د کندهار د ټرافیکو ریاست د معلوماتو له مخي په دغه ولایت کي تر درې میلون زیات عراده جات موجود دي، چي ډېره برخه يې په کندهارښارکي دي.
کندهاریان وايي، زاړه عراده جات نه یوازي لوغړن دودونه تولیدوي، ترڅنګ يې لوړ ږغ او غوږ کڼوونکي هارونونه هم دوی سخت په تکلیف کړي دي.
د کندهارښاریانو په خبره، همدارنګه د اوسیدوسیمو ته نژدې پوځي تمرینونه، بمبارۍ او په فابریکو او کوچني کارځایونو کي د زړو جنراټورانو بې اندازې لوړږغونه هغه څه دي، چي خلک يې په بیلا بیلو ناروغیو اخته کړي دي.
د کندهار د عامی روغتیا ریاست مسؤلین هم وايي، ککړږغیزچاپيریال د یوې ټولني خلک په بیلا بیلو دماغي، فشار، د غوږونو،ژورخفګان، د زړه او ځینو نورو ناروغیو اخته کوي.
په کندهارښارکي دوه تنه محمد اسمعیل او شیراغا وايي، ککړ ږغیز چاپيریال هم لکه ککړه هوا د انسان پر ټول وجود ناوړه اغیزه کوي.
نوموړي کندهاریان وايي، اکثره وخت له ککړږغیز چاپيریال څخه دومره په عذاب سي، چي په ښارکي دیوکار د ترسره کولو لپاره پر فرعي اوږدو لارو تګ راتګ کوي، ترڅو له ککړږغیزچاپيریال څخه یو څوګړیه يې غوږونه پر ارام وي
دکندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټراحمدالله فیضي هم د خلکو خبری مني او وايي، ککړږغیزچاپيریال انسانان په زیاتو دماغي اود غوږونو په بیلابیلو ناروغیو اخته کوي او بالاخره ددوی ناروغي په ژورخفګان او آن مرګ ته د نژدې کیدو سبب ګرځي.
دنوموړي په قول ککړږغیزچاپيریال د انسانانو ترڅنګ ټولو ژونديو موجوداتو ته خطرناک او مخنیوی يې د اړوندو څانګو اساسي دنده.
د کندهار د ټرافیکو مدیرحمیدالله خان هم د خلکو او ډاکټرانو خبره مني او وايي، د ږغیزچاپيریال د خواپاک ساتلو لپاره يې په دې وروستیو کي کوښښونه زیات کړي دي.
دده په قول، هره میاشت له موټرچلوونکو سره په روزنیزو ورکشاپونو کي همدغه خبره کوي، چي څنګه ږغیزچاپيریال پاک وساتل سي، چي خلک يې له تاوانونو وژغورل سي.
د کندهار د ټرافیکو مدیر وايي، ددې ترڅنګ يې عملا د روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو او د ښار په منځ کي د لوړ هارن د نه وهلو لوحې نصب کړي او که کوم موټرچلوونکی ورڅخه سروغړوي، پوښتنه ورڅخه کیږي.
د چاپیریال ساتني مسلکي کسان وايي، زموږشاوخواکي، چي هر ږغ زموږ ترغوږونو پوري رارسیږي ږغیزچاپيریال دی او که چیري دا ږغونه ډېرلوړسي، نو بیا (ککړږغیزچاپيریال) بلل کیږي، چي په ټولنه کي د انسانانو سکون له منځه وړي.
دوی وايي، ددغه چاپیریال ساتنه هم، په ټولنه کي د ټولو اوسیدونکو ملي مسؤلیت دی، ترڅو د ږغیزچاپيریال په پاکوالي سره د زیاتو انسانانو ژوند وژغوري او که چیري په دې اړه پام ونه سي، نو انسانان په ډول ډول ناروغیو اخته کوي.