تیزس لیکنه (څلورمه برخه)
لیکنه: سید اصغر هاشمي
په څېړنه کې د ښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی، نو له همدې امله د موضوع په غوراوي کې دقت پکار دی. په څېړنه کې د خرابې موضوع غوراوی څېړونکي ته ستونزې پيدا کوي، نو له همدې امله د موضوع په غوره کولو کې ښه موضوع او خرابه موضوع پېژندل مهم کار دی. په عمومي ډول تیزس لیکونکی باید په تیزس کې د ځینو مذبذبو، پټو، مبهمو، سختو، نا معلومو او ځینې داسې موضوعګانې چې د څېړنې لپاره ستونزمن تمامېږي ډډه وکړي.لکه:
ـ داسې موضوع غوره نه شي، چې په لسګونو کتابونه پرې لیکل شوې وي او د نورو نویو حقایقو د اثبات لپاره پکې څه نه وي.
ـ هره عامه او خاصه څېړنيزه موضوع خپل حد او حدود لري او همدارنګه خپل وخت او زمان لري. د تیزس د موضوع حجم له ډيزرټیشنه کوچنۍ وي. په کابل پوهنتون کې د تیزس لیکلو لپاره معین وخت ورکول کېږي، که چېرې محصل ډیره لویه موضوع غوره کړي، نو دی نه شي کولای چې په ځانګړي وخت کې یې پای ته ورسوي.که چېرې په پوهنتون کې د یو استاد عمر تقاعد ته نږدې وي او دی د پوهاندۍ لپاره دومره پراخه موضوع واخلي، چې د موضوع د لیکلو مخکې تقاعد شي، نو لویه ستونزه به یې همدا وي، چې د موضوع په غوراوي کې به سهو شوی وي. ځینې موضوعګانې ډېرې مطالعې ته اړتیا لري او امکان لري چې د نورو علومو سره اړیکې ولري او د اصل موضوع تکمیل لپاره نوره مطالعه هم وشي، چې داسې موضوعګانې هم ستونزې پیدا کوي. د داسې موضوعګانو له انتخابه ډډه پکار ده، چې حد او حدود یې معلوم نه وي.
ـ موضوع ډېره تنګه نه وي.داسې موضوع غوره نه شي، چې مواد او منابع پکې نه وي.
ـ که څېړونکی داسې موضوع غوره کړي، چې ټول مواد یې په یو اثر کې پیدا شي، نو د داسې موضوع غوره کول هم مناسب نه دی. د څېړنې لپاره ډېرو ماخذونو او موادو ته ضرورت وي، چې د ډېرو لیکوالو نظرونه ولولي او په دې کې ځینې تائید او ځینې رد کړي، که چېرې ماخذ یو وي، نو حتمي خبره ده، چې د یو لیکوال نظرونه او فکرونه به وي، چې د داسې موضوع غوره کول هم سم کار نه دی.
ـ څېړونکی داسې موضوع غوره نه کړي، چې د هغه په اړه حقایق برسیره کول ورته د ستونزې لامل وګرځي، که چېرې په داسې کس څېړنه وکړو، چې د ویرې او ترس مسله پکې وي او لیکوال پکې فکري، ذهني او نظري ازادي ونه لري، نو لیکل یې مناسب عمل نه دی. په داسې موضوعګانو کې یو ډول څېړنه په ژوندیو کسانو ده. ډاکټر ګیان چند د رشید حسن په حواله د کار خبرې کړې دي، چې د موضوع په اړه یې یادونه اړینه ګڼم: (په ژوندیو کسانو څېړنه کول مناسب عمل نه دی، په مړو شاعرانو، لیکوالو او پوهانو که کار کېږي، هغه هم باید د یوې وقفې نه وروسته وي.)
که څېړونکی په ژوندي کس څېړنه ته اراده ولري او دی سیاسي موقف ولري، که وستایل شي، نو سمه ده، خو که چېرې غندنه یې وشي او یا ځینې نیمګړتیاوې وښودل شي، امکان لري ځینو ستونزو سره مخامخ شي، نو ځکه له داسې موضوعګانو ډډه پکار ده. انسان د ژوند پر بېلابېلو پړاوونو کې تغیر او تحول کوي، که چېرې کوم کس په ژوندیو کسانو څېړنې کولو ته تصمیم ولري، نو حتمي خبره ده، چې په دې کس هر وخت یو شان قضاوت کېدای نه شي.
ـ ځینې خلک د چاپلوسۍ لپاره په ځینو نامستحقو کسانو څېړنه کوي او د غوړه مالۍ لپاره یې صفتونه کوي، چې دا کار هم د څېړنې سره خیانت دی. پخوا به دربارونو کې تحمیدیه قصیدې ویل کېدې او ډېر دغه شان شعرونه به د چاپلوسۍ په شکل د مال، دولت او ځینو موقفونو لپاره ویل کېدې. اوس کله کله ځینې لیکوال د موقف او ځینو نورو موخو لپاره سم قضاوت نه کوي. که څېړنه د مصلحت پر اساس وشي، نو حق اثبات ته رسېدلای نه شي.
ـ ځینې موضوعګانې په ټولنه کې ډېرې نوې وي، په داسې موضوعګانو څېړنه کول هم ستونزې پیدا کوي.
ـ ډېره تکنیکي موضوع غوره کول هم ستونزې پيدا کوي او څېړونکی به د کار په جریان کې پښیمانه وي.
ـ داسې موضوع غوره نه شي، چې خاصه مینه او رغبت ورسره نه وي.د موضوع غوره کول داسې مانا لري، لکه یو کس چې د ځان لپاره نږدې دوست غوره کوي، نو مجبوره، چې داسې کس غوره کړي، چې د زړه مینه ورسره ولري.
ـ په داسې موضوع څېړنه کول، چې خبره مناظرو، مجادلو او یا بې اتفاقۍ ته ووځي سم کار نه دی.
-کېدای شي ځینې موضوعګانې جذبات پارونکي وي او څېړونکي لپاره ستونزې پیداکړي او ټولنه کې دکشمکشونو زیږنده شي.
ـ که د څېړنې لپاره داسې موضوع غوره شي، چې د موضوع په اړه د پښتو ژبې پرته په نورو ژبو کې معلومات وي، نو د دې لپاره چې د څېړنې حق سم ادا شي، نو باید په هغه بلې ژبې هم پوه شو.
که څېړونکی د پښتو ژبې تاریخ، د پښتو ژبې اړیکې له سانسګریت او اوستا سره او یا داسې نورې موضوعګانې د څېړنې لپاره غوره کړي، نو دی مجبوره دی، چې د پښتو ژبې پرته په اوستا او سانسګریت هم پوه شي، که دی د پښتو، اوستا او سانسګریت مطالعه ونه لري، نو داسې موضوعګانو غوره کول هم سم کار نه دی.
ـ که څېړونکی داسې موضوع غوره کړي، چې مادي او معنوي امکانات ورسره نه وي، نو کولای نه شي، چې د موضوع حق سم ادا کړي.معنوي امکانات د علمي صلاحیت سره رابطه لري او مادي امکانات بیا له مادیاتو سره.
ـ محقق داسې موضوع غوره نه کړي، چې د فحاشۍ، لوڅو مسایلو او یا جنسي خبرو ته میلان پکې وي.
ـ ډېره تکراري موضوع غوره نه شي.که د څېړونکي له خوا موضوع غوره شي او په غوره شوې موضوع ډېرکار شوی وي او د اضافه والي امکان پکې نه وي، نو په داسې موضوع څېړنه د علم او ژبې د غنامندۍ سبب ګرځیدای نه شي او غوراوی یې سم کار نه دی.هره ښه څېړنيزه موضوع په څېړنه کې مهمه ده او څېړنه په ښه ډول پیل او پای ته رسېدای شي، نو دغه شان خرابه موضوع څېړونکي ته ستونزې پیداکوي او د موضوع په غوره کولو کې باید له علمي دقت او پوهنیز صلاحیت نه کار واخېستل شي.(د تحقیق اصول، ۱۲۷ـ ۱۲۸)
د موضوع ټاکلو وسیلې
په تیزس لیکنه کې د ښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی، خو ښې موضوعګانې علمي او بنسټيزې وسیلې لري، لکه:
ـ شخصي معلومات او تجربه.
ـ له نورو پوهانو سره خبرې او مذاکرې.
ـ غور او فکر.
ـ تلویزیونې پروګرامونو ليدل.
ـ د هر ډول کتابونو لوستل.
ـ لکچرونو او درسونو ته ناسته.
د څېړونکي او تیزس په اړه اړینې لارښوونې
تیزس لیکنه له پیله تر پایه د څېړنې خاص طرز العمل ته اړتیا لري، دا چې د څېړنې کار سم پر مخ ولاړ شي، اړینه ده، چې یو لړ لارښوونې په نظر کې ونیول شي، چې ځینې يې دا دي:
په تیزس کې لنډیز
د خلکو سره د اوږدو موضوعګانو لوستلو وخت کم دی، نو ځکه په څېړنیزو کارونو کې هم له اوږدو بیاناتو ډډه پکار ده. موضوع باید داسې لنډه شي، چې د موضوع محتوا ته زیان ونه رسېږي.که چېرې موضوع په داسې شان لنډه شي، چې د موضوع مانا ته زیان ورسوي، نو په داسې مواردو کې لنډوالی د ګټې پر ځان تاوان رسوي.
د لنډیز ارزښت
د لنډیزپه محتوا کې هغه مطالب شاملېږي، چې څېړونکي پرې ټینګارکړی وي. د لنډیز اندازه تر ډېره د موضوع په ډول او اوږدوالي پورې اړه لري.په ځينو څېړنیزو لیکنو کې لنډیز راوړل حتمي وي، خو په ځینو لیکنو کې دغه برخه نه راوړل کېږي.
په لیکنه کې د متکلم له فعلونو مخنیوی
هرې علمي او اکاډمیکې لیکنې لپاره د نورو ماخذونو لوستل مهم دي. د نورو لیکوالو او څېړونکیو نظرونو لوستل او همدارنګه کله کله یې ردول او تائیدول اړینه موضوع ده. په څېړنه کې د نورو لیکوالو د نظرونو راوړلو سربیره د خپل نظر راوړل په دلایلو سره مهمه مسله ده. په ځینو اثارو کې راغلې دي، چې څېړونکی باید د خپل نظر په راوړلو کې له احتیاطه کار واخلي او په داسې شان د خپل نظر یادونه وکړي، چې تواضع او خاکساري په کې وي. په څېړنه کې غرور او تکبر سم کار نه دی.
د نورو مشرانو نظرونو رد باید په احترامانه ډول وي او همدارنګه تائید یې د چاپلوسۍ او تملق په ډول نه وي.
د موضوع اړوند په اصطلاحاتو پوهیدل
د څېړنې او پنځونې ژبه توپير لري او هره لیکنه د کارونې خپل اصطلاحات لري، ادبي لیکنه خپل اصطلاحات لري او همدارنګه فلسفي لیکنه خپل. د علمي اصطلاحاتو کارونه د علمي لیکنو له ځانګړنو څخه ده او په هره لیکنه کې خپل فني اصطلاحاتو نه کار اخېستل کېږي.د مثال په ډول څېړنيزو لیکنو لپاره فني اصطلاحات(څېړنه، مېتود، د څېړنې مانا، د څېړنې جوړښت، د څېړنې ارزښت، هدف، شالید او مېتود، د څېړنې موضوع، د څېړنې عنوان او داسې نور) دي.ادبي، فلسفي، حقوقي، انساني او داسې نور د علومو بېلا بېلې څانګې دي او خپل علمي اصطلاحات لري.
په تیزس کې فکري قوت
په تیزس لیکنه کې څېړونکی د خپل نظر راوړلو صلاحیت لري. دی کولای شي، چې د دلایلو پر بنا خپل نظر او فکر راوړي او په دې اړه دې فکر نه کوي، چې نظر به یې څوک او څومره کسان خوښ او تائید کړي.که څېړونکی د نورو د خوښې لپاره خپل نظر راوړي او په دې فکر کې وي، چې زما نظر او فکر به څومره کسان خوښوي او د چا په خوښه به وي، نو دی نه شي کولای، چې د خپل نظر څښتن شي.څېړونکی باید د نظر په راوړلو کې مذبذب نه وي او نه دې په دې فکر کې وي، چې په ټولنه کې به له ښه او بد عکس العمل سره مخامخ شي. ځینې وخت ډېرې خبرې په پټو سترګو منل کېږي، که چېرې ځوان څېړونکی د عمر او پوهې په لحاظ د مشرانو څېړونکيو نظر ردوي او خپل نظر راوړي، نو کله کله ځیني څېړونکي ورته ښه نظر نه کوي، چې په داسې مواردو کې باید د جرئت نه کار واخېستل شي.
په تیزس کې د اوږدو بیانونو ځان ساتنه
په څېړنیزه لیکنه کې طوالت ځای نه لري او خپل پېغام او هدف باید په لنډو الفاظو کې وړاندې شي. په عباراتو کې برابري او کافي الفاظ راوړل د فصاحت او بلاغت روح دی.که چېرې په یوه موضوع کې هدف راوړل د زیاتو کلماتو پرځای په کمو کلماتو کې وشي، نو سمه به وي.
په تیزس کې تحلیل او تفسیر
په څېړنه کې د موادو تحلیل او تفسیر لیکنې ته ژبه ورکوي او لوستونکی کولای شي، چې په خپله ژبه ورسره خبرې وکړي. بې تحلیله او تفسیره څېړنیزې لیکنې ته ګونګه لیکنه ویلای شو او لوستونکی ترې هدف اخېستلای نه شي. دا څرګند حقیقت دی، چې واقعیتونه خپله خبرې نه کوي، بلکې تعبیر او تفسیر ته اړتیا لري. د څېړونکي د استدال قوت او د بصیرت اندازه په دې وروستۍ مرحله کې څرګندېږي. د معلوماتو تحليل او تفسير ډېر مهم دى او د څېړنې تعبير، د ليکنې ژبه ډېر ځله داسې کېږي، چې څېړونکى د موضوع په اړونده له بېلابېلو منابعو څخه ښه او په زړه پورې معلومات راټول کړي، خو تحليل او تفسير يې په سمه توګه نه شي کولى، نو ځکه يې څېړنه بې خونده، پيکه او مطلوبه نتيجه ورڅخه نه شي ترلاسه کېدلى، د تحلیل او تفسیر نه لاندې ګټې اخېستل کېدای شي:
ـ د ستونزو ښودنه.
ـ د څېړنې پایله تر لاسه کول.
ـ د واقعیتونو تر مينځ اړیکې ښکاره کوي.
ـ د څېړنې ارزښت ټاکي.
ـ لیکنې ته قوت او روح ورکوي.
په تیزس کې د القابو کارونه
په هرې علمي لیکنې کې د نورو لیکوالو د اثارو ګټه اخېستل کېږي او همدارنګه د دوی نظرونه راوړل کېږي او کله کله ردېږي او همدارنګه د دوی د نوم سره د دوی القاب هم راوړل کېږي. د هر څېړونکي د کتاب نه چې ګټه اخېستل کېږي او د علمي او یا تحصیلي القابو درلودونکی وي، نو د القابو یادونه یې حق دی. لکه، پوهاند عبدالحی حبیبي، ډاکټر محمداجان حقپال، پوهنمل سیدرحمن هاشمي او داسې نور، خو هغه القاب چې د خلکو له خوا ورکول شوې وي او کوم علمي بنسټ ونه لري، یادونه یې اړینه نه ده، لکه، د پښتو ژبې ستوری، لوی استاد، لوی محقق، ستر محقق، د غزل بابا، د پښتو ژبې پلار او داسې نورو راوړل اړین نه دي. (د تحقیق اصول، ۱۸۸ـ ۱۹۰)
نور بیا……………