يو عمر خوړلی سپين ږيری و، مېرمن يې مړه شوه. ډېر شته او پيسې يې لرلې، څو کلونه پرلپسې لالهانده وګرځېد ترڅو کوزده وکړي. هر ځای چې به يې خبره وکړه نو زامنو به يې بېرته ورانه کړه. ځکه زامن يې پوهېدل چې پلار مو د ښځې د ساتنې نه دی. خو سپين ږيری نه کرارېده، ښه چې پوه شو چې څوک لور نه راکوي نو کور کېښناست.
پورته بېلګه راته په ګوته کوي چې زموږ ټولنه کې چې د چا عمر څومره ډېرېږي هغومره يې حرص او هوس ډېرېږي. ښايي دا د ټولو انسانانو ګډ صفت وي خو ما يوازې خپله ټولنه کې تجربه کړی دی.
لالچ يا حرص ممکن يوه اروايي ناروغي وي. ځينې انسان دومره لالچي وي چې د ژوند ټولې چارې ترې پاتې وي.
وايي چې، يو کلي کې لالچي او حرص ناک انسان وو، خپل کلي کې يې واده وو، خبر شو چې همدغه وخت په بل کلي کې خيرات دی. نو ځان سره يې وويل چې د خپل کلي واده خو مې د خپل کلي دي په غوښو او وريجو کې يې پوره حصه لرم خو بل کلي ته به لاړ شم چې د هغه خيرات غوښې هم راوړم. کله چې دی بل کلي ته روان شو نو لاره کې پرې ناوخته شو، چې ورسېد خيرات ترې تېر شوی و. نا اميده خپل کلي ته را روان شو چې دلته راورسېد واده ترې تېر وو.
د ډېر لالچ تاوان همدغه دی، چې سل کارونه به يې پيل کړي وي خو يو به هم سرته نه رسيږي.
لالچ او حرص د عمر په زياتېدو نور هم ډېرېږي، تر ډېره سپين ږيري ځان ځوان ځوان کوي او زموږ ټولنه کې دوهم او درېيم واده تقريباً هغه کسان ډېر کوي چې د ځوانۍ له مرحلې وتلي وي.
د کلاسيکې دورې وتلی شاعر خوشال خټک فرمايي:
د خوشال خټک دې کار پورې حيران يم
مينه لا ورباندې زوړ شوه څو زړيږي
خوشال خټک چې يو نابغه ليکوال او شاعر وو هم لالچ درلود او د بوډاتوب په دوران کې يې ځان داسې ښوده لکه ځوان چې وي، زما د خبرې د اثبات لپاره د خوشال خټک ډېر بيتونه شته.
حميد مومند وايي:
په پيرۍ کې عاشقي د خدای عطا ده
ګنې څوک په سپينه ږيره زلمی کېږي
په لوړ عمر کې ځان قوي ښودل، ځوان ځوان کېډل او د واده ارمان کول زموږ ټولنه کې عادي خبره ده، خو په ځوانۍ پسې ارمان کوونکي هم ډېر لرو.
حنان بارکزی وايي:
که هر څو ميخانې غواړم نه يې مومم
هغه می چې په پياله کې د ځوانۍ وو
ژوند تېريږي او موږ هره ورځ، هره ګړۍ، هره دقيقه او هره ثانيه تر شا پرېږو. که ښه وي او که بد. ژوند خپله د لالهاندۍ او لالچ نوم دی. د ژوند اړتياو ته په کتو سره هر انسان په منډه دی. هر څوک د ګټې وټې په هڅه کې دی او هيڅ انسان تر اوسه د خدای ج په ورکړيو نعمتونو قناعت نه دی کړی.
بېکاره انسان غواړي فقط دنده پيدا کړي. هغوی چې دنده لري غواړي تر هغې لوی موقف ومومي. ولسوال غواړي والي شي. والي د وزارت هيله لري. وزير د ولسمشرۍ غوښتنه کوي او ولسمشر دا تمه لري چې بله دوره هم پر خلکو واک وچلوي.
دا ټول د لالچ او حرص بېلګې دي او موږ تاسو ورسره خپله ټولنه کې ډېر مخ کېږو. که د مثبت کار لپاره لالچ وکړو او يا د غفلت له خوابه د پاڅېدو، پرمختګ، نوښت او د ټولنې د خير لپاره لالچي او هوس ناک و اوسو د ټولنې په خير ده. خو ډېر لالچ بيا د هغه متل کانه راباندې کوي چې: [سل سرونه يې خيشته کړي، خو يو هم نه شي خرېلی]
۱۳۹۷ / مرغوی
هلمند