محمدانورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د د مرغومي ۲ مه
لومړۍ برخه :
د ګران افغانستان ګرانوهېواد والو(ملت اودولت ، د نظام مخالفواوموافقواود نړۍ مسلمانانو) ته زما څو وړاندیزونه اوڅوهیلې :
اې افغانانواومسلمانو نړیوالو!
پرته له یوه الله جلّ جلاله څخه بل څوک په خدایۍ باندې مه نیسۍ ! ځکه پرته له یوه معبود برحق څخه بل معبود نه شته ، خوکه تاسې دا کاروکړۍ ، نوليرې نه ده چې خدای مه کړه تاسې به هم د خپلو طاغي اوسرکشه نفسونوپه وجه د فرعون په څېرد قهارخدای (ج) د قهراوغضب په نیل کې ورلاهواوغرق شۍ .
اې د افغانستان متخاصمواوقدرت ته تږو جزیرو!
د افغانستان د مظلوم اوبې دفاع ؤلس ستره ګناه داده چې د الله (ج) دوستان دي ، ځکه خوله تېرو(۴۰) کلونورا په ایسته دا ؤلس پرله پسې د نیابتي جګړو، د زبرځواکونود نیواک ، د ګاونډیانود بېرحمانه تخریبي لاسوهنواود مافیایي کړیود زدوبندونو په جهنم کې اسیرپروت دی چې هېڅوک زړه سوې پرې نه کوي . که تاسې هم خواخوږي ورسره ونه لرۍ اود ګټې پرځای هره ورځ مالي اوځاني تاوانونه ورواړوۍ ، نودا خومظلومان دي اود مظلوم چیغه او فریاد سمیع خدای ( ج) ژراوري ، ژرده چې ددې ظلمونو مخ پرتاسې دروګرځوي اود هغوی ټولوانتقام له تاسې اوستاسې له اولادونوڅخه واخلي .
غوره داده چې د زیانونو پرځای مظلومو افغانانو ته ګته ورسوۍ . ځکه انسان الله پاک د دې له پاره پیدا کړی چې د الله نوروانسانانو ته خیرښېګڼې ور ورسوی . زموږاوستاسې ټولوانساني ، ایماني اسلامې اووجداني وجیبه اودنده همدا ده چې خپلووطنوالوته ګټې ورورسوو، ترڅوالله (ج) په خپل فضل اوکرم سره زموږ ټولوله سرونوڅخه دغه وارده اوعائده آفتونه لیرې کړي اوپه دې هېواد کې سوله ، صفا اوآرامي راشي .
اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !
څرنګه چې زموږټولولمونځ ، پرهېزګاري ، تقوا ، زهد ، پرستش ، عبادت ، پاکوالی ، ژوند اومرګ ټول دعالمونود رب په واک اختیارکې اود الله تعالی له پاره دي ، نومناسبه هم همدا ده چې یوازې د همغه یوه معبود برحق په نوم د اعلای کلمة الله د لوړولو له پاره د خپل سراومال قرباني اونذرانې پرځان ومنو، نه د نوروغیرالله د استخباراتي ، استعماري ، سمتي ، ژبني ، قومي ، مذهبي اوګوندي اهدافوله پاره . ځکه که مو داسې وکړل ، نوخپل ځانونه به خپله په دنیا آخرت دواړوکې د جهنم د اورخوراک کړو .
اې افغانانواوافغان حکومته !
لکه څنګه چې انسان د خپل نفس د طغیان اود شیطان د فرېبونوله امله له خپلوسهوواواشتباهاتوسره تړلی یوداسې عاقل او ناطق مخلوق دی چې هره لحظه ، هره ګړۍ اوهره ورځ یې د فرېب خوړلو وېره شته ، خود غفوراو رحیم خدای (ج) درحمت دروازې هروخت په صداقت سره د توبې ایستلوپه صورت کې ورته خلاصې دي اوله خدایه هېڅکله هم باید نا امیده نه شۍ ، ځکه ایمان د خوف اورجاء ( وېرې اوامید ) ترمنځ پرته یوه داسې عقیده ده چې که ټوله نړۍ دوزخ ته ولاړه شي اویوازې یوکس پاتې شي ، همغه یوکس به خپله همغه څوک وي چې جنتي دی ، اوکه ټوله دنیا جنت ته ولاړه شي یوازې یوکس پاتې شي ، نوبه بیا هم پاتې شوی کس همغه څوک وي چې دوزخي دئ اوتاسې هم همدغه باورخپل کړۍ چې تل د ګناهونوکولوپرمهال له خدایه وېره ـ اود نه هیلیو پرمهال باید له خدایه تمه درسره موجوده وي او د الهي رحمت دروازه پرځان باندې تړلې مه ګڼۍ .
اې افغانانو، افغان چارواکواومخالفو وسله والو!
هېڅکله خپل ځانونه دومره غا فل اوناخبره مه نیسۍ چې ګني تاسې هرڅه کوۍ نو په هرڅه کې به غیرمسؤول ، ظل الله او واجب لاحترام وۍ . نه ، داسې نه ده ، له تاسې څخه د تاسې د ټولوکړو وړوذره ذره پوښتنه خپله د هغه الله (ج) له لوري کېږي چې د یوم الدین په ورځ به خپله همغه یوالله (ج) قاضي وي اوموږ او تاسې ټول په عباداتو کې د یوه الله (ج) دعبادت کولو، اوپه معاملاتوکې له نوروانسانانو سره د نېکواوښواړیکود تعادل برقرارولود رابطې ساتلوله پاره پیدا شوي یاستو چې عدول اوانحراف هېڅکله هم ترې په کارنه دئ ، ځکه موږیوعاجزاو محتاج مخلوق یوچې هېڅکله هم د خدای تعالی د پوښتنې ځواب اود الهي عذاب زورنه لرواوتل باید دغه اندېښنه را سره وي چېرې نه چې د کومې ګناه له کبله د الهي عذاب مستحق وګڼل شو .
اې افغانانو، د سیمې اونړۍ مسلمانانو !
تاسې د خپلو ذات البیني معاملوپرمهال په هرڅه کې سوګند مه کوۍ ، ځکه الله تعالی د خپل سپېڅلي کتاب الله د (ن ) په سورت کې د سوګند کوونکي په برخه کې خپلو نورومؤمنوبندګانوته په خطاب کې داسې فرمایلي دي :
((ولا تُطِع کّلَ خلّاف مَهین )) ژباړه : ( تاسې د ټولو سپکوسوګند خورو پرسوګند خوړلوباورمه کوۍ .) په دې معنا چې سوګند خوړونکي پرسوګند ونوسره خپل خیانت پټوي اوسوګند ونه د خپلوخیانتونو په وړاندې سپرجوړوي ، بل دا چې د الله (ج) له ذاتي صفاتوپرته په غیرالله باندې سوګند یادول په اصل کې سوګند نه دئ ، د بېلګې په توګه : پخوا به فرعون دا سې سوګند یاداوه چې : ( زما په شرف قسم ) اواوسني پرچمیان اوملحدین هم همغه د پخواني فرعون په څېرقسم یادوي اووایي چې : په شرف ، په ناموس ، په څه اوڅه اوداسې نور. خوځینې مسلمانان هم داسې سوګند خوري چې : په پیغمبر ، په پیران پیر، په کتابو، په ځمکه ، په آسمانونو، قرآن مې دې غلیم شي ، ښځه دې را باندې طلاقه وي ، ښځه دې را باندې خوروي ، که مې دا کارونه کړمابه ټیکری په سرکړی وي ، د دې ماشوم په سرقسم اوداسې نورچې دا ټول غیرالله دي اود الله (ج) له ذاتي صفاتوسره په مغایرت اوتضاد کې دي اودا قسم نه دئ . خوښځې ته په نسبت سره داسې الفاظ استعمالول که څه هم قسم نه دئ خود نکاح عقد ته زیان اړوي اوباید استعمال نه شي چې ستره ګناه ده ، که پر داسې الفاظو یادولو سره عقد خراب شي ، نو نطفي د ښځې سره د یوځای کېدو په صورت کې حرامې او اولادونه حرامي شي ، چې د حرامیانو څخه هېڅکله هم د حلال کار تمه په کار نه ده اوموږ ټول مسلمانان باید له داسې ګناهونوڅخه ځانونه وساتو .
اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو !
الله تعالی په یوه شواروزکې پنځه وخته د خپل هرمکلف بنده په وړاندې پرته له واسطې څخه مخامخ د مجلس اوملاقات دروازه پرانستې ده ، او الله تعالی دغه ځاني عبادت پرهرمکلف مسلمان اومکلفې مسلمانې خورباندې پرخپل وخت فرض کړی دئ . تاسې وګورۍ چې الله تعالی د لمانځه په هررکعت کې خلاصة الکتاب (الحمد لله) ویل فرض کړي دي چې دا په اصل کې الله تعالی خپل بنده ته دعریضې وړاندې کولود متن داسې درس ورپه ګوته کړی چې : لومړۍ برخه یې داسې صفات دي چې په نورو مخلوقاتوکې هغه صفات نه موندل کېږي ، خو په دوهمه برخه کې یې د بنده پرخپل عجز، عذر، زاریو،عبادت اوهغه ډول غوښتنوباندې مشتمله ده چې د الله (ج) له پاره ترټولوغوره دي ، اودرېیمه برخه یې د یهودواونصاراووله شراوفساد څخه د خلاصون اونجات پبدا کولوده .
خو رکوع ( انحنا) اوسجدې یې هغه برخې دي چې یوازې همغه یوه خدای (ج) ته د داسې تعظیم اوتکریم سرټيتول په کاردي چې د دنیا اوعقبی ټول نظام د همغه ذات (ج) په واک اواختیارکې دئ . اوانحنا یا سرټيټول اوسجده لګول یوازې د الله (ج) له پاره دي ، نه د وخت د خلکو له پاره . اوپراووهډوکوپړمخ پرځمکه سجده کول هم همغه یوه خدای ته پرموږ باندې فرض ده چې ترحساب کتاب ورکولواووروستۍ فیصلې وروسته دعذابونواونعمتونوورکولوواک اختیارورسره شته. ځکه سجده کول په لمانځه کې د عبادت مغزبلل شوی دئ .
بل دا چې لمونځ د اسلام دوهم رکن دی اود کافراومسلمان ترمنځ سترتوپیرپه لمانځه کولواونه کولوسره یاد شوی دئ . که څوک پرته له شرعي عذره لمونځ ترک کړي دا بیا ستره کبیره کناه ده ، اوکه ترې منکرشي پرې کافردی .
که څوک لمونځ په قصدي توګه ترک کړي ، د کورنیو، کليو او سیمې پرمشرانواو دیني عالمانو باندې واجبه ده چې په پسته ، نرمه اوله پند اوموعظې اوحکمت څخه ډکه ژبه تارک صلواة ته د الله (ج) وعد او وعید کماحقه ورسوي . که پردې هم حاضرنه شو ، نوبیا یې دې له کورکلي څخه وشړي ، که پرهغې سربېره هم اصلاح نه شو، نود وخت شرعي اولیاء اموروته دې خبرورکړي ترڅو تارک الصلواة په دارالتأدیب کې تریقیني اصلاح کېدو پورې بندي کړي .
که پردې سربېره هم لمانځه ته حاضرنه شو،نوبیا دې د وخت قاضي له شرعي حکم سره سم داسې سزا ورکړي چې یا پرې اصلاح اویا هم مړشي . اوپه کورکلي کې د یوه تارک الصلواة له امله د ټول کورکلې ، سیمې اونړۍ ټول نظامونه اوانساني اړیکې ځکه خرابېږي چې په تارک الصلواة کې تل خفګان ځای پرځای وي ، فکري تمرکزنه لري ، اوتل له نورو سره په ټکراوتصادم کې واقع وي چې د اړیکو اوروابطونظام یې ګډ وډ کړی وي ، نه خپله روغ تصمیم نیولی شي اونه نوررغنده کارونوترسره کولوته پرېږدي . ځکه خوشریعت د تارک الصلواة اصلاح کولوته لومړیتوب ورکړی ، خوکه اصلاح نه شي نوبیا یې د مرګ تربریده د وهلو فیصله کړې ده . زما له ټولوافغانانو په خاصه توګه ، اوله ټولومسلمانانوڅخه په عام ډول دا تمه ده چې نه دې خپله لمونځ پرېږدي ، اونه دې تارک الصلواة ته دا موقع ورکوي چې د تل له پاره لمونځ پرېږدي . ځکه په لمانځه سره انساني نظام سمېږي او په ترک کولو سره یې ټولې انساني اړیکې خرابېږي .
اې افغان چارواکو، ټولوافغانانواود نړۍ مسلمانانو!
زما خواست تاسوټولومسلمانانوته دادی چې روژه ونیسۍ ! ځکه روژه د الله تعالی له پنځوارکانوڅخه درېیم فرضي رُکن دی چې پرهرمکلف مسلمان باندې په کال کې یوه میاشت پرخپل وخت فرض ده ، روژه بدني عبادت دی ، خوکه مکلف انسان دومره ناتوانه شي چې نیول یې د مړینې خطرورته پېښولی شي ، نوبیا یې فد یه ورکول ورته اړین بللې ، ځکه په دین کې سختي نه شته ، خوکه وس یې هم وي او شرائط هم ورته برابروي اوپردې سربېره د الله فرض روژه په قصد سره وخوري ، دا بیا د الله تعالی له حکم څخه يه ښکاره سرغړونه ده . ځکه د روژې نیولوپرحکمت اوګټوباندې خپله الله (ج) علم لري اوالله (ج) ځکه پرمکلفوانسانانوباندې د هغې د نیولوحکم کړی چې انسان ته په کې د دنیا اوآخرت ګټې پرتې دي . خوکه د الله (ج) له دې حکم څخه عدول اوانحراف وشي نودا بیا دحقیقي پادشاه له حکم څخه ښکاره سرغړونه ده چې پایلې یې حتمي اوضروري الهي سزا ده ، ځکه الله تبارک وتعالی په خپل را لېږل شوي قرآنکریم کې فرمایلي دي چې : (( شهررمضان الذی انزل فیه القرآن ، هدا اللناس وبین الناس من الهدی والفرقان ، فمن شهد منکم الشهرفلیصمه )) . له همدې امله د روژې نیول د الله (ج) په احکاموکې راځي ځکه الله (ج) یې پرنیولوباندې قاطع حکم کړی ، که څوک دا حکم ونه مني ، نو(( خسرالدنیا والآخرة اوپرې کافر)) شو. ځکه په ښکاره یې د الله (ج) له حکم څخه سرغړونه وکړه او د ګناهونو بېټی یې پر خپل ځان باندې لا هم دروند کړ .
الله (ج) ترموږنه هم پرخپلوبنده ګانوباندې رحیم اوحکیم ذات دی ، پرخپلو بنده ګانوباندې یې ربړاو سختۍ نه لورېږي .خود روژې په نیولوکې د الله تبارک وتعالی ډېرسترحکمتونه نغښتي دي چې له یوې خوا یې د نفساني خواهشاتواوشیطاني غریزود مهارکولوله پاره د نفس د تزکیې اوجنسي غریریزې د تضعیفولو، له ګناهونوڅخه د پاکولواوملکوتي خاصیت خپلولو، اوله بل پلوه د کلنیوعائده امراضو، مېکروبونواوجراثیمود له منځه تلوپه خاطرپرمکلفو بنده ګانوباندې فرض کړې ده .
زما ټولومسلمانانوته په عام ډول ، اود افغانستان مسلمانانوته په خاص ډول دا خواست دی چې د اسلام دغه الهي عبادت او دَ ین کما حقه پرخپل وخت د بدن په ټولوغړوسره داسې اداء کړۍ چې هم الله (ج) ته د منلو وړوي اوهم په لاس اوژبه نورخلک درڅخه جرح نه شي اود وجود ټول حواس باید د خپل عقل اوا د ب په کنټرول اوواک کې ولرۍ ، ترڅود الله (ج) له قهر،غضب او اورڅخه نجات ومومۍ .
اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانواوچارواکو!
که غواړۍ چې الهي امرموپرځای کړی اوخپلمنځي اړیکې مو په کاملاً انساني باوري اصولو سره روغې ساتلې وي ، نوخپلمنځي اړیکې د زکات پراقتصادي نظام سره ورغوۍ ، ځکه چې د رغنده انساني اړیکودغښتلتیااودوام له پاره د راکړې ورکړې یوداسې نظام ته اړتیا شته چې پرمټ یې د انسان په لاس انسان ته مشروع ګټه ورسېږي ، خودا کارهله تر سره کېدای شي چې د زکات را ټولولوبشپړاسلامي سیستم د وخت د حکومتونوله خواپرمالداروباندې عملي شي اود مالداروله مالونوڅخه هغه برخه را ټوله کړي چې شرعي نصاب ته رسېدلې وي ، ځکه د مالدارو په مالونوکې د بېوزلو ، خوارانواوټولواړمنوخلکوحق دی چې باید ورته ورسېږي .
زکات نه مالیه ده اونه هم ټکس اوجزیه چې د وخت حکومتونه اوسیمه ئیز زورواکي یې د ټوپک د میل اوبرچې په زورله خلکوڅخه په زور سره اخلي اوبیا یې یا د خپلوشومواهدافوله پاره استعمالوي اویا یې د بیت المال له خزاني څخه هم خپله خوري اوهم یې خپلو یارانواوانډيوالانوته ورهبه کوي ، په داسې حال کې چې هېڅوک د هېچا حق بل ته نه ورکولی شي اونه یې هم ورهبه کولی شي ، خوکه چېرې کوم زورواکی اوچارواکی داسې کاروکړي دانوبیا په بیت المال کې ناروا تصرف دی چې هېڅکله یې الله (ج)هېچاته نه وربښي . ځکه الله (ج) خپل ځان ته د خپلو بنده ګانو د حقوقو د پښلو حق نه دی ور ړی ،نو بنده د بل بنده حق څه ډول بل ته ورکولی او ورهبه کولی شي ؟ نه هېڅکله هم نه .
خوکه زکات په سمه طریقه پرخوارانواومسکینانو باندې ووېشل شي ، نوبیا به په لنډ وخت کې ټول خلک خود کفاء اود کار روز ګارڅښتن شي ، چې په هغه صورت کې به بیا خلک خپله له خپلوحکومتونوسره د عشراوزکات له لارې مرسته کوي د دولت ملي خزانې به خپله پرته له سود خوړلوډ کې شي اودولتونه به د خپلوعائداتو، تدارکاتواوتولیداتوله لارې پرخپلو پښو ودرېږي اود نوروله مشروط بنډ اوکلنډ څخه به پرې خلاص شي .
اې افغان چارواکو!
خپل رعیت ته د جمعې اوعیدینود لمونځونو سجایاوې او ښېګڼې د محراب اومنبرله لارې بیان کړۍ اود نه کولواوترک کولوبدۍ او اضراریې د خپلوخلکوترغوږونو پورې ورسوۍ ، ترڅوهغوی پردې باوري شي چې په یوه اوونۍ کې د جمعې ، او په کال کې دوه ځلې د عیدینو لمونځونه څه اجتماعي او فردي ښېګڼې لري ؟
کله چې خلک یوځل د جمعې اوعیدینو په ګټو باندې پوه اود اداء کولوفرهنګ په کې عام شي بیا خپله په دې هڅه کې کېږي چې باید د جمعې اوعیدینود لمونځونو وخت او فرصت نورله لاسه ورنه کړي . ځکه د جمعې اوعیدینو په لمونځونوکې ډېرې سترې دنیوي او اخروي ګټې دي ، چې په دنیا کې خپلې اړیکې ورباندې پیاوړې کولی شي اویود بل له غم ، درد ، ښادیواوکار روزګارڅخه پرې خبرېږي چې پرمټ یې یوبل ته د استعانت اوهمدردۍ لاسونه سره ورکوي اوپه ترک اونه کولوسره یې ټولې انساني اړیکې داسې سره شلېږي چې پلارپرخپل زوی ، اوزوی اولورپرخپله مورباندې خبرنه وي ، هرسړی یوازې د خپلې ګېډي غم اودرد پسې اخیستی وي ، صله رحمي یې ترمنځ نه وي ، لکه په کاپیټالیسټي (سرمایه داري) اوسوسیالېستي اوکمونېستي ( مزد په اندازه د کار، اومزد په اندازه د ضرورت ) نظامونو او ټولنوکې چې که کاریې وکړ، خوراک څښاک به ولري ، اوکه یې ونه کړ، که له لوږې مړهم شي ، څوک یې په قصه کې نه وي ، ځکه هرڅوک به خپل بارپه خپله وړي .
په دغه ډول نظامونوکې برده ګي اوغلامي اود افراط او تفریط نا انډوله ژوند ټول د ملاء ، ارباب ، رُهبان اوهغوخلکوپه لاس کې وي چې هېڅکله هم خپل وضعي اومصنوعي دساتیراو احکام له لاسه نه ورکوي اوغواړي پردې سره ټوله نړۍ د ځان غلامان او برده ګان جوړکړي چې موږ افغانانو په خاص ډول ددغه دواړو ډولونوخوندونه په دغه تېرو(۴۰) کالوکې وڅکل او پایلې یې هم موږ په خپلوسترګو ولیدلې چې په کومه بیه را ته پرې وتې دي؟
دا ځکه چې موږ په فکري لحاظ خپل توازن له لاسه ورکړی ، له خپل دین اوخپل معروف فرهنګ څخه ناخبره پاتې شوي یو . لکه ماشوان هرنوي شي ته لاسونه اچوواوهره پردۍ پدیده موږ ته پاکه ښکاري ، ځکه خود پردیو استخباراتي لومو ښکارشوي یو . حکومت ته د خپلې ذمه وارۍ او وظیفوي ملي مسؤولیت له امله په کارده چې د محراب اومنبرله لارې خپل خلک په اصل مطالبو و پوهوي اوخپل ځان اوخپل ؤلس نورد پردیوبابولالوله منترڅخه پرې خلاص کړي .
اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانواوچارواکو!
د بیت الله شریف حج د اسلام پنځمه بناء ده اوپرهرشتمن اوپه وجود روغ مسلمان باندې په ژوند کې یوځل د بیت الله شریف حج فرض دی . دغه فرض له دووبرخو( مالي او بدني عبادت ) څخه تشکیل شوی . ځکه که مالي توان او وس ورسره نه وي هم حج پرې فرض نه دی . ځکه د حج فرضه اداء کول هرکال د ټولو وسمنومسلمانانوله پاره یوه نړیواله اجتماع ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بیت الله د حج اونورومقدسه اماکنود زیارت کولوله پاره په ځانګړي مذهبي چوکاټ کې ددیني مناسکود اداء کولو په خاطرسره را ټولېږي ، یوله بل سره آشنا کېږي اویود بل له حال احوال څخه خبرېږي . په دې فریضه کې سیاسي ، کلتوري ، مذهبي اوتجارتي ټول اړخونه څېړل کېدای شي ځکه خوترټولو وړاندې باید جیّد عالمان په دې فریضه کې ګډون وکړي ترڅود خپلوسیمونیمګړتیاوې په دې مذهبي سفرکې ورسره پوره کړي اویا د نورونیمګړتیاوې د خپل علمې بهیرد سخا له لارې ورپوره کړي . خو په دې نیمګړتیا ووپوره کولو کې باید د مسلمه امت توحیدي چوکاټ ته هم زیاته پاملرنه وشي .
دا ډېرمُهم رُکن دی .د افغانستان ټول شتمن باید دا فریضه اداء کړي . خوتردې هم مهمه داده چې د خپلو بېوزلولاسنیوی دې وکړي اود خپلوځورېرېدلیواوناداروخلکو زړونه دې په لاس راوړي ، ځکه د یوه بېوزله زړه په لاس راوړل حج اکبردی ، اود زروکعبوله زیارتونو څخه یوزړه په لاس راوړل بهتردئ . دلته زموږ په هېواد کې په مېلیونومسلمانان بې کوره ، بې وسه ، بې هیلې ، بې اسرې اونا امیده درپه درخاورې په سرلالهانده وږي تږي ګرځي ، د هغوی لاسنیوی ترټولومهم اواړین دی چې حکومت اوشتمن ټول باید هغوی ته خپل پام ورواړوي اوهرډول نغدي اوجنسي مرستې دې ورسره وکړي . نور بیا