ځینې وخت داسې فکر کوم  هغه څه چې زه یې غواړم نشم ورته رسېدلی او يا  د ژوند او ځان په اړه ښه احساس نه لرم، خو د نېکمرغۍ حس درلودل ستاسو د هيلو او غوښتنو د رسېدو په انحصار کې نه دي، خو ښايي دا شونې وي چې د ځينو کوچنيو ټکو په موندلو سره وکولای شو په خپل ژوند کې د خوښۍ احساس ترلاسه کړو.

ناهيلۍ کولای شي د هر چا ژوند له کړاو سره مخ کړي، په داسې  حال کې باید تاسو تل دا په ياد ولرئ، چې تاسو د خپلو پرېکړو په کنټرول کې یاست او هغه څه چې غواړې باید ترلاسه يې کړئ، نو خپل ژوند او شخصيت ته په درنه سترګه وګورئ. کله ناکله د فکر بدلون ددې لامل ګرځي چې تاسو د خپلې موخې پرلور مخ واړوئ او له دې لارې ستاسو په ژوند کې د ښه والي احساس رامنځته کېږي.

لومړی ګام: له خپل ځان او نورو سره د مهربانۍ له مخې چلن وکړئ

  1.  خپلې مثبتې ځانګړتیاوې پیاوړې کړئ

د خوښئ احساس د رامنځته کولو لپاره موږ باید تل د مثبتو ځانګړتياوو  يادونه وکړو، په هر وخت او ځای کې له ځان سره خپلې مثبتې ځانګړتیاوې یادې او تل پرې ویاړئ، دهر څه په اړه منفي نظر مه وړاندې کوئ  تل هڅه وکړئ چې مثبت نظر وړاندې کړئ، هغه کسان چې تل منفي نظریه لري په ټولنه کې د خلکو نه خوښېږي او ټول د کرکې په سترګه ورته ګوري.

۲. پر ځان مهربانه اوسئ

په ژوند کې د خوښۍ احساس لومړی د تاسو له ژونده پیلېږي؛ که څه هم د مثبتو اړخونو پرځای پرمنفي  اړخونو تمرکز کول خورا اسانه دي، د آزموينې لپاره مو هغه کړنې تر نظر تېرې کړئ، چې تاسو يې د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ترسره کوئ. د ورځې په اوږدو کې له ځان سره خبرې وکړئ، د ورځې په پای کې خپلې کړې منفي خبرې له ځان سره تکرار او يوه لړليک کې ولیکئ، وروسته بیا همدغه منفي جملې په صادقانه توګه بېرته مثبتې بڼې ته واړوئ.

د بېلګې په توګه سهار د دفتر په لور روان يې خو خپله کيلي(ګنجۍ) دې هېره کړې، نو خپل ذهن مو په اتوماتیک ډول تاسو ته وایی: «اې کم عقله! تا خپله کیلي په المارۍ کې پرېښي ده»؛ دغه ټکی هم په لړليک کې ياداشت کړئ او په راتلونکي لېست کې کولای شئ  داسې وليکئ چې: «زه کم عقل نه يم! زه هغه څوک يم چې کله نا کله تېروتنه کوم».

3 . خپل ځان ته انعام ورکړئ

حتماً مو خپلو زده کړو او ودې ته وخت ورکړئ، ژوند له ستونزو ډک دی او ستا تعلیم او پرمختګ کولای شي تاته دا انګيزه درکړي چې له نورو خلکو سره نيکي وکړې، له ځان سره ښه چلن د دې لامل ګرځې چې له نورو سره هم ښه چلن وکړې.

له ځانه يې پيل کړئ، هره ورځ  تمرين وکړئ او پر ځان مهربانه اوسئ او طبیعي ده چې له ځان سره دغه ډول مینه پر نورو باندې هم اغېز کوي، هڅه وکړئ هغه رستورانت ته لاړ شئ، چې ستاسو ډېرخوښ دی او د خپلې له خوښې وړ غذا څخه خوند واخلئ، د خوښۍ ساده بڼه دا هم کېدلی شي چې تاسو سلمانۍ ته لاړ شئ او خپل وېښتان مو کم کړئ او يا مو خپل بدن ته مساج ورکړئ.

  1. روغتیا ته مو ډېر پام وکړئ

که تاسو له خپل بدن سره ښه چلن وکړئ، نو په آسانۍ سره له نورو سره هم ښه چلن کولای شئ، دې ته اړتیا نشته چې تاسو د خپل ژوند سبک ته بدلون ورکړئ، بلکي دا کافی ده چې خپلې موخې ساده وټاکئ او خپل بدن مو ښه وپالئ، د بېلګې په توګه که ورزش نشئ کولی نو یو داسې مهالوېش جوړ کړئ، چې له مخې به یې هره ورځ ۱۰ دقيقې پلي تګ کوم او يا د غذايي رژيم لپاره يو پلان جوړ کړئ او عمل پرې وکړئ او هغه بدلون احساس کړئ چې ستاسو بدن ورسره پیاوړی کېږي، که په اونۍ کې درې ځلې فسټ فوډ خورئ، نو کچه یې  په اونۍ کې يو ځل ته راښکته کړئ.

۵. د مهربان اوسېدو لپاره موخې وټاکئ

تاسو باید دا احساس کړئ چې هڅه کوئ مهربانه و اوسئ او تاسو باید د دې کار  لپاره موخې وټاکئ او پرهغو عمل وکړئ بیا د ورځې په پاى کې وګورئ چې دغو چلندونوپه تاسو کې کومې اغېزې رامنځته کړې دي. آيا تاسو له نورو سره په مهربان اوسېدلو خوښ ياست او څه فکر کوئ چې تاسو ترټولو ښه شخصیت ياست؟ د ټاکلو موخو له ډلې څخه دا موخه را واخلئ، چې زه نن له يوې غريبې کورنۍ سره مرسته کوم او غواړم د هغوی په څېرو خوښي وګورم. بله بېلګه، وبه وایې چې زه به نن سهار  په ښار کې هغې ماشومې ته د زده کړې امکانات برابروم چې د سړک پرسر قلمونه پلوري، تر څو له دې لارې وکولای شي خپل ژوند ته بدلون ورکړي او له دې بېوزله ژوند څخه د تل لپاره خلاصون ومومي.

۶. په ټولنو کې کار

د ښه احساس لرلو بله غوره لار داده، چې په ځینو خيريه بنسټونو کې برخه واخلئ او خیریه کارونه ترسره کړئ، دې نړۍ کې ډېر داسې خلک شته چې مرستې ته اړتيا لري، نو له هغوی سره مرسته وکړئ، کله چې له هغوی سره مرسته کوې، نو د خوښۍ احساس به وکړې او په زړه کې به ډېر خوښ وې؛ همدارنګه له هغو کورنيو سره مرسته وکړئ چې سرپناه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *