندنې لپاره هند ته پرله پسی سفرونه کوي او هند سره خپلې اړیکې پراخول غواړی ، کیدای شي په دی کې به د اسلام خیر وي . په کومو سترګو افغان پلاوې ته دا ووایی چې موږ صنعتي پارکونه نه غواړو ځکه چې بیا به  وراسته پاکستاني محصولات څوک اخلي. او په نهایت کې څنګه او په کومو سترګو د افغان پلاوې په مخکي خپلو بادارانو ته ووایی چې ګورئ کنه څنګه مو ستاسو د ګټو پخاطر خپل بی ګناه افغانان له تیغه تیر کړل .

سوله به راځی انشاالله خو په دي خاطر نه چې ټالیبان پر افغان ولس زړه سوی لری او له جګړې ستړي ښکاري بلکه په دې خاطر چې پاکستان په اقتصادی برخه  کی ډیر کمزوری شوی او په سیاسي لحاظ په کافي اندازه منزوي شوی اوداخلی دیموکراتیک حرکتونه یی ښه درک کوي . سوله به راځي ځکه چې نور د کرایی ټوپک لپاره پیسې نشته . سوله به راځې ځکه چې  پښتانه راویښ شوې دی او پښتون غورځنګ ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او نړیوالو ته یی وښودله چې پښتانه ترهګر نه دی بلکه د ترهګرۍ قربانیان دی . سوله به راځي ځکه چې افغانان د تپل شوی نیابتي جګړې پر ماهیت پوهیدلې او پر خپلو امنیتي ځواکونو ډاډه شوي .   هند په سیمه کې په یو لوی اقتصادی قدرت بدل شوی او پاکستان نور له هند سره سیالي نشی کولی . که حالات همداسی روان وي ، لیری نده چې پاکستان پخپله له کشمیره ورتیر شي .

او سوله به راځي ځګه چې د ټالیب په نوم پروژه نوره ختمه او د کلوز آوټ په مرحله کې ده . خو پوښتنه داده چې د ټالیبانو پر راتګ سره به موږ د واقعي سولی او سوکالۍ خاوندان شو ؟ زما اندیښنه داده چې داعش مخکي له مخکی په یو جدی ګواښ بدل شوی او تر ټولو بده یی دا چې دا پروژّ ه هم پاکستان ته سپارل شوی ، که له ټالیب سره کومې موافقې ته و هم رسیږو ، هغه لوی شمیر نالوستي ټالیب جنګیالي  چې د یوې مړی ډوډی په خاطر یی پردی ټوپک پر خپله اوږه ایښی او بی له وژلو بل هیڅ مسلک او هنر نلری ، څه کوی ؟ د سولې امتیازات خو به عباس ستانکزی اخلی چې هم د ټالیبانو استازولي کوي او هم یی ګیره منډی کړی ، بیچاره ټالیب ګوټې به یو څو ورځې د کابل په کوڅو او سړکونو کې و ګرځی او دا ځل به د تور بیرغ لاندی افغانان له تیغه تیروي .

سوله غواړي خو په کوم قیمت ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *