له ښار څخه په وتلو به د سترګو مخې ته د چینار څوکې، چې له هستوګنځیو څخه لوړې وې، راتلې ، دا د کلي منځ وو ، چې برابر نفوس یې درلود، خلک یي هم په پښو ولاړ وو ، کلیوالي دودنه تر ډېره په کې پالل کېدل، راشه ورشه یې خوندوره وه ، د مشرانو قدر په کې زیات وو خو سره له د کشران هم د شفقت څخه بې برخې نه وو، دلته لوی ډنډ وو ، چې ترې د چینارونو په ګډون ډیری ونو ګمربند راتاو کړی وو،په خپل سر شنه کېدونکو بوټو هم د اوبو په منځ او څنډو کې ځان درښود ،د ډېرو ژوو تنده دلته لېرې کېدله، مرغانو چغار هېڅکله خاموشه نه وو ، په غاړو یې کورونه اباد شوي وو ، له هرې خوا ورته کوڅې راماتې وې، دا د کلي اوبخور او ګودر وو، اوبه یې ډېرې وې له کلي د باندې د کر کیلې لپاره هم تللې، کلیوالو به ترکارۍ کرلې او ښار ته به د خرڅلاو لپاره وړل کېدلې .
عبدالقدوس ماما چې د کاونډ کلي شیخ کلا اوسېدونکی وو، د ځینو ستونزو له کبله یې د ځمکې چارې به ښه ډول نشوای سمبالوالی، ماښام له لمانځه وروسته ګلدل خان اقا چې دا وخت د کلي مشر سپین ګیری بلل کېدو له لومړي صف څخه را پورته شو ویې ویل (( اې خلکو اوس ټولې دلې یاست ،د کوزکلي عبد القدوس خان راغلی وو ،د زړې کلا ته د کوچ رواړلو غوښتنه یې کړې څنګه مو خوښه ده، په زړه کلا کې ټول حق لري بل ورځ څوک ونه وایي چې له موږ سره یې خوښه نه ده کړې ، هغه خوار د کلي او کور سړی دی بل ورځ یې په مخ کې درېدی نشو )) خلکو وویل دا خو لا ډېره ښه ده ،هغه لاس اوپښه لري ؛د زړې کلا ودانه به هم پرې اباده وي ، له باد باران به پرې بې غم وو، له ړنکې منګې به یې خلاص وو اوښه لمونځ ګذاره سړی دی چې اباده یې نه کړي په هېڅ صورت یې نه خرابوي.
اوس هوا ښه شوې وه،ورشوپه مستۍ راغلې وه ، بوټوپه نڅا د طبیعت ښایست څو چنده کړی وو ،کلي ته نوې کډه راغله ،د میلمه پالنې او کاونډي پالنې په پار به کری ورځ خلک دوی به کوڅه کې ښکته پورته کېدل او دروازه به یې ټکېده ، جوړ ناجوړ پوښتنه به کېدله، د شته او نشته احوال به اخستل کېده ….اوس د کلي نوی هستوګن پوره کلیوال وو ، هرچا پېژانده ، زیاتره وخت به جومات ته راته ،مړي او ژوندي کې یې برخه اخیستل د پام وړ وو، د اولس په چارو کې یې پوره فکر او تدبر درلود ؛ خبرې یې د قضیې اړخ بدلولی شوای نو نظر یې ډېر ارزښتمن او اړین وو.
د هوا په ګرمېدو سره کليوالې تنګې کوڅې بویونو په سر واخستې په ځانګړي ډول د چینې اړخ ته ډېران چې خلک تر پزې راوستي وو، کلیوال یې پر وړاندې بې پروا وو او یوازې پرشکایت یې بسنه کوله ویل به یې (( نور خلک تر آسمانه ورسېدل د موږ کوڅې نشي پاکولی …)) دا خبره پر عبدالقدوس ښه نه لګېده ویل به یې ((عجیبه زمانه شوه ؛ چې اوس دوې کوڅې پاکولی نشو کله چې ځوان وم په تنها صورت مې تر دې به مې ډېر کار کولو )) نو خبره یې ملاصاحب ته ورسوله، کله چې د جمعې لمونځ کېدلو ملاصاحب د پاکوالي په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل ویې ویل چې له لمانځه وروسته به هرڅوک خدای او وس اشر راوځي او کوڅې به پاکوي، د کثافاتو لپاره به ځای معلوموي او د بندړد
ماتېدو په صورت کې به ناغه ورکوي په همدې ډول کلی پاک شو…..