هڅه او بريا کتاب چې په ۲۰۰ مخونو کې په سپين کاغذ کې چاپ شوی، په کتاب کې د ۲۱ هغو ځوانانو چې سختۍ يې تېرې کړې دي؛ خو اوس مهال بريالی ژوند لري او ټولنې ته د خدمت مصدر ګرځېدلي دي، ژوند د کيسې په ژبه بيان شوی دی.
په دغه کتاب کې هڅه شوې؛ څو د دغو اتلانو د کيسې ټول اړخونه، سختۍ، هڅې، برياوې او د بريا دريڅې را واخيستل شي.
ياد کتاب د ځوانانو له پاره د زده کړې ډېر څه لري. ځوان د کار له پاره تر ټولو پاړکيو ډېره انرژي لري او همدا يې وخت دی چې کار وکړي او ټولنې ته د خدمت هوډ ولري. په خيال پلوونو سره نه څوک د شخصيت، نه د ملکيت او نه هم د عزت څښتن کېږي. که يو ځوان غواړي شخصیت، ملکيت او عزت پيدا کړي، نو همدا اوس دې لاس په کار شي، د مشرانو له ژوند يې دې زده کړي، د هغوی تېروتنې او پرمختګونه دې وڅېړي.
په کتاب کې د يو ویشتو اتلانو په کيسو سربېره د ليکوال پيليزه، د ليکوال محب الله زغم او ليکوال نصيراحمد احمدي سريزې هم راغلې دي. د يادو کيسو د کرکټرونو له پاره هڅه شوې، چې د هېواد له هر پاړکي او بېلابېلو سيمو څخه اتلان پيدا کړي، په دې ټولګه کې پښتون، هزاره، تاجک، کندهار، کابل، وردګ، ننګرهار، کنړ، تخار او نور څه په پام کې نه دي نيول شوي؛ بلکې چېرته چې يو څوک اتل څرګند شوی، کيسه يې را اخيستل شوې ده.
دا ټولې کیسې، دا ټول پرمختګونه او دا ټولې بریاوې بل څه نه دي، دا ټول د هڅو او هاند له برکته دي، که موږ هم هڅه او هاند ولرو وبه کولای شو، په ټولنه کې ځان ته عزت پیداکړو، وبه کولای شو، په ښه توګه د خپلو هېوادوالو خدمت وکړو او وبه کولای شو د هېواد ستونزو ته، چې ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې دي يوه حل لاره پيداکړو.
راځئ د دې يوویشتو هڅاندو افغانانو ژوند ځان ته يوه نمونه وګرځوو او يو څه ترې زده کړو، د دوی له تجربو ګټه واخلو، په ژوند کې يې عملي کړو او پوه شو چې ژوند لوړې ژورې لري او په تياره پسې خامخا د رڼا څرک هم شته.
د ټولو افغانانو د يو سوکاله او ارام ژوند په هیله
مجيب الرحمن محمودي